ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
دغه جبران ډېر ډولونه لري: لومړى ډول يې خيال پلو او خيالي نړۍ ته تېښته ده. انسان له خيالي نړۍ څخه هغه څه غواړي چې په واقعي ژوند کې يې نه شي تر لاسه کولاى.
موږ هر يو چې په ماشومتوب کې مو د خوارۍ او ناتوانۍ احساس کړى نو ځان سره مو ويلي دي چې کاشکې دومره غښتلى واى چې خپل حريف مې د موم په شان په لاس کې نيولى او د خپلې خوښې جزا مې ورته ورکړې واى؟
داسې ډېر ماشومان او زلمكي شته چې په خيالي نړۍ کې غواړي، نه ښکاره کېدوونکي «نامرئي» اوسي.[5]٭
دې ته ورته خيالونه تل د ماشومانو په ذهن کې وي. دغه تخيلات له انساني غوښتنو سرچينه اخلي او مخکې تر دې چې په ادبياتو کې د زړه راښکونکو خو غمجنو نکلونو په بڼه څرگند شي، د وگړو په منځ کې خوله په خوله لېږدېدلي دي.
په ختيزو او لويديزو ادبياتو کې د دې نکلونو جوتې بېلگې ليدلاى شو. د فرانسې د نامتو ليکوال «لا فونتين» (La Fontaine) د (پيريت) يا د شيدې پلورونکې او کټوې کيسه په غربي ادبياتو کې د دې جبران له مشهورو بېلگو څخه ده:
شيدې پلورونکې چې غواړي په هره توگه له خوارۍڅخه ځان وژغوري او شتمنه شي، گومان کوي چې د شيدو د پلورلو په پيسو به وشي کولاى چې اول خنزير او بيا خوسۍ او غوا واخلي… خو د خيالونو په دې کشمکش کې يې د شيدو کټوه پر ځمکې لوېږي او ماتېږي… دا د خپل هاغه خوب په غم كې ډوبېږي چې ريښتيا نه شو.
د پېريانو او ښاپېريو کيسې د هغه تمايل خبرې کوي چې د هر وگړي په زړه کې شته. هرڅوک هيله کوي چې متقي او پرهېزکاره انسان _ يعنې موږ _ له تصور څخه پورته ځواک ولري او يا دې دومره ډېره شتمني ولري چې ټوله دنيا ورته درناوى وکړي.
کله کله دغه خيالونه دومره پراخېږي چې د اندېښنې سبب گرځي. ځينې ماشومان او ځوانان د خپل ذهن په خيالي نړۍ کې ډوبېږي. کله خو دوى خيال له واقعيت سره دومره گډوي چې ځان ته خيالي خويندې او وروڼه جوړوي او ان له هغوى سره په خاصه لهجه خبرې کوي. دوى خپل دې عمل ته دومره واقعي رنگ ورکوي چې ته وا له ملموسو او محسوسو کسانو سره اړيکي لري. په دې وخت كې ميندو او پلرونو ته اندېښنه ورلوېږي چې بچو ته يې هذيان پيدا شوى دى.
يوه ورځ يې ما ته يو څوارلس کلن زلمكى راوست. دغه ژڼى تر دې دمخه هڅاند تکړه زده کوونکى و، تر اووم ټولگي پورې په ښو نمرو کامياب شوى و. د اتم ټولگي په لومړيو کې يې درسونه پرې ايښي وو، له نورو سره يې خپل اړيکي شلولي وو او ارامې نړۍ ته يې پناه وړې وه. اغلباً له ځانه سره غږېده، په مخصوصه ژبه يې له نا ليدونکو افرادو سره خبرې کولې.
دى د يوې متوسطې کورنۍ يوازېنى اولاد و. مور او پلار يې د هغه په اړه تل يوه خوله وو، دى پر هغوى ګران و. د هغه په ارثي سوابقو کې هېڅ شکمن شى نه ښکارېده. په جسمي او عصبي معايناتو کې يې هم کومه ناروغي نه وه موندل شوې. په اول سر كې د ناروغ په شخصي سوابقو کې كوم ناسم شى ترسترگو نه شو خو تر اوږدو گروېږنو وروسته جوته شوه چې دغه زلمكي د لومړني ښوونځي په ټوله دوره کې د لوبو او درسونو یو ښه ملګری درلود. د ده د ملگري کورنۍ به تل دى هڅاوه او شاباسي به يې ورته ويله خو انډيوال يې د منځنۍ دورې تر پيلېدا د مخه د زده کړو لپاره يوه اروپايي هېواد ته استول کېږي. تر دې وروسته په دواړو کورنيو کې هر وخت د ده د ملگري د پرمختگونو خبرې کېږي. هرڅوك د هغه د ليکونو كيسې كوي. دغه زلمكى اول خو ډېره موده د دې وضعې پر وړاندې له سړې سينې کار اخلي، ځان پرې ناګاره اچوي خو وروسته يې په سلوک کې لږ لږ بدلون راځي. بيا داسې وخت هم راځي چې هرکله د ده د ملگري په هکله خبرې کېږي نو دى بې له ځنډه له کوټې څخه وځي. دى په اووم ټولگي کې هم د تېر په څېر په درسونو کې تکړه دى خو د اتم ټولگي په لومړيو کې پڅېږي. د مور او پلار يې دې ته پام کېږي چې هلک کور ته له راتلو سره سم د کوټې ور په ځان پسې بندوي او په لوړ غږ خبرې کوي. لږه موده پس پر ځان باندې دغه کنټرول هم له لاسه ورکوي، کله کله د نورو په مخ كې له خيالي افرادو سره خبرې کوي، له داسې عجيبه کارونو غږېږي چې له خپلو ناليدونکو ملگرو سره يې ترسره کړي. مور او پلار يې لومړى په بېلابېلو درملنو لاس پورې کوي خو د خپل يوه دوست په سپارښتنه ارواپوه ته ورځي.
د راغلي کس د مخينې او حالاتو لنډه يادونه مې ځکه وکړه چې کله کله په ماشوم يا زلمكي کې د يوه ژور پټ کړاو نخښې نښانې څرگندېږي. دا نخښې پر دې کړاو باندې د ماشوم د بري موندنې هڅې په ښه توگه جوتوي. کله کله له واقعي نړۍ څخه تېښته سړى په سومنابوليزم (somnambulism) يا په خوب کې د تگ په ناروغۍ اخته کوي.
ځينې وخت سړى د دې پر ځاى چې له خپل ځوروونکي چاپېریاله د خلاصون لپاره د خيال نړۍ ته پناه يوسي، په رښتيا سره له خپل محيطه لاس مينځي او هر څه خوشي کوي. دغه حالت «تېښته» نومېږي. د ژان ژاک روسو مشهوره تېښته هم د نورو تېښتو په څېر له مخکيني فکر او پلانه پرته تر سره شوه. روسو په ١٦ کلنۍ کې له ټولو ان له ځانه هم ناراض او اندېښمن و. يوه شپه يې د ښار دروازې پر خپل مخ باندې تړلې ولېدې، يوه شېبه وېرې اخيستى و خو وروسته يې ځان ازاد وگاڼه او وتښتېد. دى وايي:
«څومره چې د وحشت تر تلقين لاندې د تېښتې نقشه راته غمجنه ښکارېده، هماغومره پخپله تېښتې مجذوب کړى وم… يوازېنى احساس ازادي او خپلواکي وه چې پر ما يې اثر کړى و. ما گومان کاوه چې ازاد شوى يم. د الوتنې لپاره همدا بس و چې يو ټوپ وکړم او اسمان ته ورسېږم. ما په خوندي توگه په بې پايه نړۍ کې گام اېښوده. ګومان مې كاوه چې د خپلې وړتيا په بركت به په هر گام کې له خوښۍ، کانونو او نويو پېښو سره مخ كېږم.»
زموږ په عصر کې چې د کورنيو نظام شلېدلى او د کورنۍ د مشر واک څو واره کم شوى دى، دا ډول تېښتې لا په اسانۍ ترسره کېږي.
لس کلن «د» د ماشومانو د لارښوونې بنسټ ته راغلى و، هغه تر دې دمه څو ځله له خپل کوره تښتېدلى و. دى هوښيار خو حساس او نازك طبيعته هلک دى. مور يې همدا يو زوى لاره. مور يې څو کاله له خپل مېړه سره تېروي خو وروسته له لېوره سره تار ځغلوي، بيا له مېړه څخه طلاق اخلي او لېوره ته کېني. بل بچى زېږوي، له نوي مېړه څخه هم طلاق اخلي او له بل سړي سره واده کوي. «د» د خپل عمر څو کاله د پلار په کور کې په ناز او نعمت تېروي خو وروسته يې پلار هم بل واده کوي، ميرې ته يې خداى درې ماشومان ورکوي. کله چې ميره له «د» سره د پلار زياته مينه گوري، هغه سپکوي او رټي يې. «د» شديد غبرگون ښيي خو ښكاره ده چې پر ميرې يې زور نه رسېږي. سره له دې چې د «د» کورنۍ لږ عايد لري خو ده ته ښې جامې وراغوندي او ښه مکتب ته يې استوي خو دغه ظاهري ښېگڼې د هغه د باطن فرياد نه شي وژلاى. دى د ناخوالو په وجه له کوره تېښتي او تر ډېر لټون وروسته موندل کېږي. «د» اعتراف وكړ چې څنگه به يې ځان د شپې په تياره کې په تنگو تيارو کوڅو کې د خلکو د کورونو د دروازو شاته پټاوه چې د چا ورپام نه شي. بيا به چې کوڅې له خلکو تشې شوې، د خزلو په بېلرونو کې به پټ شو او سهار به يې خپله لاره وهله. دوو کسانو هغه هوايي ډگر ته څېرمه پيدا کړ او كور ته يې ولېږه. هغه د هوايي ډګر شاوخوا چېرته شپه كړې وه. د الوتلو هوس دې کار ته اړ ايستلى و. ده ويل چې غواړي پراشوټيست شي خو يوازې د مور مينې کولاى شول چې دغه تېښتېدونکى هلک له لالهندۍ وژغوري. د ليکوال په لارښوونه هغه د خپلې مور کره واستول شو. سره له دې چې مور يې په وس کې لا بدتره وه خو څنگه چې هلك هلته تر نورو مشر او پر ټولو بر و، خپل تعادل او ارامي يې بيا ومونده. دلته مور د هغه پلوۍ ده او پلندر (ميرنى پلار) يې هم ځوانيمرد او بې ازاره.
دلته بايد دې ټکي ته هم اشاره وکړو چې د لويانو د تسل ورکوونکي جبران ډېرې بېلگې د هغوى په هنري تخليقونو کې انعکاس مومي. هغه هنري تخليقونه چې هنرمن پکې د خپل واقعي حالت پر خلاف داسې انځور کاږي چې په حقيقت کې دى غواړي هماغسې اوسي، په همدې جبران کې شمېرل کېږي. ډېرى هنرمندان چې په تياتر او يا سينما کې د ډېرې خندا له لاسه د خلکو بډوډي ورخوږوي، په خپله خورا غمجن خلک دي.
«مولير» په «خيالي بيمار» ډرامه کې ځکه ناروغي نفي کوي چې پخپله يې له خپل روغتيايي حالته ډېره اندېښنه درلوده. همدارنگه ليدل کېږي چې د مغولو تر بريد وروسته، تصوف تر پخوا لا غوړېږي، گڼ شمير مولفان د تصوف لوى اثار پنځوي. دوى داسې مفاهيم رانغاړي چې په هغو کې د خيال د نړۍ پر وړاندې خنډونه له منځه وړل شوي دي. دا ځکه چې په دې وخت کې ملي احساسات د يرغلگرو تر پوندو لاندې زخمي شوي وو.
بېرته به اصلي مطلب ته راوگرځو: دا به مبالغه نه وي چې د ځينو زلمكو بد او انحرافي عادتونه د حقارت زېږنده وبولو او دا له واقعيت څخه تېښته وگڼو؛ ځکه چې دلته هم چاپېريال د هغوى د هوسونو پر وړاندې خپلې دروازې تړي او دوى مجبورېږي چې له خپل بدن څخه مرسته وغواړي او ځان تسل کړي. په دې توگه تنکي ژڼي يوازې پخپله د خپل خصوصي ژوندانه شاهدان پاتې کېږي. ايا د خاطراتو محرمانه کتابچې به په ځينو مواردو کې له ځانه سره د معاشقې څرگندې بېلگې نه وي؟