ژباړه: شفیق امیرزی
کله چې د خلاقیت خبره رامنځ ته کېږي، زموږ ذهن سم د واره لیکوالۍ او هنر ته اوړي داسې فکر کوو چې یوازې لیکوال او هنرمند باید د خلاقیت قوه ولري؛ موږ دا هیله لرو چې لیکوال دې نوې کیسه ولیکي او هنرمند دې نوی فلم په نوې بڼه جوړ کړي، یا یو رسام باید په نوي سبک یوه تابلو رسم کړي، خو دا سم فکر نه دی. خلاقیت د نوو وسایلو د تولید په مانا دی، د ستونزو لپاره د نوې حل لارې پيد اکول دي، د نوو او په زړه پورو موقعیتونو پيدا کول، یوه کار ته د داسې لارې پیدا کول دي چې تر پخوا په څو ځل آسانه او ګټوره وي خلاقیت دی؛ کېدای شي په نوې بڼه د کارونو کول کله کله زموږ په زیان وي، ښایي دا هم موږ ته ګرانه خبره وي چې یوه کار ته څنګه نوې لاره پیدا کړو، یا د خپلې نوې لارې له پایلې هم خبر نه وو، خو بیا هم نوښت او په نوې لاره تګ د انسان په وجود کې د خوښۍ او هوساینې احساس پيدا کوي ځکه دا چې ژوند مو د معمول پر خلاف په نوې لار روان کړی وي د تنوع او بدلون احساس مو ټول وجود ته په زړه پورې وي کېدای شي له یوه نوښت نه په ژوند کې په زړه پورې خاطرې جوړې کړو نو راځئ چې نوښت وکړو.
خلاقیت لازمي وګنئ
تاسې د دې حق نه لری چې ټول ژوند په یوه بڼه تېر کړی یا هر کار په تکراري بڼه وکړئ، تاسې باید موخه ولرئ هره ورځ په دې اړه فکر وکړئ چې څنګه کولی شئ نوې او په زړه پورې تګلارې د ښه او خوندور ژوند لپاره پیدا کړئ؛ که تاسې په یوه اداره کې دېرش کاله کار وکړۍ او هره ورځ په یوه بس موټر کې لاړ شی او را شی دا یو ډول او تکراري عمل ستاسې پر ذهن منفي اغیز کوي او ذهن مو خلاقیتونو او نوښتونو ته نه پرېږدې، تل بېل بېل کارونه وکړئ یو ډول کار هره ورځ مه تکراروئ کېدای شي یوه ورځ یو څه پياده مزل وکړئ د خپل کور شاوخوا هټی وګورئ د خلکو ژوند وګورئ له خپلو همکارونو سره د خپل کارځای نږدې پارک ته لاړ شئ، د خپل یوه ملګري کور ته ورشئ په لنډه توګه که ووایم هر کار چې درته په زړه پورې وو وه یې کړئ څو له یو ډول او معومل ژوند نه خلاص شئ.
یو کارپوه شی
د خپل کار او تحصیلي څانګې اړوند پوره او مهم مهارتونه زده کړئ، او دخپل کار اړوند ډیره مطالعه وکړئ په دې توګه د خپلې برخې او دندې کارپوه له ځانه جوړ کړئ، هر څومره مو چې پوهه او تجربه ډيره شي په همغه کچه مو د خلاقیت او نوښت قوه لوړېږي. علم، پوهه او تخصص د قوي وزرو په شان تاسې ته د الوتنې قوت درکوي په هغې سره کولی شئ داسې لوړو غرونو او ستورو ته سفر وکړئ چې تاسې یې تصور هم نه وي کړی.
خلاقیت غوره امتیاز دی
داسې نه ده چې د هر یوه نوښت او کار لپاره دې تاسې ډالۍ ترلاسه کړئ، خو دا چې وکولی شئ یو څه په نوې بڼه وړاندې کړئ دا پخپله یو امتیاز او ډالۍ ده، روحیه مو تازه کېږي نوې بڼه اخلي او په کارونو کې مو سرعت او خوند رامنځ ته کېږي، په دې توګه کولی شی په ښه توګه خپلو ملګرو ته خدمت وکړئ، که موږ د یوه ښوونکي بېلکه راوړو چې هره ورځ ټولګي ته راځي په یوه بڼه او یو ډول خپل درس ورکوي هر څه یې ستړي کوونکي وي د زدکوونکو د جذب لپاره هیڅ هڅه نه کوي نو په دې کې خو هیڅ شک نشته چې زدکوونکي د داسې ښوونکي له درس سره مینه نه لري، خو ښوونکي ته بیا دا خبره مهمه نه ده چې څوک یې خبرې ته غوږ نیسي که نه، یوازې خپل کار کوي او معاش اخلي؛ پر وړاندې یې بل ښوونکی وینو چې غواړي د زدکړې او تدریس بېلې بڼې وازمويي غواړي درس یې زدکوونکو ته په زړه پورې وي دا ښوونکی ټولګی هم ښه کنټرول کولی شي په دې توګه یې زدکوونکي له ده سره مینه لري او هره ورځ یې په مینه درس ته راځي همدارنګه کلونه وروسته له هغه ښوونکي سره اړیکې پالي او په درنه سترګه ورته ګوري له داسې ښوونکي ټول زدکوونکي په زړه پورې خاطرې لري.
