– نذیراحمد سهار
– ټلویزیون ته ناست یئ او پوره یوه اوونۍ پر یوه موضوع خبرې اورئ!
پرله پسې د یوې ځانګړې موضوع په ګټه، یا زیان مثبت او منفي خبرونه خپریږي. که له موضوع او د رسنۍ له دریځ سره موافق وئ، په زړه کې ګوړې ماتوئ، خو که برعکس وئ، له خولې مو د یوې پټې غوسې اور بادیږي.
دا د خبر په جامه کې د پېښې مثبت او منفي تبلیغ او د پېښې پلان شوی پوښښ (Agenda setting) دی. په بله وینا، د خبر لپاره اجنډا ټاکل، پخپله تبلیغ دی. تبلیغ معمولا د اغیز او د اغیزناکو شرایطو د ایجاد لپاره کاریږي. د اغیز دغه چاپیریال د مخاطبانو پر عمل او غبرګون او دهغوی پر انددود، لیدلوري او افکارو اغیز پریباسي.
په رسنيز فرهنګ کې خبر او تبليغ يو تربله توپير کوي.
خبر په بې پري توګه د اطلاعاتو انتقال دی، خو تبليغ د مخاطبانو په سلوکو او افکارو کې د قصدي بدلون او لارښوونې په څېر عمل کوي. تبلیغاتي خبر ځانګړي فکري او سلوکي اړخونه ځواکمنوي، په داسې حال کې، چې خبر یوازې په اطلاع او معلوماتو اکتفا کوي.
په اوسمهالي پیر کې د خبرونو یوه پاموړ برخه په تبلیغاتو متمرکزه ده، خو دغه تبلیغات دومره غیر مستقیم او د بې پریتوب په جامه کې وړاندې کیږي، چې له سیاستوالو او په سیاست کې ښکیلو مخاطبانو پرته یې عام مخاطب ته ژر درک ستونزمن دی. په اوسنیو خبرونو کې د تبلیغ ( منفي او مثبت) تر ټولو اسانه لاره نرم او په نظر او تحلیل ولاړ تولیدي خبرونه دي.
نرم او بریالی تبلیغ (Soft Propaganda) لکه د اوبو یو سوړ څاڅکی، چې د انسان پر وجود څاڅي، خو سخت او ناکام تبلیغ (Hard Propaganda)، چې په اوسمهالي پېر کې یې له جګړه ییزو شرایطو پرته استعمال ته څوک زړه نه ښه کوي، د کاڼي په څېر پر انسان لګیږي او د کاڼي د وار پر وړاندې غبرګون حتمي دی. له تبلیغاتو او تبلیغاتي نظره رغیدلی خبر د تبلیغاتي خبر (Propaganda News) په نامه مشهور دی. دا ډول خبر پر رسنۍ د واکمن سیاست او رسنیزو پالیسیو د تعقیب په پایله کې ژر درک کیږي. په هغو خبرونو کې، چې د سرچینې شفافیت کمزوری وي، د پروپاګند رنګ ډیر وي.
خبري پروپاګند به تاسې معمولا د ټاکنو، ژبنیو، قومي او ملي امنیت په مسایلو، کړکیچ او جګړه ییز حالت کې درک کوئ.
په خبري پوښښ کې د نظر او تحلیل « تولیدي خبرونو» کثرت د خبرجوړونې (News Constructing ) نظریه پیاوړې کړې ده. تاسې وینئ، چې دلته تر خبر ډیر تمرکز په نظر کیږي او نظر د یوې خاصې اجنډا پر اساس را ټولیږي. په دا ډول خبر جوړاوي کې تر پېښې د خبریال رول ډیر دی.
د خبر خونو سهارنۍ ناستې د خبرجوړونې (News Constructing) او خبري پوښښ مهمې ناستې وي.
څنګه دا موضوع وڅیړل شي؟
له کوم اړخه یې وڅیړو؟
کومې سرچینې وغږول شي او څه ترې وپوښتل شي؟
څوک (مشخص خبریال) کار پرې وکړي؟
کوم دریځ په پام کې ونیول شي؟ ورساتی یې څوک وي، وروستۍ ارزونه یې څوک کوي؟
په کوم بولیټن کې خپور شي؟ په سرټکو کې: لومړی خبر؟ دویم او که درېیم؟ څومره تکرار شي؟ یوازې په یوه سرویس کې؟ که په څو سرویسونو کې پرله پسې خپور شي؟
کله، چې پر یوه سوژه او خبر دومره ټینګار کیږي او په هر خبري سرویس کې د خپریدو ځانګړی وخت او ځای ور کول کیږي، تبلیغاتي اړخ یې پخپله روښانه کیږي.
مخاطبان عموما پر هغو څیزونو فکر کوي، چې له رسنیو یې اوري او لولي.
ډیرځله وینئ، چې رسنۍ یوې ځانګړې پېښې او موضوع ته ډیر ارزښت ور کوي او خلک هم پر اړونده موضوع فکر کولو ته اړ باسي. حتا د مسایلو په تړاو د هغوی لیدلوری او چلند ټاکي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډیری رایه اچوونکي پر هغه کس ور ماتیږي، چې د رسنیو په اجنډا ( Agenda setting) کې دی. ممکن دغه کس واقعیت نه وي، خو د واقعیت په بڼه پر خلکو منل شوی دی.
د خبر اجنډا ډیری د نظرونو پر بنسټ عملي کیږي.
نظر د رسنیو په اوسمهالو خبري ټولګو کې تر خبر وروسته دویم مهم ژانر دی.
هر خبر تر شا نظر لري او ډیر ځله نظر د خبر د تولید سرچینه ګرځي. یانې نظر د خبر په تړاو د خلکو او سرچینو مثبت او منفي غبرګون دی. په ژورنالیزم کې د نظر د استعمال سیمه پراخه ده. په تحلیل او څیړنې سربیره پخپله په خبر کې هم نظر د خبر د تایید مهر ګڼل کیږي. تولیدي یا په نظر متکي خبرونو ته زه په پښتو کې نظریالي وایم، ځکه په دا ډول خبرونو کې اصلي تمرکز په نظر دی. په نظر خبریالۍ کې خبریالان اظهار او تفسیر دواړه کوي او نظر معمولا د بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو عملونو او غبرګونونو د محصول په توګه وړاندې کیږي. کارپوهان(Experts) د دا ډول خبریالۍ سمبول دی. له دوی نه معمولا د رسنۍ له دریځ سره همغږي نظرونه اخستل کیږي. کارپوه ته پر افغانستان سربیره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د مخاطبانو زړونه خوټیږي!.
خو یو څیز باید واضح وي: په خبر کې باید دا مشخص شي، چې واقعیت چیرته پیلیږي او چیرې پای ته رسیږي. دا څیز د خبریال او له هغه سره د همغږو سرچینو او واقعیت ترمنځ پوله ټاکي. د نظر او تحلیل لپاره که پوله ونه ټاکل شي، خبر خپل خبري ارزښت له لاسه ور کوي.
[review]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی