تشنجات څنګه له اوسپنیزکانکریټي پایې تهداب ته انتقالیږي؟ How Stresses are Transferred from R.C. Columns to Footings?
د تهداب د ښه ډیزاین لپآره له پایو څخه ته تهداب ته د تشنجاتو(د واردو شوو بارونو له امله ) انتقال باندې پوهیدل ډیره مهمه ده .د پایو په بیخ کې فکتوري قوې او مومنټونه اتکا کوونکو تهداب ته د کانکریټ د زغم ظرفیت او طولاني سیخانو په غزولو او یا هم د نښلونکو سیخانو(dowels bar ) په ورکولو سره انتقالیږي.هر تنخنیک چې کاریږي باید د ډیزاین کوډ لکه ACI 318-14 مشخصات په پام کې ونیول شي.دسیخانو ترتیب باید داسې ترسره شي چې تهداب ته او بیا ورلاندې خاورې طبقې ته د تشنجاتو ویش په منظم ډول ترسره شي.
له پایې څخه تهداب ته تشنجات څنګه انتقالیږي. How Stresses are transferred from Columns to Footings?
لومړی .تهداب ته د طولاني سیخانو غزول . Extending the Longitudinal Steel into the Footing
1) سیخان غزول باید داسې ډیزاین شي څو هغه قوې انتقال کړي کومې چې د اتکاشوي عنصر یا هم تهداب د کانکریټ مقاومت برداشت قابلیت له فشاري قوو زیاتې او یا هم د پایې –تهداب د تقاطع د کششي قوو له اندازې زیاتیږي نو غزول شوي سیخان به دا اضافي دا قوې ولیږدوي.
2) لږ ترلږه څلور سیخان باید وغزول شي.
3) د تشنجاتو انتقال سیخان باید په په تهداب کې په کافي اندازه واټن سره ننویستل شي څو په پایه کې منځ ته راغلي تشنجات په راحت سره پایې کانکریټو ته ولیږدوي.
4) په هرحالت کې لږترلږه د پایې د عرضي مساحت د 0.5% په اندازه سیخان باید د بار انتقال لپاره وکارول شي.
دویم .نښلونکي سیخان . Dowel Bars
1) نښلونکي سیخان باید داسې ډیزاین شي څو هغه قوې انتقال کړي کومې چې د اتکاشوي عنصر یا هم تهداب د کانکریټ مقاومت برداشت قابلیت له فشاري قوو زیاتې او یا هم د پایې –تهداب د تقاطع د کششي قوو له اندازې زیاتیږي نو نښلونکي سیخان به دا اضافي دا قوې ولیږدوي.
2) لږ ترلږه څلور سیخان باید ونښلول شي .
3) د نښلونکو سیخانو قطر باید پایې سیخانو قطر څخه له 0.15 انچه زیات نه شي.
4) که د نښلونکي سیخ اوږدوالي د تهداب له ژوروالي څخه 3 انچه څخه کم وي ،کم قطر لرونکي سیخان به همغه محاسبه شوي مساحت په پام کې نیولو سره وکارول شي او یا هم یوریخت کانکریټي خولۍ باید ورکول شي څو د کانکریټي ژوروالی زیات شي.
5) نښلونکي سیخان باید وکولی شي د پایې په هرمخ کې لږترلږه دپایې کششي ظرفیت وزغمي .
6) نښلونکي سیخان باید په پایه کې د فشاري سیخانو د پیوندولو اوږودوالي (lapping)په اندازه واټن کې وغزول شي.