• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

تاسې د خوښ اوسیدو مستحق یاست

Home ژباړهتاسې د خوښ اوسیدو مستحق یاست
تاسې د خوښ اوسیدو مستحق یاست

تاسې د خوښ اوسیدو مستحق یاست

لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
د شخصي خوښۍ د ترلاسه کولو کچه ستاسې د خپل ژوند د ښه تیرولو او د اړیکو څخه د خوند اخیستنې ډیره ښه اندازه او میچ دې- تاسې کولې شئ چې زده کړئ چې څرنګه لا ډیر خوښ اوسیدلې شو او په هر هغه کار کې چې تاسې یې کوئ بریا احساس کړئ-

هرڅوک له نورو بدل دې
په ژوند کې خوښي د سمورګسبورډ (یو ډول سویډني خواړه چیرته چې بیلا بیل شیان په یو میز ایښودل کیږي چې بیا ترې خلک د خپلې خوښې سره سم شیان د ځان دپاره را اخلي) غوندې ده- که سل کسان مورګسبورډ ته لاړ شي او هر یو په خپل قاب کې هغومره هغه څه را واخلي چې ده ته خوند ورکوي، هر قاب به له بل سره توپیر لري- آن تر دې چې یوه ښځه او میړه به سمورګسبورډ ته لاړ شي او چې کله خواړه را واخلي نو وبه ګورئ چې د دوي قابونه به د یو بل سره بیخي ډیر توپیر لري- خوښي هم همداسې یو شې دې- هر یو کس د ډیرې خوښۍ د درلودو په خاطر د دغه عناصرو بیلا بیل ترکیبونه خوښوي-

خپل زړه ته غوږ شئ
او ستاسې ګډوله په دوامداره توګه بدلیږي- که چیرې تاسې هماغه یو سمورګسبورډ ته هره ورځ د یو کال دپاره لاړ شئ، تاسې به هر وار په خپل قاب کې د تیر ځل په پرتله بدلو خواړو سره بیرته راشئ- هره ورځ او کله کله هر ساعت یوازې تاسې ویلې شئ چې هغه څه دي چې تاسې خوشالوي- ځکه نو د دې قضاوت دپاره چې ګوندې یوه دنده، یوه اړیکه، یوه پانګونه، او یا کومه پریکړه ستاسې د خوښۍ وړ ده خپلو احساساتو سره اړیکه کې شئ او د خپل زړه ته غوږ شئ-

د ځان سره ریښتوني و اوسئ
تاسې هغه مهال د ځان سره ریښتوني اوسیدې شئ چې کله تاسې د خپل ځان دننه رڼا تعقیبوئ، کله چې تاسې هغه چې رالف والډو ایمرسن یې ”غلې، کوچنې د ځان دننه غږ“ بولي ته غوږ نیسئ- تاسې یوازې هغه وخت هغه غوره کس چې تاسې غواړئ و اوسئ کیدې شئ کله چې تاسې د خپلې خوښۍ، هغه که هر څه وي، د تعریفولو زړورتیا او زغم لري کوم چې بیا ستاسې د ژوند په ټولو برخو کې د لارښونې رڼا و اوسي-

دلته هیڅ برید نشته
د خوښۍ په موضوع که یو مهم ټکې دا دې چې آیا تاسې احساس کوئ چې تاسې د خوښۍ مستحق یاست-

دا تصور ومنئ چې تاسې د خپلو وړتیاو او مهارتونو په کار اچولو نه وروسته د هغه ټولې خوښۍ د درلودو مستحق یاست کوم چې په دغه کار کې شتون لري- څومره ډیر چې تاسې خپل ځان خوښوئ او قدر ورته وکوئ، همدومره به تاسې به ځان به په ژوند کې د شته ټولو ښه شیانو مستحق او وړ احساس کړئ- او څومره چې ځان مستحق احساسوئ، همدومره به تاسې هغه خوښي چې پر لور یې هڅې کوئ ترلاسه کړئ او د ځان سره یې ولرئ-

خوښي د ځان دپاره مهمه پیمانه وګرځوئ
تاسې باید خوښي د خپل د ژوند تنظیمونکې اصل وګرځوئ- هره ممکنه چاره او پریکړه چې تاسې یې کوئ د خپلې د خوښۍ معیار سره پرتله کړئ ترڅو درته مالومه شي چې آیا دا چاره به تاسې خوښ کړي او که ناخوښ- ډیر ژر به تاسې پوه شئ چې ستاسې په ژوند کې ټولې ستونزې د هغه کارونو د غوروه کولو له کبله دي چې تاسې ته د خوښۍ د بښلو وړ نه دي خو تاسې کړي-

بیه یې پرې کړئ
بې له شکه، ډیر وختونو تاسې داسې واړه کارونه چې نه مو خوښیږي د لویو کارونو پر لور د حرکت پرمهال چې تاسې ته ډیره خوشالي درکولې شي کوئ- مونږ دا د بریا مخکې له مخکې د قیمت ورکول بولو- تاسې اړ یاست چې خپل پور پرې کړئ-

کله کله دا انتقالي ګامونه تاسې مخامخ نه خوشالوي خو هغه خوښي چې تاسې یې د خپلو موخو په ترلاسه کولو خپلوئ دومره ډیرې دي چې له تاسې موقتي ستونزې او سختۍ چې د دغه ګامونو په ترسره کولو کې مخامخ کیږئ-

دلته درته درې ګامه لارښونې وړاندې کیږي چې په کولو به یې تاسې پورتني نظرونه په عمل کې پلي کړئ:

لومړې، دا ومنئ چې تاسې د هغه ټولې خوښۍ او ښادۍ چې د خپلو هڅو په مرسته ترلاسه کولې شئ مستحق یاست-

دویم، خوښي د خپل د ژوند تنظیمونکې بنسټیز اصل جوړ کړئ او هر څه د دغه معیار په پیمانه وتلئ –

دریم، ډیر زیار ته چمتو و اوسئ او د هغه اطمینان او عوض چې تاسې یې ترلاسه کول غواړئ بیه پرې کړئ –

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د شخصي ځواک درې لارښونې

د شخصي ځواک درې لارښونې

Jun 27, 2016

لیکنه: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم ستر مشران یا رهبران[...]

د ټول عمر د خوشالۍ دپاره درې پوښتنې

د ټول عمر د خوشالۍ دپاره درې پوښتنې

Sep 24, 2016

لیکوال: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم تاسې له اوله ټول[...]

د مغزو نوي خواړه

د مغزو نوي خواړه

Feb 24, 2016

لیکنه: براین ټریسي ژباړه: مشتاق رحیم د ځان د پیاوړي[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022