لیکنه: شیراحمد نورزاد
علمیت او فکري ویښتیا دا دواړه بیلې کلمې دي چې علم یا پوهه چې د زړه کړې په مانا هم ده لکه په ټولنیزو مسائلو پوهېدنه ، په دیني او ساینسي موضوعاتو پوهېدنه ، د اخلاقو جوړونه او د منطق پیاوړتیا ده.
خو فکري ویښتیا او ځواک له پورته مسائلو سره سره د فکر ازمایل په ټولنیزو موضوعاتو کې د هغوي په اړه فکر کول او یوې نتیجې ته رسیدل چې دا ټول په فکر پورې ارتباط لري.
خو که ټولنې ته نظر کړو د خلګو په علمي او فکري ځواک ته وګورو نو ټولنه د ډېر فکري ځواک له کمښت سره مخ ده ډېری ځوانان مو په علمي او ټولنیزو مسائلو کې ځان بي مسولیته ګڼي د ټولنې د سمون او جوړښت لپاره دومره ژور فکر نه کوي ترڅو ټولنه او ولس له شته ستونزو او خنډونو وژغوري.
زه دلته د بیلګې په توګه ورته اشاره کوم چي ډیری ځوانان وینم چي د ښه استعداد او زده کړې څښتن به وي په ډیر څه به پوه وي په زده کړو کې به ډیري هلې ځلې کوي تر نورو به یې علمي سویه هم پورته وي خو چې فکر او نظر یې مطالعه کړي نو فکر به يي په ډیره محدوده فضا کې را ګرځي فکر او ذهن به یي د نورو تر اغیز لاندي وي خپله به ځان ورته ډیر کمزوری ښکاري تل به د کمزوري او ضعف احساس کوي د څه ویلو جرآت به هم نلري خپل نیک او ښه نظر به ورته بد ښکاري او ځان به ډیر بي مسولیته احساس کوي.
خو ځینې ځوانان بیا وینم چې علمي سویه یي ډیره ټیټه وي د نورو په نسبت ښه پیاوړي مطالعه هم نلري په ټولنه او جامعه کې مطرح کسان نه وي خو د ویښ فکر او احساس خاوند به وي فکر یي ازاد وي پر خپل ځان به باور لري فکر به یې د نورو له اغیز نه خلاص وي ددې جرآت به لري چې خپل نظر څرګند کړي خپل ځان ته به دا مسولیت او وجیبه بولي چې ځان او فکر ویښ کړي ترڅو خپل فکر او استعداد خپلې ټولنې ته وړاندي کړي او ټولنه د بریا لور ته بوزي ځوانانو ته فکر ور کولای شي او نور فکر کولو ته هڅوي.
زما په فکر دغه ډله ځوانان تر هغې بلي ډلې ځکه غوره بولم یو فکري ویښتیا لري او احساس یي تل ویښ او د ځواک څښتن دی دغه ډله ځوانان د ټولني په درد خوړل کیږي او د ټولني ستونزو ته اوږه ورکولی شي. .