ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
کله چې په سړي کې حقارت رامنځته شي او هغه وځوروي نوچاره يې څه ده؟ څه بايد وکړو چې هغه د حقارت له شره وژغورو؟
اول دا چې حقارت که په هره بڼه څرگند شي، بايد ځان پرې ناگاره واچوو او پر ناروغ غالمغال ونه کړو. دې کې شک نشته چې په ځينو مواردو کې به رټنه د حقارت د ځينو هغو تظاهراتو په بندولو کاميابېږي چې د ځپلو وړ وي خو دا يوازې د ناروغۍ نخښې له منځه وړي، د ناروغۍ پر ريښو باندې اثر نه کوي. د دې درملنې عيب دا دى چې خلک گومان کوي د ناروغ رنځ رغېدلى دى؛ حال دا چې د هغه رنځ داسې دی لکه په ایرو کې پټې سکروټې. دغه کړنې خصوصاً د ماشومانو او زلمکو ستونزې لا پسې سختوي.
نو بايد پر هغو کسانو چې له حقارته ځورېږي، ملنډې ونه وهو، ويې نه رټو او غالمغال پرې ونه کړو. دا خبره هم بايد هېره نه کړو چې د دې رنګه وگړو د سلوک ډېره برخه د غبرگون بڼه لري او په غير ارادي او لاشعوري توگه ترسره کېږي. که چېرې د دغو کسانو سلوک په ځير وڅېړو نو وبه ګورو چې سلوک د هغوى رنځ بيانوي، بيا به مو دې ته پام شي چې اکثره هغه وگړي چې د خپل سلوک په وجه راته د کرکې وړ ښکارېدل، تر دې وروسته به ورسره مينه وکړو او له زړه به يې خبر شو. بيا به پوهېږو چې دوى ځکه بدمرغي دي چې د ډېرو نورو په څېر يا خو د ارثي حوادثو ښکار شوي دي او يا محيطي پرېشانيو دې حال ته رسولي دي.
د دې پر ځاى چې له حقارته ځورېدونکي کسان ورټو او ورسره ناسم چلند وکړو، بايد ويې هڅوو او ډاډ ورکړو. مهمه دا ده چې بايد د ټولو ممکنه وسايلو په مرسته په دوى کې پر ځان باور پيدا کړو؛ ځكه چې دوى دغه باور له لاسه ورکړى دى. وروسته به دوى د پرمختگ او کاميابۍ پر لارې سم شي.
انسان که هر څومره خوار قسمته وي، يو وړوکى استعداد خو به خامخا لري. موږ بايد د همدې استعداد پر اساس په هغه کې پر ځان باور راژوندى کړو. ښوونکي او روزونکي بايد خپل ټول هنر پر دې لاره وكاروي چې په وگړي کې دغه سپرغۍ پيدا او له هغې څخه د ده د ښېگڼې په گټه کار واخلي.[12]∙
د دې کتاب ليکوال توانېدلى چې د مېندو، پلرونو او ښوونکو په مرسته خپل ځينې ناروغان د حقارت له احساسه وژغوري او د هغوى په حالت کې پاموړ بدلون راولي. مثلاً: يو زلمکى و چې د حقارت د يوه نسبتاً ژور احساس له امله يې په تحصيلي چاپېريال کې په تدريجي توگه د گوښه توب لاره نيولې وه. هغه له هرڅه په تېښته کې و. د يوې ژورې مطالعې پر اساس د ده ښوونكو ته لارښوونه وشوه چې په ټولگي کې دې ننداره ييزې (نمايشي) ډلې جوړې شي او له ده دې په کې کار واخيستل شي. هغه ژر د خپلې ډلې او وروسته د نورو هغو نوښت په خپل لاس کې ونيو. په دې مورد کې برى د هغه په ذهن کې داسې انعکاس وموند چې اروايي حالت يې اساساً وربدل کړ. دى د کال په پاى کې په تکړه شاگردانو کې حساب شو. په دې توگه د حقارت له رنځه خلاص شو.
حقارت اغلباً دايمي او د ژورو ريښو ناروغي نه وي، بلکې يوازې د يوه خپل (پلار، ښوونکى يا اشنا) په لاس په سړي کې لمسول کېږي. په دې حالت کې د محيط بدلول ضروري بريښي. لکه له کورنۍ چاپېرياله لرې کېدل يا د تحصيلي محيط بدلول. له دې بدلانه سره به د حقارت لرونكي سړي حال تر تصور پورته ښه شي.
په هر حال مهمه خبره دا ده چې ځوان او کم عمره نسل بايد له دوستۍ او مينې سره مخ شي. مينه هغه توده زانگو ده چې طبيعت غوښتي دي، انسان د خپل عمر لومړني کلونه پکې تېر کړي. کشران د مشرانو په مقابل کې ځانونه کمزوري ګڼي. مينه کول د کمزورۍ د دې احساس طبيعي «پانګ» دى. مينه هغه لوى بند دى چې د حقارت د سيلاب په مخ کې يې تړلاى شو. هر وگړى د دې لپاره خلق شوى دى چې مخصوصاً په ماشومتوب کې ورسره مينه وشي او دى هم مينه وکړي. مينه کول له ټولنيز نظره د ځان د موجوديت تثبيتول دي. مينه کول يعنې د ځان لپاره د نورو په منځ کې ځاى موندنه، يعنې ځان په بل پورې نښلول. د ماشومانو او زلمکو په اړه دا تصور کولاى شو چې د هغوى لپاره مينه کول يوازينۍ وسيله ده چې دوى له لويانو سره برابروي؛ ځکه چې د هغو دوو کسانو تر منځ چې يو پر بل گران دي، د لويوالي او بروالي مسئله په منځ کې نه وي. حتى برعکس له دې دوو لوريو هر يو غواړي چې بل تر ځان مخكې کړي. دا د مينې معجزه ده چې د رخې اور وژني او سړى داسې مقام ته رسوي چې د بل د نېکمرغۍ په جنت کې چکر ووهي او داسې خوند ځنې واخلي لکه نېکمرغي چې د ده خپله وي.
له انسان سره په تېره بيا د هغه د کوچنيوالي پر مهال مينه نه کول، دا مانا لري چې هغه له ځانه وشړو او د ژوندانه په دوزخ کې يې واچوو، داسې دوزخ چې په کې د يوې شېبې تېرول هم ځوروونکي وي؛ ځکه چې هلته انسان هره شېبه د حقارت له شکنجې سره مخ وي.
دا چې د روزنې او درملنې د الفبې لومړى تورى مينه ده نو د دې لپاره چې له يوه ناروغ سره، سره له دې چې هغه به عيبونه او تېروتنې لري، مينه وکړای شو، بايد هغه درک کړو او بايد د تفاهم د رامنځته کولو لپاره هغه وپېژنو.
د دې نورو کرښو موخه د تحولي ميکانيزمونو پېژندنه ده چې تر ډېره په نظري توگه او د الفرد ادلر له ځانگړي ليدلوري د يوې «اروازېږي psychogenic»[13]∗ نظريې څرنگوالى په کې بيان شوى دى.