لیکنه: محمدابراهیم سپېڅلی
د څو شپو پرله پسې واوري اورېدو هوا خورا یخه کړې ده
هرڅوک هڅه کوي مازیګر وختي کور ته ولاړ سي.
زموږ د نان وايي مخ ته خامه سړک تېرسوی دی، د موټرانو زیات تګ راتګ واوره ویلې کړې ده، هر څوک چي په پښو له دې ځایه تیریږي، نو پایڅې يې راپورته کړي .
زه د نان وايي پر پارچال ناست یم تودې ډوډۍ خرڅوم بیامي هم تر نورو ورځو زیات یخ کیږي.
د واوري اوریدو راهیسي زموږ د نان وايي کارهم زیات سوی دی، ځکه د اکثرو کورنو نغریان واوري او باران لانده کړي دي ، په ځینو کورونوکي ښځمني د زیات یخ له لاسه پر تبخي ډوډۍ نه سي پخولای یايې نه پخوي.
پلارمي ډېرخوشحال دی، ځکه په دې ورځو کي یوه ډوډۍ هم نه پاته کیږي او ان ځیني وخت موږ ته لا د خوراک ډوډۍ پاته نه سي.
یخ او د ټولي ورځي ډوډۍ خرڅولو نن سخت وږی کړی یم ، توده ډوډۍ مي راواخیسته د خټین اود لوشو ډک سړک په منځ کي کښېناستم لویه ګوله مي له تودې ډوډۍ څخه راجلا او په لوشو مي غوټه کړه، ګوله ښه په لوشو ولړل سوه او میده میده شګي هم ورسره ونښتې.
ګوله مي په خوله کړه ناببره مي پر میده میده شګو غاښونه وبرېښېدل او له خوبه راویښ سوم.
بشپړه یوه اوونۍ مي دغه خوب تکرار لیدی، خو مور مي ناروغه وه او نورچاته مي حال نه وایه.
یوه اوونۍ تېره سوه او یوسهار مشري خور له خوبه راويښ کړم په ژړا يې راته وویل، ( مور مړه سوه !!)
په هغه ګړي مي ډېره خوابده نه سوه ځکه، چي د مورکۍ اوږدې ناروغۍ ټول په تکلیف کړي وو، خو
ورځ تربلي مي ژوند تریخیدی، د وروڼو، وریندارګانو او ان د پلار په چلند کي لاهم لوي توپیر راغلی.
د شپې تیریدو ځای راباندي ودریدی، د خوراک ځای مي ورک سو، دمکتب کتابونه مي چا په خونه کي نه پرېښوول او د غاړي کالي به مي په یوه یوه نیمه میاشت کي هم نه بدلول.
خواپاکی هلک یودم خیرن سو، د ښوونځي تکړه زده کوونکی یودم په درسونو کي پاته سو او خوشحاله ماشوم د ژوند اوږدو ناخوالو په مخه کړ.
ورځ، به په یو ډول تیره سوه ، خو ماښام ته به مي وارخطاء و، چي بیابه د چا سره په خونه کي بیدیږم، یوازی بیریدم او له دې سره د غمونو اوږدې لړۍ شروع سوې.
هغه د تودې ډوډۍ خوب مي رښتیا سو، ټول دوستان مي درلودل، لیکن یوه مورکۍ نه وه، نو ځکه مي د خوارۍ خولۍ پرسر سوه .
زموږ د لومړۍ ټولګي د پښتو په کتاب کي یوځای داسي لیکلي و: ( بې علمه ژوندون ګران دی. ) ما به د اوښکو په بدرګه دغه جمله داسي بدله کړه : (بې موره ژوندون ګران دی. )
۱۳ – ۰۶ – ۲۰۱۶
محمدابراهیم سپېڅلی،
کندهار، چوڼۍ
د مور د نړۍ والي ورځي په مناسبت