لیکوال: حامد امیر
دا د ژوند قانون دی تر څو چې خپله د پورته کیدو کوښښ ونکړې بل مو نه پورته کوي؛ که مو هڅه ونکړه او د بل په تمه کیناستې نو ټول عمر به همداسي په خاورو کې پروت وې.
دا عادت په موږ افغانانو کې ډير لیدل کیږي. تل مو بل ته لاس نیولی، تل مو د بل په تمه شپې سبا کړې. که ریښتیا ووایو او په حقیقت سترګې پټې نکړو نو موږ افغانان تیار خواره اموخته شوي یو؛ تل د ګاونډیانو د مرستې په تمه ناست یو خو یوه ورځ مو هم دا فکر ونکړ چې راځئ داسي یو کار وکړو تر څو ګاونډيان زموږ د مرستې په تمه کیني.
څه فکر کوئ، ایا دوی ریښتیا زموږ د خدمت لپاره راغلي؟ ایا ریښتیا د دوی په موږ زړه خوږ شي؟
نه ګرانه زلمیه هغه کوم بهرني چې راغلي ټول د خپلو ګټو لپاره لګیا دي. یو هم ستا د ګټې لپاره کار نه کوي موږ په څو خوږو خبرو او لږ مرستو تیر باسي خو هغه ګټې چې دوی یې له دې هیواده وړي؛ ته پرې پوه یې؟ موږ یې په خپل منځو جګرو سره اخته کړي یو او دوي مو له دې بې اتفاقې خوند اخلې، دوي راته اورونه بل کړي په اورو کې مو سیځي خو موږ لا هم د فیل په غوږ کې ویده یو، راځې نور له دې خوبه را ویښ شو همدا خوب همدومره بس دی، له بې اتفاقې جنګ او کرکې نور څه نه جوړیږي راځئ نور یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو، راځې نور د بیکاره ګرځیدو او بیځایه خبرو تیر شو هغه انرژې چې په بیځایه ګرځیدا لګوو هغه دې خوار او زخمي زخمي وطن د جوړولو په مخ کې ولګوو، یو بل ته به دې ورورۍ لاس ورکړو هغه اورو چې د ښمن راته بل کړي په همغه اور کې به خپله دښمن وسیځو.
ځوانه! د هیواد راتلونکې ستا په لاس کې ده، په دې خوار وطن کې ډیر مشکلات شته د دو مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره ډير وخت او ډیرې قربانۍ ته اړتیا شته، خو یوه اسانه لار یې تعلیم ده، راځئ قلمي انقلاب راولو راځئ د قلم په مرسته مو هیواد د نورو هیوادونو سره سیال کړو، زموږ هیواد ډير لوی او ډیر وګړي لري که چیرته ټول په پوره اخلاص او صداقت ورته کار وکړو نو ډير کم وخت وروسته به نړۍ له موږ مرسته وغواړي.
خبرې زیاتې دي ټولې په یوه لیکنه کې نشي کیدلي خپلو خبرو ته د شاعر په یو بیت سره د پای ټکی ږدم.
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکو
دا کاڼی به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي