لیکنه: عبدالواحد رضوانزی
جېم موریسن امریکایې وکیل په سوالیه انداز وایي : ایآ پوهېږئ چې تلویزیون په موږ حکومت کوي ؟ ، جس سي سکاټ مشهوره د ادب د ډګر اتله وایي : خلک (عوام) رمه ده او تلویزیون یې شپونکی دی . جېم موریسن بل ځای وایي : څوک چې رسنۍ څاري او کنټرولوي یې په حقیقت کې ذهنونه څاري او کنټرولوي . د الفاظو په تغیر میډیا کولای شي چې د یوې پېښې د حقیقي انځور په ځای دهغې بل انځور وړاندې کړي د بېلګې په ډول امریکایې رسنیو به د ویتنام په جنګ کې هغه بې کوره شوېو کډوالو ته چې امریکایې پوځیانو به په زور له خپلو کورونو ویستي ول او د هغوی کورونه به یې د پوځي مراکزو په توګه کارول د الفاظو په تغیر به یې هغوی ته د جنګ له کبله د بې ځایه شوې کډوالو جملې کارولي ، په دې ترتیب امریکایانو د الفاظو په تغیر ځان د یو لوي جنګي جنایت او جرم څخه ویسته خپل ملت او نړیوالو ته یې دوکه او فریب ورکولو ، که په ځېر سره ولیدل شي نو د حقیقي او د رسنیو له لورې د کارول کېدونکو الفاظو تر منځ د ځمکې او اسمان توپېردی . همدا لامل دی چې رسنیو ته په عربي کې السلطة الرابعة ویل کېږي یانې د حکومت څلورمه قوه ، هر د ډیموکراسۍ پر بنسټ رامنځته شوی حکومت درې پېژندل شوې قوې لري چې د ۱. مقننه ۲. قضایه ۳. تنفیذیه قواوو څخه عبارت دي ، خو د دې سربېره رسنۍ د خپل مهم رول له کبله د حکومت څلورمه قوه بلل کېږي ، او د عوامو د اذهانو په جذب کې دا تر ټولو اغیزمنه قوه ده .او که رسنۍ د حکومت له څاره ووتې بیا تر ټولو خطرناکه قوه ده او حکومت ته ستر سرخوږی جوړولای شي آن د حکومتونو د نړېدو سبب کیدای هم شي . د عربي هېوادونو دحکومتونو په نسکورولو کې د رسنیو په ځانګړې ډول ټولنېزو رسنیو رول ټولو ته روښانه دی .
په همدې بنسټ رسنۍ باید تر هر څه د مخه خپل ژورنالیستېک او ملي رسالت وپیژني ، ژورنالیستیک اداب مراعت کړي ، د خلکو کلتور ، دود رسم او رواج ته ځانګړي پاملرنه وکړي د هېواد ګټو ته باید تر هر څه لومړیتوب ورکړي . او له داسې څه مخنېوی وکړي چې په ملت کې تفرقه ، نفاق ، ګډوډي او غوغا رامنځته کوي ، د رسنیو راپورونه په سیاست او د هېواد په داخلي اوبهرنۍ پالیسۍ غټ اغېز لري ، یو ناسم راپور د ډېرو خلکو ذهن منحرف کولای شي ،
.
دا د حکومت دنده ده چې د رسنیو څار او کنټرول ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، بدبختانه د هېواد رسنۍ په ځاي د دې چې هېوادوالو ته د روانو حالاتو او بد امنیو په اړه ډاډ ورکړي ، ستونزې یې رابرسېره کړي او د چارواکو تر غوږو یې ورسوي لا شخړو ته لمن وهي ستونزې زیږوي ، د هېواد یو شمېر رسنۍ د هېواد له جمهور رئیس نیولي پر امنیتي ، دفاعي او ملکي چارواکو داسې بې بنسټه تورونه پورې کوي چې هېڅ اصل نلري خلکو ته شکونه پیدا کوي حالات لا د بحران په لورې بیایي ، ژوندی بېلګه یې د طلوع تلوېزیون له لورې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت د عمومي رئیس رحمت الله نبیل ترمنځ پاکستان سره د استخباراتې تفاهملیک په سر د دواړو امنیتي چارواکو تر منځ د فزیکي او لفظي شخړې بې بنسټه راپور خپرول ول ، ډېر تلویزیونونه اوچاپي رسنۍ داسې ګنګوسې او اوازې خپروي چې خلک په حکومت بې اعتباره کوي ، د نظام پښې وهي او شایعات خپروي .
