لیکنه: مروت درد
دردونه هنرونه پنځوي او چې کله دځینو لویو شاعرانو له ازیت او درده ډک اشعار لولم؛ فکر کوم چې شکر شاعر ازیت شوی دی، محروم شوی او منفور شوی دی.
ځکه که شاعر ځان ازیت نه کړي، محرومیت تجربه نه کړي او د محبوب سره د وصال لپاره هجران ته لبیک ونه وایي؛ زه فکر کوم؛ ښه شعر به ونه شي لیکلای.
د لنډیو د زیږېدلو لوی دلیل همدا محرومیت، مجبوریت او کړاو دی.
هر پښتون او پښتنې چې د خپلې مینې لپاره زحمتونه ګاللي؛ لنډۍ ترې جوړې شوي او د زړه آه یې پرې ارام کړی دی.
چې د زړګي رضا یې نه وي
کورونه یې وران شه چې په زور یې ودوینه
که سړی په خپل ژور لید ددې لنډۍ عمق ته ځان ننباسي؛ پوه به شي چې انسان ولې هغوی ته په ښېراوو لاس پورې کړی، د کومو دلاسه چې دی/دا خپلې مینې ته نه ده رسېدلې/رسېدلای.
زړه هله ډک شي او اور واخلي؛ کله چې انسان خپله ټوله بشري انرژي یو ټاکلي هدف ته په رسېدو مصرف کړي؛ خو بیا هم ونه توانېږي چې خپلې مینې ته ځان ورسوي.
په داسې یو ستونزمن حالت کې بنیادم لکه فلسفي لېونی چې دکایناتو ترشا دالهاتو او اداره کوونکو په لټه پسې سرګردان وي؛ شاعر هم پورته اسمانونو ته پناه وړي، ذات ته ځان سپاري او خپله ناکامي په تقدیر پورې تړي.
اسمانونو ته تګ په بل څه نه؛ په خیال کېږي، خیال بل څۀ نه دی، دشاعر له هماغو محرومیتونو، مجبوریتونو او کړاوونو جوړ اسوېلي دي چې په نسبتاً اهنګینه ژبه اداء کېږي او خپل زړه ته پرې ټکور ورکوي.
تجربې په انسانانو کې د انساني ژوند مشترکه پانګه ده، انسانان په ورځینیو عاداتو، عرف، فرهنګ، چلندونو او تعامل کې ګډې تجربې تجربه کوي، په متوازن او ټولنیز تړون سره پېییلي وي، ځکه نو خلک یو دبل له حال احوال نه ځان خبروي، ګډ ژوند کوي او په ښو بدو کې یو دبل لاسنیوی کوي.
شاعران هم له موږ بېل خلک نه دي، زموږ د چاپېرچل مهمه برخه ده، ددوی تجربې تراشل شوي وي، دوی له اجسامو سره له خپلې زاویې چلند کوي، حسي اړیکې ورسره ساتي او چې کله موږ له خپلې تجربې خبروي؛ له معمول خلاف راته ښکاري. ځکه نو موږ دشاعر شعرونو ته پناه وړو او شعر یې خوښوو.
په موږ چې د ځینو ښو شاعرانو شعر ښه لګي، اغېز راباندې کوي او زړه مو ټکوروي، یوه لویه وجهه یې داده چې زموږ او د شاعر ترمینځ شریکه تجربه هغه له خپل سټېج راته بیان کړې ده. ګډه تجربه یې د الفاظو په تومنه ګویانه کړې او دهنر په مرسته یې دومره خوږه کړې چې بیا، بیا یې پر لوستلو نه مړېږو.
ما له ډېرو شاعرانو اورېدلي، وایي: ډېر کله یې زړه ډک، ډک کېږي، خو چاره یې بیا دشعر په لیکلو کوي.
دشعر له لیکلو وروسته ځان ارام محسوسوي او داسې ځانته ګوري لکه لوړ غره ته دختلو ستونزمنه لار یې چې وهلي وي، هلته ډډه شوی وي او د غره له څوکې لاندې طبعي مناظرو ته ګوري.
ژړا هم چې ستوني کې ټپ شي؛ دستوني تکلیف راپاروي، سترګې ورسره سرې شي او دشدیدې سردردۍ احساس ورسره زېږي.
خو چې کله بنیادم په چغو، چغو وژاړي، زړه یې سپک شي، سترګې ښې ډېرې اوښکې تویې کړي، بیا نو بلکل ارام شي او دزړه تنګون احساس ترې کډه وکړي.
دشعر مینوال شعري تنده لري، مخکې له دې چې دکوم شاعر شعر واوري؛ په ځان پوهېږي او لکه د اوبو دتمدې غوندې دشعر داورېدلو تنده محسوسوي.
دا وخت د لوستونکي په زړه کې ښه شدید دردونه په څپو وي، ناارامه وي، ذهني پرېشاني ورته پیدا وي او زړه یې دیوې ناکامې مینې لپاره ژاړي.
په داسې حال چې لوستونکی دشاعر شعر یا وګوري او یا واوري؛ احساسات یې داسې په چپو راشي لکه په وچه خاوره چې تېل تویې کړې او بیا اورلګید ته تیلی ورکړې، اېک دم هرڅه سره لمبه شي، په وچه خاوره اور ولګي او چې کله دتېلو نم په ځمکه خلاص شي؛ اور پخپله مړ شي. دغسې دلوستونکي ادبي ذوق په تېلو دککړې شوې ځمکې په څېر دی، د غزل دهرې هغې مصرې چې دلوستونکي له حال سره برابره وي؛ لمبه کوي، په جوش راځي او د څو ثانیو لپاره پرې د وجد حالت ته ځي.
له دې ځایه نتیجه اخلو چې دهرې منظومې تر شا پراخه تجربه شوي دردونه پراته وي او چې کله مو څوک دغه دردونو ته دخپلې هندارې په راس کې دټکورولو نغمه ترنم کړي؛ په موږ لکه دمرهم پټۍ لګي او زړه او روح ته مو ارام ورکوي.
You also might be interested in
لیکنه: پوهاند دوکتور زيار اکسفورډ،۵ فېبروري۲۰۱۶ (يوه فونېتيکي – فونيمېکي او[...]
لیکنه: ګل رحمن رحماني سوژه څه ته وايي، ادبي ارزښت[...]
لیکنه: بصيرالحق عادل د منلي خبريال ډاکټر دواد جنبش خبره ده: [...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی