سږ کال په بلجيم کې له وخت يوه مياشت وړاندې د ټايګر غوماشې ليدل شوي. تاسې هم ورسره پام کوئ.
په بلجيم کې د روغتیا Sciensano انستيتوت خبردارى خپور کړئ چې د ټايګر يا پرانګ غوماشې پر وړاندې باخبره اوسئ او د له منځه وړلو په برخه کې يې همکاري وکړئ.
تايګر يا پرانګ غوماشه د ظاهري بڼې په خاطر په دې نوم نومول شوې ولې علمي نوم يې Aedes albopictus دى. دې غوماشې ته آسيايي غوماشه هم وايي، ځکه چې ددې غوماشې اصلي وطن جنوب شرقي اسيا ده، ولې دا چې په نړۍ کې اقليمي بدلونونه راغلي اوس دا غوماشه اروپا کې هم ليدل کېږي.
د بلجیم په ګډون په اروپا کې ځينې هېوادونه ددې غوماشې پر وړاندې جدي مبارزه کوي ځکه چې دا غوماشه د بېلابېلو ويروسي ناروغيو لېږدونکې ده.
سږ د تېر کال په پرتله يوه مياشت وړاندې ليدل شوې نو له همدې امله ځيني څېړونکي اندېښن دي چې داسې نه چې دا غوماشې کنترول نشي.
په بلجيم کې د سنسيانو روغتیايي انسټیټیوټ سپارښتنه کوي چې هر چېرته ولاړې اوبه له منځه يوسئ. تر څو دوى په کې هګۍ وانچوي.
دا غوماشه معمولاً د سهار وخته او د ورځې لخوا چيچل کوي.
تاسې په کې څه واياست؟
