لیکنه: ارش ننګیال
تاسو د خپلو ماشومانو ښوونکي پېژنۍ؟ که په غلطه لار لاړې، پرته له اندېښنې بېرته راوګرځه او په سمه لار روان شه. راشئ لږ تر لږه د یوې شېبې لپاره له ځانه رېښتیني واوسو او ووایو چې ایا موږ او تاسو د خپلو ماشومانو ښوونکي، ښونځي او نور تعلیمي مرکزونه کله له نژدې لیدلي دي؟ څو ځله ورغلي یو؟ تاسو څه فکر کوئ چې سره ددې دومره وحشت چې زموږ هېواد کې روان دی او رسنۍ یې هره شېبه زموږه کورنو ته رارسوي، ماشومان به زړه ښه کړي چې له خپلې کورنۍ بېل شي؟ دا او دې ته ورته نور لاملونه دي چې ماشوم له ښوونځي، وړکتون او نورو تعلیمي مرکزونو نه وېروي. شاید بل ستر علت یې عاطفي وي یانې له مور او پلار نه بېلتون، خو زه په دې لاملونو خبرې نه کوم، زما موخه بله ده. پرون زما لپاره ستړې کوونکې ورځ وه، د خپل زوی لپاره مې نوی سپورټي کلب انتخاب کړی و، ما باید د کلب له استاد سره له نژدې لیدلي وای، خبرې مې ورسره کړې وای، ما باید د کلب د نورو زده کوونکو په هکله هم مالومات تر لاسه کړي وای. ځکه دا زما مسولیت دی چې د خپل بچي حفاظت وکړم. په نورو هېوادونو کې د ښوونکو او د ماشومانو د مور او پلار ترمنځ پخې اړیکې موجودې وي، داسې اړیکې چې هر یو د مسولیت احساس کوي، غونډې او ناستې ورسره کوي، د ماشومانو په هکله خپل دید څرګندوی، د قوت او ضعف په مسایلو یې خبرې کوي او د ستونزو لپاره یې په ګډه د حل لار لټوي. دا په څو دلایلو د پام وړ ده. ـ ولې ځینې ماشومان په کور کې ښه تکړه وي خو په ښوونځي کې ټنبل؟ دا ځکه چې په کور کې د منیت احساس کوي، د کورنیو په غړو اعتماد لري، د کورنۍ غړي مینه ورکوي او هڅوي یې…. که د کورنۍ غړي له ښوونکو سره راشه درشه ولري او د خپل ماشوم د ضعف او قوت ټکي ورته وښايی، د هغوی په هکله مالومات ورکړي دا ستونزه به هواره شي. ـ که تاسو د خپلو ماشومانو له ښوونکو سره اړیکې وساتئ ښوونکو کې به ستاسو د ماشوم پر وړاندې ځانګړی مسولیت پیدا شي. ـ ستاسو ماشوم سره به عاطفي چلند کوي چې دا له هرڅه مهم او د ماشوم اړتیا ده. موږ څومره مسلکي ښوونکي لرو؟ ـ ستاسو د ماشوم درس او تعلیم ته به پام کوي، هغه به ستاسو د ماشوم د پوهېدو لپاره له هرې لارې چارې ګټه اخلي څو چې ماشوم مو څه زده کړي. ـ تاسو کولای چې د خپل ماشوم د غوره روزنې لپاره د هغوی له استادانو سره مشوره وکړئ، خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړئ. کله چې ناروغي تشخیص شي درملنه یې اسانه او ارزانه وي. ـ ښوونکی د خپل مقام د ارزښت له امله د ماشوم په ژوند کې لکه مور او پلار ارزښت لري، باید چې موږ د خپلو ماشومانو د ښوونکو له اخلاقو، پوهې، سلوک، مینې او عاطفې خبر شو. ـ نور زده کوونکي به ستاسو له ماشوم سره خپل سلوک ته تغیر ورکړي، هغوی به هڅه کوي چې ستاسو ماشوم سره ښه سلوک وکړي، ځکه چې هم یې د مور او پلار له لورې پوښتنه کېږي او هم ښوونکی ورته ارزښت ورکوي. ـ د خپلو ماشوم له رخصتیو، ښوونځي ته د تګ او راتګ وخت، هرڅه به تاسو ته په دقیق ډول مالوم وي. ـ له دې کار سره به تاسو د خپلو ماشومانو د ناکامۍ، ټنبلۍ، دوراغ ویلو، له ښوونځي تېښتې، له ښوونځي د کرکې او نورو غلطیو مخه ونیولې وي. ـ خپلو ماشومانو ته ارزښت ورکړئ څو نور خلک هم ارزښت ورکړي. په درنښت 16 SEP _2015