تاج محمد تمکین په 1986 زیږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا د صوابئ په ښکلې سیمه کې د هجرت په دیار کې زیږیدلی دی، له اره د ننګرهار د چپرهار ولسوالئ د غلام ډاګ کلي اوسیدونکی دی.
لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې د صوابئ د حضرت سعد ابن ابی وقاص د لیسې کې ترسره کړي. چې په همدې لېسه کې د له فراغت وروسته د ښوونکي په دنده ګمارل شوی. د ښونې ترڅنګ یې د صوابۍ د تجارت او معلوماتي تکنالوژۍ د کالج څخه هم یو کلنه ديپلومه ترلاسه کړه چې له دې وروسته هېواد ته راستون او د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې یې خپلې لوړې زدکړې په کال 2010 کې پای ته رسولي.
ښاغلی تمکین د خپل مسلک اقتصاد کې په سلګونو علمي لیکنې کړي، همدا شان یې نورې ښوونیزې لیکنې یې په اردو ، انګلیسي او پښتو ژبه په زیات شمیر چاپي او انتر نیټي رسنیو کې خپرې شویدي.
اوس مهال په ګڼ شمیر انسټیټیونو او پوهنتونونو کې د اقتصاد اړوندو مضامینو استاد پاتې شوی چې اوسمهال نوموړی په روښان پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي استاد دی.
لومړیتوب کې یې ډېرې علمي او مسلکي لیکنې لوستلای شئ.