د هېواد د رسنیو بله ستره ستونزه او ننګونه دا ده چې سرکښه ، پردۍ پالې او جاسوسې رسنۍ دي ، د دا ډول رسنیو چلونکي ځانونه هېڅ ډول قید ، ارزښت او قانون ته پابند نه ګڼي ، په هېڅ دینياو افغاني ارزښت نه تم کېږي ، د بهرنیو هېوادونو کلتور او فرهنګ هېواد ته راواردوي ، ملت یې تر فرهنګي یرغل لاندې نیولی ، د پردیو څارګرو ادارو په اشارو چلېږي ، له بهره یې مالي ملاتړ کېږي شپه او ورځ د نورو د کلتور او فرهنګ په ترویج کې بوختې دي .
له بل لورې یو شمېر رسنۍ په بربنډه او ډېرې سپین سترګۍ قومي ، ژبني او سمتي تبعیضونو او تعصبونو ته لمن وهي ، د خلکو تر منځ کرکه ، نفرت او بي اتفاقي زیږوي ،د ملي ټرمینالوژۍ خلاف د ایران د اخوندانو اصطلاحات او الفاظ کاروي ، زموږ غني فرهنګ یې د یو ستر ګواښ سره مخ کړی .
دې ټولو ستونزو ته په کتو او د رسنیو د ارزښت او مهم رول په نظر کې نېولو سره پارلمان باید د رسنیو يه اوسنې قانون کې تعدیلات راولي ، د ملي ارزښتونو او افغاني کلتور د خوندېتوب په پار د رسنیو بې برېده او بې پولې ازادي باید محدوده شي ، شر خوښو او پردۍ پالو رسنیو ته باید سور خط راکاږل شي ، ټېنګ محدودیتونه پرې وضع شي همدا ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي ، نوی نسل مو د پردیو تر کلتوري او فرهنګي یرغل لاندې دی ، زموږ د نیکونو لرغونی بډایه کلتور ژغورل غواړي ، کومې رسنۍ چې د رسنیود قانون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې ټاکل شوې حدود تر پښو لاندې کوي باید تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي او سخت مجازات شي ، دا د اطلاعاتو او کلتور وزارتدنده ده چې د ټولو رسنیو مالي منابع وپلټي ، شرخوښې او فساد ته لمن وهوونکي رسنۍ باید وتړي .
حکومت رسنیو ته د بیان د ازادۍ د اصل پر بنسټ بې پوښتنې ازادې ورکړي ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې حساسو او کړکېچنو حالاتو کې باید رسنیو ته پولې او محدودیتونه وټاکي دادنده ورکړي چې د ولس ذهنونه ورغوي نه دا چې د دهشت او بربریت لار هواره کړي او کمپاین ورته وکړي .
