• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

تشه لاسه دښمن مې ته یې

Home اروا پوهنهتشه لاسه دښمن مې ته یې

تشه لاسه دښمن مې ته یې

په اروپا کې د زړه ډاکټرانو ټولنې په یوه څېړنه کې ثابته کړې، چې مفلسي او مالي ستونزې د شدید سټرېس لامل ګرځي او دغه چاره د زړه د حملو کچه ۱۳ سلنه لوړوي. د دې څېړنې پایلې د جنوبي افریقا د زړه ډاکټرانو په کلني کنفرانس کې، چې په جوهانسبرګ کې جوړ شوی و، اعلان شوې. د جوهانسبرګ ښار په یوه روغتون کې په ۳۰۰ ناروغانو چې د زړه له حملې کړېدل په دې اړه څېړنه شوې چې ایا د زړه حملې یې د مالي ستونزو له کبله دي که نه؟ څېړونکو دغه راز ځینې نور کسان هم تر څېړنې لاندې نیولي دي، چې مخکې یې د زړه د حملې کومه مخینه نه درلوده. د څېړنو پایلو ثابته کړې ده، هغه کسان چې مالي ستونزې لري د زړه د حملې ګواښ پکې شپږ سلنه دی، خو هغه کسان چې بیا له سختو مالي ستونزو سره مخ دي دغه ګواښ پکې ان ۱۳ سلنه ښودل شوی دی. د زړه حمله هغه ناروغي ده چې له امله يې په نړۍ کې ګڼ کسان ژوند له لاسه ورکوي. ډاکټرانو یې عوامل بېلا بېل په ګوته کړي دي، خو دې نوې څېړنې ثابته کړې چې مالي ستونزې هم د زړه د حملې لامل کېدای شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

طبیعت د فکر کولو لپاره تر ټولو ښه ځای!

Jul 25, 2018

هر څوک چې په طبیعت کې ګرځي، په یو ډول[...]

له فزیکي اړخه فعال خلک ډېر عمر کوي

Jan 2, 2018

امریکایي څېړونکي وایي، د ورځې شل دقیقې پلی تګ مو[...]

مېرمنې ته مو توهین مه کوئ

مېرمنې ته مو توهین مه کوئ

Aug 22, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي د پوهنتون استاد ډاکتر جان ګاتمن وایي:[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022