• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

بې ځایه نیوکي پریږدئ، پرځای يې کار وکړئ!

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهبې ځایه نیوکي پریږدئ، پرځای يې کار وکړئ!

بې ځایه نیوکي پریږدئ، پرځای يې کار وکړئ!

لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی

په دې ورستیو وختونو کې زموږ یو شمیر هیوادوال په  یو چا پسې او یا یوې ادارې باندې  بې ځایه نیوکي کوي، چې دغه عمل دواړو لوري  ګواښي، ځکه که  د ښو کړنو  په مقابل کې بې ځایه نیوکې  وشي، نو  د ادارې درهبري  مرال  به را ټیټ  او نیوکګر  کومه  بې ځایه غوښتنه ولري، هغه هم  ځندنۍ کیږي، خو بهتره بولو چې د ډیرو بې ځایه او بې مفهومو نیوکو څخه ډډه  او پر ځای يې  مشورې او سالمې نیوکې  وشي.  کومې نیوکې چې له خلکو سره وهي لاملونه يې په  لاندې ډول دي‎:

۱ ـ  نیوکګر  نه غواړي، چې د یو ملګري په کارونو کې پرمختګ او یا  په پورتنیو موقفونو کې کار وکړي.

۲ ـ  د رقابت له مخې  چې ګوندې  له دې څخه مخکښ ونه  اوسي.

۳ ـ یو لړ بې ځایه دودونه چې په ټولنه کې شتون لري، هغه  هم  دتربګنۍ کړني دي، چې په دې سره  ملګری  په یوې ادارې کې د بې مفهومو نیوکوله کبله تخریب کیږي .

۴ ـ   تبعیض، کینه ، دښمني او نفرتونه  دا هم د دندې پرمخوړلو کې  دیوملګري  دنیوکو ښکار کیدای شي، چې له بیلابیلو لارو  نیوکګر خپل هدف ته ځان رسوي.

ولې دا کارونه چې هرڅوک کوي،  دا نباید د پورتنیو لاملونه په اساس وکړي، ځکه دا یوه ښکاره  دښمني دخپل ملګري پروړاندې ده، باید چې  کوښښ وشي، کومې ستونزي، چې د دوی ترمنځ  موجود دي، هغه دې د کلیوالو په مرسته  په خپله سیمه کې حل کړي، نه داچې  په یوې رسمي خدماتي دفتر کې، ځکه  چې د ادارې د مراجعینو لپاره هم دخنډسبب کیدای شي  او د ادارې کړنې ورته بې مفهومه ښکاري سره له دغو خبرو  پرځای نیوکې په اداراتو او نورو ځایونو کې  بدلون راتلای شي او دکارونو په  وده کې ستر رول لوبولی شي.

که نیوکي، وړاندیزونه او غوښتنې په یو چا یا د یو دفتر په رهبري ونشي، ګوندې ډیر کارونه به پرهماغه زاړه  سیستم پرمخ روان وي، خو د نوي پرمختګ څرک به هم نه لګیږي.  ولې دغه نیوکې باید پرځای، دتوهین څخه لرې، دباوردرلودو  او  د ورورولۍ په فضاء کې  وي. نه داچې  د یو چا سپکوالی، بد او رد  ویل په کې وي.

هر انسان سهوې او خطاوې لري، نوکه د نیوکو لاندې رانشي، جوته ده، چې دغه خطاوې  له اندازې زیاتې شي، نو بیا دیو ملګري لخوا ورته   ددې خطاوې په ګوته  شي نو  ژر به سړی ښې لوري ته راتګ وکړي،  خو  دا نیوکه  داسې نه چې ورته وویل شي، پلانیه!  ځان جوړ کړه کنه بیا دې خیر نشته . نه  په ډیر ښه اخلاقو او  دخبرو په اصولو برابر  خبرې  ورته وویل شي، چې دغه کار دنکولو ده نو دغه مثبته نیوکه  به وکولی شي، چې په سړي کې ډیر ژر  بدلون راولي.

راځئ، چې نور د بې ځایه نیوکو تشې په سالمې او اصلاحي بڼو باندې ډکې کړو، دخپل او دنورو وخت  ته ځانکړې  درناوی ولرو، ترڅو  یوکس  وکړی شي، خلکو لپاره ښه خدمات ترسره کړي. څومره چې بې ځایه نیوکي  وشي، نیوکګر لپاره کومه ګټه نکوي، خو نیوکګر د ادارې دسمون او اصلاح په موخه نیوکه کوي،  دایماني او وجداني د مسؤلیته له امله دې   د ادارې اویا کوم بل ارګان رهبري سره دې  په ارامه فضاء کې جراوبحث وکړي، ترڅو خپل موخه ترلاسه کړي اوهم  دفتري رهبري کې بدلون راشي.

که دا کار نشي کولی، نو بې ځایه نیوکو پرځای  بهتره ده، چې چپ پاتې شي او نه هم د یو ې ادارې په  خدمتونو کې خنډ وګرځي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په هیواد کې ادبي هڅو ته پاملرنه پکار ده

Nov 22, 2017

لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی دهیواد ادبي هڅو او غورځنګونوته ورځې  تربلې زیاته[...]

د افغانانو ترمنځ د بې باوري سرچینې

Dec 21, 2017

لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی په ټولنه کې دخلکو ترمنځ بې باوري[...]

مطالعه د ذهنونو دودې لپاره بله ډیوه ګڼلی شو

مطالعه د ذهنونو دودې لپاره بله ډیوه ګڼلی شو

Dec 22, 2017

لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی پوهه  انسان له غلطو لارو څخه ژغوري او[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022