همدا رنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید د رسنیو مسلکي توب ته ځانګړې پاملرنه وکړي ، او په دې پار باید سخت معیارونه وټاکي ، ډېری رسنۍ د بیان د ازادۍ په مانا نه پوهېږي ، کارکوونکي د پروګرامونو چلونکي یې د رسنیو د ادابو پر نوم څه نه پیژني ، ډېری خبریالانو د ژورنالیزم پوهنځی آن د ژورنالیزم یو تربیوي کورس په سترګو نه دی لیدلی ، د چارو شنونکي او دسیاسي چارو کارپوهان خو مه پوښتئ ، داسې هم شوې چې په یوه سیاسي خپرونه کې د خپرونې چلونکي خپل ملګری سټوډیو ته میلمه کړی وي تر څو د تلویزیون په پرده راشي ، هغه ملګری به یې چیرته د سیاست په لار هم نه وې تېر شوی ، یو تن نړیوال اسلامي پوهنتون کې له یو پوهنځي د ناپوهۍ او نالایقۍ له کبله وشړل شو ، د همدې پوهنتون د سیاست او نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې یې چې نسبت نورو پوهنځیو ته یو څه اسان دی داخله واخېسته ، په بسم الله او اللهم یې ځان فارغ کړ ، څلور کلن پوهنځي یې په څلور نیم کلونو کې بشپړ کړ ، اوس یې ځان هېواد کې د منځني ختیځ دسیاسي چارو کارپوه معرفي کړی ، یوه ورځ مې په طلوع تلویزیون کې د غزې په تړانګه کې د فعالې وسله والې ډلې حماس او اسرائیلو تر منځ په روان جنګ د هغه څرګندونې اوریدي له خندا مې کولمې شنې شوي ، په هېواد کې د نورو شیانو په څېر د مسلکي شنوونکواو څېړونکو په برخه کې هم قحط الرجال سره مخ یو . ځئ تاسې د خپل هېواد د سیاسي چارو کارپوهان د نورو هېوادونود سیاسي چارو له کارپوهانو سره لګ مقایسه کړئ ، همداسې د پوځي چارو کارپوهان او د پارلمان وکیلان هم درواخلئ ، په سختو شېبو کې به داسې د خیټالوژي په اساس تحلیل وکړي چې د امنیتي ځواکونو مورال به په ځمکه وغورځوي ، وکیلان په پارلمان کې د رسنیو مخ کې د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط کیسې کوي او د پوځي چارو کارپوهان امنیتي او دفاعي ځواکونه غیر مسلکي او بي تجربې بولي چې دا ټولې څرګندونې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روحیه منفي اغېز کوي .
د نړۍ په ټولو هېوادونو کې رسنۍ د حکومت تر کلک څار او تعقیب لاندې وي ، آن ژورنالستان چې کله د هېواد د ګټو په خلاف خوله پرانیزي او یا قلم وکاروي د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي ، څه موده مخکې نوموتی پاکستانی ژورنالست په کراچۍ کې تر برید لاندې راغی ، حامد میر د پاکستاني رسنیو په ډګر کې کوم عادي تن نه دی ، مګر کله چې یې د څارګرو ادارو او د حکومت په ځېنو ادارو نیوکې وکړي تر برید لاندې یې ونیو او سخت ټپي شو ، په روسیه کې هر کال خبریالان په مرموز ډول وژل کېږي چې د حکومت په ضد ملت راپاروي او ملي ثبات زیانمنوي .، پوهان وایي له وسله وال یرغل فرهنګي یرغل ډېر پیچیده ، خطرناک او مضر وي ، وسله وال یرغل ډېری وخت مادي تلفات ، ویجاړي او بربادي له ځانه سره لري اما فرهنګي یرغل فکرونه ، ذهنونه او اینده نسلونه غلامان کوي ، نو په همدې بنسټ یوځل بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مو په کلکه دا غوښتنه ده چې د پردیو له لورې تمویلیدونکي ، پردۍ پالې رسنۍ هغه چې د ملي ارزښتونو سپکاوی او توهین کوي د نورو کلتور پلي کوي زموږ د مسلمان ملت احساسات ټپي کوي حکومت او ملت ته سرخوږی جوړوي عامه اذهان تحریفوي په خلکو کې ویره خپروي باید زر تر زره یې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او ویې تړي د خپرونو مخنیوی دې یې وکړي او د فعالیت اجازه دې نه ورکوي ، ښاغلي عبدالباري جهاني ته د خلکو سترګي وي چې اصلاحات به رامنځته کړي خو متأسفانه په دې برخه کې تر اوسه کوم اجراآت نه دې شوي . ، د رسنیو قانون باید تعدیل شي او د رسنیو لپاره د فعالیت محدودیتونه ، سخت معیارونه او د خپرونو اصول وټاکل شي ، افغان ملت ته د بیان د ازادۍ په نوم نور د خپلو عنعناتو ، کلتور ، ملي ارزښتونو ، ملي ټرمینالوژۍ ، د قومونو تر منځ کرکې او نفرت ته د لمن وهلو زغم نلري او د حکومت خلاف بی بنسټهاو پوچ تبلیغات چې د نظام ستنې ړنګوي د منلو نه دي ، که حکومت دې چارو ته پاملرنه ونکړي ډېر زر به خپل تغر ټول او موږ به د افغانیت جنازه پر اوږو کړو .
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد