لیکنه: عطاء الله خان حیران
عقل په غټه کې په دوه ډول دی، یو یې فطري عقل دی او بل تجربوي عقل، فطري عقل هغه عقل دی چې دانسانانو په شمول ځناوریې هم لري انسان چې کله نړۍ ته راځي فطري عقل له دسره له پيدايښت سره سم موجود وي ماشوم دغه وخت دفطري عقل په مرسته خپله مور پېژني خوکله چې ماشوم لویيږي فطري عقل یې هم ورسره وده کوي
په دغه وخت کې که د ماشوم مخه ونه نیول شي هرشی چې پيداکړي خوري یې هرشي ته لاس اچوي ځکه چې دغه وخت ده ته هرشی نوی وي او سم ورسره بلد نه وي دی په دغه وخت کې اور ته هم لاس اچوي خو کله یې چې ګوتې ورباندې وسوزي بیادی پوهېږي چې داشی سوزونکی دی په دویم ځل که بیاهم دغه عمل تکرار کړي په درېيم او ځلورم ځل ورنه ځان ژغوري ځکه چې له مخکې نه ورته تجربه شوي وي چې داشی سوزونکی دی نو پردې اساس انسان دغه وخت له تجربوي عقل څخه برخمن کېږې خو ځناور چې دي بیا تجربو عقل نه لري تجربوي عقل یوازې انسانان لري د یادونې ده که ځناور له تجربوي عقل څخه بې برخې دي خو شعور یې په بشپړه توګه کارکوي چې دوی ورنه ښه ګټه اخستلی شي په کوم دلیل چې ځناور تجربوي عقل نه لري؟ که وګورو انسانانو یو وخت په غارونو کې ژوند کاو خواوس په غارونوکې ژوند نه کوي یو وخت انسان ډېروږد پلي سفرونه کول خو نن په الوتکو او موټرونوکې سفرونه کوي که یو وخت انسان لپ لغړ ګرځېده نن هغه سې نه دی که یې رالنډه کړم انسان ورځ تربلې د ترقۍ پرلور روان دی خو که راشواوس مرغانو ته له نن څخه لس زره کاله مخکې چې دوی کوم ډول ځالې جوړولې نن هم په همغه ډول ځالې جوړوي همدارنګ که ځناورو ته راشو که د ګیدړ ژوند او داسې نور… ژوند ته وګورو لکه څنګه چې ول هغه سې نن هم دي هېڅ ډول بدلون یې په ژوندون کې نه دی راغلی، نو پردې اساس ویلی شوچې نوښت د فطري عقل دوس کار نه دی نن چې انسان څومره پر مختګ کړی دی او لاکووي يې دانن چې څومره اسانتیاوې رامنځته شوي دي دا ټول د تجربوي عقل پرمټ رامنځته شوي دي که یې رالنډه کړم تجربه یا تجربوي عقل دنوښت او ابتکار یوه پياوړې او کامیابه مرجه ده نو پردې اساس ویلی شو چې تجربه هغه څه ده چې نوښت رامنځته کوي ځينې خلک د تجربې او خاطرې ترمنځ توپير نه کوي په داسې حال کې چې دا دواړه سره ډېرتوپيرو لري خاطره داسې شی دی چې یو څوک چرته ځي که چرته خوشحاله راغی نو ښه خاطره شوه که چرته په لاره کې له ستونزو سره مخ شو نو بده خاطره خاطره داسی شی نه دی چې انسان ورته له مخکې نه تصمیم نيسي بلکې یو تصادف دی چې انسان ورسره مخ کېږي د تجربې لپاره له وړاندې نه تصمیم نيول کېږي او فکرورباندې کېږې له هغې نه وروسته انسان خپله تجربه تجربه کوي تجربه دناکامۍ په صورت کې هم ګټه لري او دکامیابۍ په صورت کې هم ځکه که چرته تجربه ناکامه شي انسان ورنه زده کړه کوي دلته غواړم د براین تریسي په حواله یوه وړه غوندې تجربه چې چاد برېښنا په هکله کړې رانقل کړم براین تریسی لیکي چې یو وخت یو ساینسدان د برېښنا د تولید لپار ۲۰۰۰
ډوله توکي راټول کړي ترڅو ورنه برېښناجوړه کړي خو کله یې چې په کار باندې پيل وکړ ډېره خواري یې ورباندې وکړه خو هېڅ نتیجه یې ورنه کړه نو په پای کې له ساینسدان څخه شاګردانو وپوښتل چې استاد ددې کار څه ګټه چې دومره وخت دې ورباندې ضایع کړ هېڅ لاسته راوړنه یې ونه لرله سایسنسدان ورته وویل تاسې ولي وایی چې هېڅ لاسته راوړنه یې نه لرله موږ خو غټه لاسته راوړنه ترلاسه کړه شاګردانو ورته وویل چې څه شی مو ورنه ترلاسه کړ استادیې ورته وویل چې ګوره موږ په دې پوی شو چې په دې دوزره شیانو کې د برېښنا د تولید انرژي نه دې ته تاسې څه شی وایی؟
که همداسې موږ کمپيوټر ته وګورو یو وخت داکمپيوټر دومره ستر و چې د یو کور انګړیې نیولی و خو له پرلپسې تجربو نن ورځ په لاسونوکې ګرځول کېږي،
نو پردې اساس خاطره خوښي او ناخوښۍ پورې اړه لري او تجربه دناکامۍ او د کامیابي په صورت کې ګټه لري