• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

تصمیم  د ستونزې د حل هنر

Home لومړيتوبتصمیم  د ستونزې د حل هنر
تصمیم  د ستونزې د حل هنر

تصمیم  د ستونزې د حل هنر

ژباړه : کوچۍ

موږ ټول غواړو چې د تصمیم نیولو ځواکمنه وړتیا ولرو خو تصمیم نیونه له هر څه نه وړاندې د ستونزې د حل هنر دیتر هغو چې کومه ستونزه شتون ونه لري نو د حل  لار یې هم نشته او تر هغو چې د حل بیلا بیلې لارې  مو مخې ته پرتې نه وي د تصمیم نیولو خبره منځ ته نه راځي.

موږ انسانان د تصمیم نیولو لپاره د ستونزې په تعریف او پيژندنه کې  ډيرې زیاتې تیروتنېاو ستونزې لرو، ډیری وخت موږ یوه ستونزه پرته له اګاهانه تحلیل، څیړنې او فکر نه د خپل عادت له مخې پيژنویا  تعریفوو،ښايي همدا لامل وي چې  دمدریت اوپوهې د برخې ډیری پوهان او مشران د تصمیم نیونې او د ستونزې د حل په پرتله د ستونزې په پېژندنه او تعریف ډير ټینګار کوي.

که چیرې د یوې ستونزې د حل لپاره یواځې یو ساعت ولرو، دیو ساعت ۵۵ دقیقې د ستونزې دقیق تعریف او پيژندنې ته ځانګړی کوو.
البرت اینشټین

دلته   یو لړ هغه پوښتنې وړاندې کوو چې  کولای شي دیوې ستونزې په ښه ډول طرح کولو کې مرسته وکړي:

۱ـ ایا دغه ستونزه په بنسټيز ډول په ما پورې اړه لري؟

ډيری خپل ډیر وخت او ځواک  د هغو ستونزو په ارزونه او څیړنه کې کاروي چې له اره په دوی پورې اړه نه لري، لکه  دیوه شرکت کارکوونکی خپل ډیر وخت د انټر نیټ په کارولو تیروي، موږ غواړو دغه ستونزه وارزو او د هغه په اړه خپل تصمیم ونیسو.

مهمه پوښتنه داده  چې ایا له انټرنیټ نه د خپلو شخصي کاروونو لپاره ګټه اخېستنه په موږ پورې اړه لري او کنه؟

د دې پوښتنې ځواب د یوه فرد او د یوه کاري چاپیریال په اصولو او شرایطو پورې تړلی دی،ښايي د خپل انټر نیټ د ټرافیک ټول شخصي کارونه او دفایلونو ډانلوډول به په خبل دفتر کې تر سره کوي، نو په دې صورت کې دا ستونزه د هغه دفتر په مدیر پورې اړه پېدا کوياو هغه باید په دې اړه خپل تصمیم ونیسي.
خو زموږ اصلي اندېښنه د  انټرنیټ د ټرافیک بحث نه دی، کاشکې د کارکوونکو  کړنې زموږ اندېښنه یاستونزه وي، که چیرې داسې هم وي( له انټر نیټ نه د شخصي مسایلو لپاره ګټه اخېستنه)، نو دا ستونزه د هغه دفتر دمدریت مسولیت او ستونزه نه ده او اړتیا نشته چې دغې ستونزې ته د حل لارې ولټوي، د دې پر ځای دی د دفتر مدیر د خپلو کارکوونکو هغه کړنې تر پام لاندې ونیسي چې له دفتره یې دباندې تر سره کوي،

کله چې دویمه ستونزه په دقیق او حرفوي ډول حل شي،  زموږ پام دې ته را اوړي چې له انټر نیټ نه د خپلو شخصي کارونو لپاره ګټه اخېستنه ،  دکارکوونکو تر ټولو ارزانه د  دمې یا استراحت لار ده، که چیرې انټر نیټ نه وي نو مدیر اړ دی چې خپلو کارکوونکو ته یوه بله لار ومومي چې هغوی د کار په مهال لږه دمه واخلي، لکه :

۱ـ تلیفوني اړیکو ته لاره هوارول، دا نه یواځې ګرانه تمامیږي ورسره د اړیکو پر مهال خبرې اترې او لوړ غږ د نورو د مزاحمت او ستړیا سبب ګرځي.

۲ـ تفریح او دتفریح په مهال د چایخانې  منځ ته راوړل چې دا هم د ډیر وخت له لاسه ورکول اوډيرې پېسې مصرفول غواړي.

داسې ډيری نور وړاندیزونه چې د دفتر مدیر به ونشي کړای چې دخپلو کارکوونکو کنټرول وکړي او یا د انټرنیټ په کچه یې بیه ټیټه وي، نو ښه دا ده چې  مدیر انټرنټ غوره وبولي او کارکوونکي یې هم خوښ وي.

دغه ستونزه  په کورني چاپیریال کې هم کولای شو تر بحث لاندې ونیسو، لکه:

یو مور او پلار د خپلو بچو له ناوخته ویدیدو سره ستونزه لري، دوی باید تصمیم ونیسي چې څه وکړي، خو اړینه ده چې دغه مور او پلار ستونزه ښه وپيژني، چې ولې د خپلو بچو له ناوخته ویدیدو سره ستونزه لري؟ کله چې ستونزه ښه وپيژني هغه وخت د حل څو لارې موندلی شياو خپل تصمیم  د غوره لار په ټاکلو سره نیولی شي.

لکه دغه  مور او پلار د خپلو بچیو د ویدیدو له وخت سره کومه ستونزه نشته خو دوی غواړي چې بچي یې د لوست په ټولګي کې او د ورځې په پيل کې  ښه روحیه او ډيره انرژي ولري.

په پورتنیو پوښتنو کې باید اره موضوع هیره نه کړو، اره موضوع داده چې ښه تصمیم هغه مهال نیولی شو چې د ستونزې به اړه ښه وپوهیږو او ستونزه ښه وپيژنو، کنه کیدای شي چې  موږ په وړاندیزونو او لارو پسې وګرځو چې یواځې زموږ په فکر پورې اړه لري.

د تصمیم نیولو دستونزې د حل اتل هغه څوک دی چې ستونزه یې په رښتني ډول موندلې پیژندلې او څیړلې وي

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

هغه پلمې چې هيلو ته ستاسې د رسېدو مخنيوی کوي

هغه پلمې چې هيلو ته ستاسې د رسېدو مخنيوی کوي

May 22, 2015

موږ ټول خپلو هغو سترو هيلو ته د رسېدو لپاره[...]

د بریالیو خلکو ورځني عادتونه

د بریالیو خلکو ورځني عادتونه

Jan 27, 2016

راټولونه:  لاهورخان منګل ټول ارمان لرو چې بریا ته ورسیږو،[...]

نيمګړې پرېکړه

نيمګړې پرېکړه

Aug 1, 2015

زموږپريکړې نيمګړې دي! وانګيرئ  چې: تاسې ته واک درکول شوی[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d