لیکنه: فضل سبحان سهاک
شراب
شراب (دڅښلو ماده ) ده چه له انګورو ،وربشو يا که هر ډول کيمياوي تعامل ولري پدې شرط چه نشه ولري شراب بلل کيږي .
دشرابو په استعمال سره دانسان هغه لويه قوه چه دښه او بد تميز ورباندې کيږي چه عقل دی دڅه وخت لپاره له کاره لويږي، نوکله چه عقل له مينځه ولاړ حيا ، ښه او بد ،هلاکت او بربادي ،دعزت او ابرو تميز هم له منځه ځي .
په انسان کې ترټولو ارزښناک او د پام وړ شی دده عقل دی، که انسان خپل عقل له لاسه ورکړي د څاروي په شان کیږي، چې په همدې دلیل باندې الله ج شراب حرام کړي دي، او شرابو ته (اُمُّ الخَبَائِثْ) وایي ځکه د هر ناوړه عمل لپاره لامل او سرچینه ده. نسایي له حضرت عثمان بن عفان رض څخه روایت نقل کړی دی چې ویلی يې دي: له شرابو څخه ځان وژغورئ ځکه شراب (اُمُّ الخَبَائِثْ) ده.
دسترشرافت لرونکی انسان به بيا دشيطان يوه آله وګرځي چه خپلې لوبې به ورباندې کوي دغه وخت بيا له سړي څخه نامناسب کارونه سر وهي .
په همدې هکله روسي، فرانسوي او انګریزي څیړونکو چې یوه څیړنه کړې او ویلي دي چې د الکولي مشروباتو څکل د پښتورګو، ستوني او داسې نور بدني غړو ناروغۍ ډیرې کړي دي چې د مړینې د ډیروالي ریښتنی عامل ګڼل کیږي.
د روسیې رسمي پخواني رپورټونو له مخې تقریباً تر 30 زره وګري هر کال د شرابو د تسمم له امله مري پرته له دې چې داسې نور کسان هم شته چې د شرابو له نورو ناروغیو ځخه له منځه ځي.
که چېرته دا شمیرې د لویدیځې اروپا خلکو سره پرتله کړو، نو د روسیې نارینه وو کچه پر 5 % او د روسي میرمنو کچه پر 3% ډیره ده او په یوه بل رپورټ کې ویل شوي دي چې د روسیې د الکولي معتادینو کچه د نړیوالې کچې څخه په ځینو حالاتو کې 13% ډیره ده.
الهي لاښوونې
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) 90 سورة المائدة
ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشي ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه لپاره ددی چه نجات ومومئ.
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَآ اِثْمٌ كَبِيرٌ ( الفقره 219)
پوښتنه کوي دوی له تانه ( ای محمده ص ) (له حکم دڅښلو ) دشرابو اوقمار نه (ای محمده ص دوی ته ) ووايه په دې دواړو کې لويه ګناه ده
پدې ترتیب سره د شرابو په حراموالي کې یو لوی حکمت ده او هغه داده چې عربان د شرابو له څښلو سره عادت وه او شراب خوړل ددوې د ژواندانه یوه برخه ګرځیدلې وه، نو که په یوځل په دوې باندې حرام شوي نه وای، په دوی باندې ډیر سختیده او دا ممکنه وه چې ډیر کسان له دې څخه منع کیدل ونه مني، لکه بي بي عایشه رض چې وایي: لومړی شی چې له قرآنکریم نه رانازل شو هغه د مفصل سورتونو څخه یو مفصل سورت وه چې د دوزخ او جنت یادونه پکې شوې وه، که په لومړي سر کې یې شراب څښل حرام او منع کړي وای خلکو به داسې ویلي وای چې مونږ هیڅکله هم شراب نه پریږدو. چې داله حکیمانه تدبیرونو څخه وه چې اسلام به د اجتماعي او ټولنیزو ناروغیو د له منځه وړلو لپاره کارولو. اسلام په تدریجي توګه احکام خلکو ته تشریح او څرګند کړه، چې په پیل کې خلک په غیر مستقیمه توګه له شرابو څخه متنفر کړه او په خلکو کې یې له شرابو څښلو څخه کرکه پیدا کړه.
تاریخ:۱۳۹۵/۷/۲۵ :2016/10/16