هر کال د می ۳۱ نيټه په ټوله نړۍ کې د تنباکو پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي. دغه ورځ په ۱۹۸۷ کال کې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) له لوري د تنباکو پر ضد د نړيوالې ورځې په توګه وپيژندل شوه. په افغانستان کې دا ورځ په داسې مهال کې لمانځل کيږي چې د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په ټول افغانستان کې شا او خوا درې نیم میلیونه وګړي په نشو روږدې دي چې د ټول نفوس ۱۱ سلنه جوړوي.
ويل کيږي د سګريټو د استعال له امله هر کال په ټوله نړۍ کې نيږدې شپږ ميليونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سګريټو په ترکيب کې له ۴۰۰۰ څخه زيات کيمياوي مواد شتون لري چې ۵۱ هغه يې سرطان زيږوونکي دي. سګريټ په پراخه پيمانه نيکوتين لري چې په سګريټو د روږدي کيدو سبب کيږي. او همدا نيکوتين دی چې په هيرويينو او کوکايينو د روږدي کيدو باعث ګرځي. سګريټ څکول هغه عادت (عمل) دی چې په اسانۍ نه پريښودل کيږي. کله چې د سګريټو لوګی تنفس شي نو نيکوتين سږو ته داخليږي، له سږو بيا د ويني جريان ته ځي. د ويني د جريان له لارې بيا زړه ته ورځي او بيا له زړه نه دماغو ته داخليږي. دغه جريان فقط شپږ ثانيې وخت نيسي چې نيکوتين په دغه وخت کې اعصابو ته ځان ورسوي.
يو انسان څنګه په سګريټو روږدی کيږي؟
د انسان سږي په چټکۍ نيکوتين او نور کيمياوي مواد جذبوي، کوم چې په مستقيما توګه زړه ته ځي او بيا له زړه څخه دماغ ته داخليږي. څيړنو ښوولې چې د نورو تزريقي طريقو په پرتله سګريټ په تر ټولو تيز ترينه طريقه؛ مخدره مواد اعصابو ته انتقالوي. نيکوتين يوه محرکه کيمياوي ماده ده چې نورو موادو ته سرعت ورکوي. نيکوتين د دې باعث کيږي چې زړه په چټکۍ سره وينه پمپ کړي او د ويني فشار لوړ کړي. وينې ته د نيکوتينو له داخليدو ۴۵ دقيقې وروسته؛ د سګريټ څکوونکی د ستړيا، نا ارامۍ، اعصبانيت او قهر احساس کوي. په دې وخت کې د سګريټ څکوونکی هڅه کوي څو د اعصابو د آرامۍ او ستړيا د رفع کيدلو په خاطر بل سګريټ وڅکي، بيا وروسته همداسې د بل سګريټ د څکلو تقاضا کوي او تر هغې د نورو سګريټو د څکلو غوښتونکی وي، څو چې په وينه کې يې په يوه مشخصه کچه نيکوتين جمعه شي. همداشان دغه جريان هره ورځ ادامه پيدا کوي تر دې چې نوموړی شخص عادتي (روږدی) شي.
د سګريټ څکولو نورې مرګونې ناروغۍ
ډیر خلک په دې پوهيږي چې سګريټ روغتيا ته زيان رسوي او د سږو سرطان او د زړه حملې مرګونې ناروغيو سبب کيږي خو په دې نه پوهيږي چې پر يادو ناروغيو سربيره د ګڼ شمير نورو مرګوني ناروغيو سبب هم کيدای شي. هر کال ۱۷۴۰۰۰ د سګريټو څکوونکي کسان د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سګريټو څکول تقريباً ۶۰ سلنه د زړه د حملې خطر ډيروي. هر کال تر ۱۴۳۰۰۰ سګريټ څکوونکي د بيلابيلو سرطانونو له امله له ژونده محروميږي چې له جملې يې ۸۳۰۰۰ کسان يوازې د سږو د سرطان او ۲۶۰۰۰ کسان د فلج له امله مړه کيږي. د فلج ناروغي هغه مهال رامنځته کيږي؛ کله چې اعصابو ته په کافي اندازه اکسيجن ونه رسيږي. د بيلګې په توګه؛ کله چې يو څوک د فلج تر بريد لاندې راځي نو بيا نه شي کولی چې په درست شکل خبرې وکړي او يا له يو ځای څخه بل ځای ته د بدن يوه برخه؛ د يو څه مودې يا د تل لپاره وښوروي. د سګريټ څکولو له امله ۴۰٪ نارينه او ۲۸٪ ښځينه؛ د مړينې له ټاکلې نيټې وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان کې په سګريټو د روږديدا عوامل
لنډ فکري : ډيری ځوانان داسې فکر کوي چې سګريټ فقط همدا اوس يو کش څکوم او نور بيا نه څکوم او دا خو په دې معنا نه دی چې زه به پرې روږدی شم. دوی فکر کوي چې يوازې يو ځل سګريټ څکوي او نور يې بيا نه څکوي خو په سګريټو کې شته نيکوتين د دې سبب کيږي چې په پرله پسې توګه سګريټ وڅکول شي.
سټرس يا ذهني فشار : ډيری ځوانان چې کورنۍ ستونزې او يا اقتصادي ستونزې ولري نو يو ډول په ذهني فشار اخته کيږي. دوی د دې لپاره چې ذهني ارامتيا ترلاسه کړي سګريټ څکوي. په داسې حال کې چې سګريټ ذهني آرامتيا نه ورکوي.
د نړۍ بد فرهنګ : په سريالونو او فلمونو کې د فلمونو د لوبغاړو په ليدو ډیری ناپوه ځوانان تشويقيږي چې سګړيټ وڅکوي. دوی فکر کوي چې سګريټ څکول يو سټايل او موډ دی په داسې حال کې چې سټايل او موډ نه بلکې ځانوژنه ده.
د ځينو شاعرانو او سندرغاړو لخوا هڅونه : په افغاني ټولنه کې ډيری داسې شاعران او سندرغاړي شته چې په خپلو شعرونو او سندرو کې د شرابو تر څنګ د سګريټو او چرسو کاذب صفتونه کوي. دوی په شعرونو کې سګرټي او چرسي شخص زړور او نازولی يادوي او همدا سبب دی چې ډیری ناپوه ځوانان د سګريټو څکولو ته هڅول کيږي.
سنتي ناوړه دودونه : په افغاني ټولنه کې د نورو ناوړه دودونو تر څنګ يو دا هم دی چې په کورنيو کې که چيري يو څوک زکام شي نو سګريت ورته ورکول کيږي څو د دې په څکولو سره يې زکام پوخ شي. يا داسې هم شوي چې که یو څوک په زکا اخته وي او پوزه يې بنده وي نو د کورنۍ د غړو لخوا ورته نصوار ورکول کيږي څو په پزه کې يې واچوي او وپرنجيږي چې پوزه يې خلاصه شي. دغه ټول ناوړه دودونه د دې باعث کيږي چې خلک په سګريټو او نصوارو روږدي شي.
You also might be interested in
لیکنه: خوشحال آصفي ډيپلوماسي هغه فن دی چې بهرنی سیاست اداره[...]
ژباړه: خوشحال آصفي نړیواله ټولنه International Community د یو نړیوال[...]
لیکنه: خوشحال آصفي ښوونکی د یو هیواد د وګړو د فکرونو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی