• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ترایزومي 13 سنډروم یا Patau پاتو سنډروم

Home روغتیاترایزومي 13 سنډروم یا Patau پاتو سنډروم

ترایزومي 13 سنډروم یا Patau پاتو سنډروم

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل

په دې سنډروم کې ۱۳ کروموزوم په اضافي توګه کاپي کیږي.

ترایزومي یا د کروموزوم اضافي کاپي ځینې ذهني، جسمي او د زړه نیمګړتیاوې نوي زیږېدلی ماشوم ته پېښوي.

دا سنډروم نسبت د ډاون سنډروم چې 21 ترایزومي لري او د اډوارډ سنډروم چې 18 ترایزومي لري، نادر او کم پیدا دی.

دا سنډروم ډېری ښځې روږدې کوي.( ښایي دلیل به یې دا وی چې نارینه جنین د زیږون تر وخته ژوندی نه پاتې کیږي)

پاتو سنډروم د ډاون سنډروم په څېر د مور په عمر پورې اړه لري.
دا په دې معنا چې د دې سنډروم د ریسک لرل په ماشوم کې ،د مور په لوړ سن پورې اړه لری.
په ټول نژادونو کې یو ډول منځ ته کیږي. په 10000 نفرو کې ۱ یو نفر په دې سنډروم روږدی کیږي.

د سنډروم دلایل:-
په طبیعي توګه د 23 کروموزومونو څخه دوه کاپۍ شتون لري چې د مور/ پلار څخه په ارث وړل شوی وي.

په هغه ترایزومی کې چې درې کاپۍ وي ،دا یوه اضافي کاپي کېدی شي چې د کوم ځانګړي کروموزوم یا هګۍ یا د سپرم او یا هم حتی د القاح څخه وروسته د میوټېشن په پایله کې منځ ته راغلې وي.

د پاټو سنډروم نښې نښانې:-

د کروموزومی انومالۍ د توپیر سره به نښې نښانې هم توپیر ولري.

د وخیم او شدید حالت څخه تر نرمال ظاهري حالته چې ممکن عادي کړنې به هم ورسره مختلې وي، نښې نښانې یې توپیر لري.

په 13 ټرایزومي کې د ننه سیسټمونو او بهرنیو سیسټمونو ستونزې شتون لري.

دا ماشومان ډېری مېکروسفالي یا د سر کوچنیوالی لري.

د مهرو یا د ملا تیر کېدی شي د مهرو د نقص پخاطر بیرون وتلی شکل ولري ( مننګو میالوسل).

هغه ماشومان چې وروسته له زیږونه ژوندي پاتې کیږي، د ذهني کمزورۍ او شاته پاتېوالي بېلابېلې درجې لري. او ممکن تشنج convulsion هم ولري.
ممکن سترګې کوچنۍ وي یا حتی کېدی شي یوه سترګه شتون ونلری ( Anophthalmia ).

د دواړو سترګو تر منځ فاصله ډېره نږدې وي ( هیپوتلوریزم) او کېدی شي دواړه سترکې لکه یوه سترګه داسې بڼه ورکړي.
غوږونه له معمول حد څخه ټیټ وي.
او بده بڼه لری.

په روږدو ماشومانو کې ممکن د شونډې او تالو( لب چاک کام چاک) هم شتون ولري.
نورې نښې:-
اصافي ګوتې یا پولي ډاکټېل.
موټی شکله ګوتې یا یو پر بل پرېوتې ګوتې.
غټې پوندې.
او د پوښتیو نشتون.

د جنیټال سیسټم بدشکلي او نورې ستونزې یې هم معمولې دي .دا ستونزه په نارینو کې د بیضو د نه راټیټېدو یا دجنیټال سیسټم په مبهم شکل سره وي او په ښځو کې د رحم نلرل.

تنفسي او د زړه ستونزې په روږدو کسانو کې:-
په زړه کې سوري(حفره)لرل.
زړه ښي اړخ ته تمایل لري.
د پښتورګو او هضمي سیسټمونه هم د پولی سیسټیک سره مخ کیږي او ډېر سیسټونه په پښتورګو او هضمي سیسټم کې پیدا کیږي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د پولي کیسټیک تخمدان سنډروم(PCOS) او  له امیندوارۍ سره یې تړاو

Dec 20, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل کسیټ یا سیسټ هغه کڅوړه[...]

د ترضیض یاضربه لیدلو بیړنۍ ارزونه او معاینه

Dec 26, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل – د ترضیض معاینه یعنې[...]

هغه مېوې او خوراکونه چې ستاسو پوستکی ځوان ساتي

Dec 21, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل دا د نه منلو وړ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022