له خطره مه وېرېږئ
خلاقیت د نوې لارې ازمویل دي نو ښایي چې ګټه وکړو خو دا هم شونې ده چې د ګټې پر ځای زیان وکړو، خو تاسې له پایلو مه وېرېږئ که مو مثبته پایله ترلاسه کړه نو ښه تر ښه که مو پایله په زړه نه وه نو دا څه خبره ده دنیا خو پای ته نه ده رسېدلې دا نه بله لار کېدای شي د یوې لارې نه د یوې لارې پایله مثبت وي، کوښښ مه پرېږدئ د خپل نوښت بېل اړخونه وګورئ آن کله کله د خلاقیت لپاره په خطرناکه ځمکه هم ګام اېښودلی شئ.
ځینې خنډونو ته ارزښت مه ورکوئ
ستاسې د خلاقیت غوټۍ هله ګل کېږي چې په مثبت چاپېریال کې وی، کوښښ وکړئ چې ځان ته روحیه ورکړئ، که په کوم کار کې بریالي شوی ځان تشویق کړئ خو که مو ماته وخوړه خپل ځان ته ډاډ ورکړئ چې د بریالیتوب لپاره نورې لارې هم شته دي هغه به ازمویی او ځان به تر بریا رسوی د همدې مثبتې روحیې لپاره له مثبتو کسانو سره ناسته ولاړه مهمه ده.
ځان ته مثبت او هڅوونکي ملګري پيدا کړئ له هغوی سره د نوو فکرونو په اړه خبرې وکړئ، له هغو کسانو سره چې ستاسې مفکورې ورته ارزښت نه لري او کېدای شي تاسې له هغه منع کړي خپلې مفکورې مه شریکوئ.
کیدای شي تاسې به داسې ملګری لری چې درباندې ګران دی خو که ورته وایې چې زه دا کار کوم هغه به درته وایې چې ته نشې کولی او ستا د بریا سلنه ډيره کمه ده، د بېلګې په توګه غواړې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړې نو هغه ته دا خبره کوې هغه به ژر دا دلیلونه درته قطار کړي چې ستا د ماتې امکان څومره ډیر دی او یا که غواړې بهر ته لاړ شې هغه به ژر ستا لپاره ځينې داسې دلیلونه پیدا کړي چې ته یې نشې کولی کېدای شي د هغه نیت بد نه وي کېدای شي د دې لپاره دا خبرې کوي چې ته یې له څنګه بېل نشي، نو خپل فکرونه له داسې ملګري سره مه شریکوئ خو داسې کس باید هرومرو وي چې ستاسې د فکرونو وده او پراختیا غواړي داسې کس پیدا کړئ.
له ماتې مه ډارېږئ
دا مه هېروئ چې تېروتنه او ماتې سره تړلي دي، هغه ډار چې په خپل زړه کې روزئ د زهرو په څېر به ستاسې قوت او فکر ووژني تاسې به فلج کړي او یو ګام به هم اوچت نشی کړی؛ نو که مو سل ځله د (نه) ځواب واورید بیا هم خپلې هڅې وکړئ کېدای شي په یوسل یوم ځل مثبت ځواب واورئ دا کولی شي د ټولو هڅو ستړیا له تاسې لرې کړي.
هرې ستونزې ته څو حل لارې شته
دا ځل که له هرې ستونزې سره مخ شوی د یوې حل لارې پر ځای څو دانې وپلټئ او په هغه کې بیا تر ټولو ښه وټاکئ، په دې توګه مو دا مسله هم په ذهن کې وي چې که دغې هڅې کار ور نه کړ دا بله خو شته ده، دا نه یوازې مسلې ته د حل لاره پيدا کوي بلکې په ذهن کې د خلاقیت قوه ژوندۍ ساتي.
د قوت سرچینې وپلټئ
کېدای شي کارځای مو هومره انګزه ورکوونکی نه وي یا داسې وسایل نه وي چې تاسې ته نوښت او فکر درکړي داسې یو چاپېریال ستړی کوونکی دی، د قوي او تکړه لیکوالانو الهام بښونکي کتابونه ولولئ، په زړه پورې موزیمونو ته ولاړ شئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، داسې محفلونه او مراسم وګورئ او ګډون پکې وکړئ چې په هغه کې لوی کسان لمانځل کېږي یا جایزې ورکول کېږي.
که موخه لرئ او په خلاقیت پسې ګرځئ نو په دې لاره کې هيڅ کوښښ مه سپموئ څو چې توان لرئ کوښښ وکړئ خلاقیت مو قوي کړئ او خپل ذهن ته مثبت قوت ورکړئ، داسې ورځ به راشې چې د لویو کسانو په لیکه کې ولاړ وئ. د خلاقیت له تومنې سره به مو ژوند د بریاوو په ډګر واوړي، له خلاقیت پرته ژوند خوندور نه دی؛ ځان هغه ځای ته ورسوئ چې درسره ښايي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.