لیکنه: جاوید آفتاب
د غوره فكر ځانګړتياوې :
هغه څوك، چې د ښه او غوره فكركولو ځواك لري له نورو څخه په ځانګړتياو كې بيل وي چې هغه دادي:
1. د چارو په حقايقو ژور فكر كول، يواځې په سر سري نظر باندې بس والې نه كول.
2. په بشپړ صداقت، زيار، او صبرسره په فكر كې ژور تلل تر څو انسان هغه غوره حالت د فكر ته ورسيږي، چې مخكې ذكر شو.
3. فكرې نا پيلتوب، خپلواكي او د نورو پيښو څخه ډډه كول، لكه ځينې خلك چې خپل فكر د وروستۍ اوريدلې خبرې يا د وروستي لوستلي كتاب پربنسټ جوړ كړي، داسې انسان خپل فكر او نظر بدلوې، لكه اسفنج چه د هر ډول اوبلنود جذبولو خاصيت لري.
4. د باندنی عالم، چې ستا د فكر مو ضوع ده او د داخلي انګيزو، نفسياتو، تجربو او معلوماتو ترمنځ يوځايوالی اوپدې كې توازن او برابرتيا ساتل.
5. په څرګندو او معنا لرونكو تورو د خپل فكر څر ګندونه كول، ځكه كه د غوره فكر ښكاروندی ښه ژبه او الفاظ نه وي، داسې بريښې لكه خاورو كې پټ لعلونه، چې ګټه ترې نه اخيستل كيږي، بلكې ښه الفاظ د غوره فكر نښه ده.
6. خپل احساسات، انګيزې او مشاعر تلل او له قابو لاندې ساتل او هر وخت د هغې نه منل، كيدای شي، چې ناسم وي او په غلطه لاره مو سم كړي.
لكه يوسړي يوموټر وليدو،چې په لاره كې ودريده، يو کوچنی، چې وينې ترې بهيږي له ځان سره اوچت كړو كوچني ته ښه په ځير شو ويې پېژنده، چې زوی يې دی بې درنګه يې د ډريور په وهلو پيل وكړ، فكر يې كاوه، چې همده په موټر وهلی دی، مګر وروسته څرګنده شوه ، چې بل موټر وهلی او ډريور يې تښتيدلی وو او دې ډريور ورسره د ژغورنې مرسته كړې وه.
د يوشي په اړوند د تفكر لا ملونه:
هلته ډير پنځيز، شخصې، خارجې او لاس ته را وړي لاملونه شته، چې د هغه شي په اړوند چې د فكر موضوع ده د تصور او تفكر د مقدار ټاكنه كوي، چې مهم يې دادي:
1. عقل او د هغه ځواك او برلاستيا: د خلكو تر منځ د عقلي ځواك په هكله ډير توپير شته چې دا توپير د اصلي زېږيدنې او يا د عقل د روزنې اوصيقلولو له امله وي، ځينې خلك ډير تيز، غښتلی او ځلانده فكر لري، چې د شي حقيقت ته په لږه اشاره رسيږي، او ځينې نور لټان بيا د څرګند حقيقت په پوهيدوكې هم ستونزه لري، د دوی تر منځ ډير زيات توپير او تفاوت وجود لري.
2. د پينځه ګونې حواسو ځواك او سلامتيا: ځكه حواس د عقل او د هغه شي ترمنځ، چې د فكر موضوع ده واسطه ګڼل كيږي كله، چې حواس سم نه وي د عقل څخه نقل شوي معلومات هم ناسم اونيمګړي وي.
د خلكو تر مينځ د حواسو په هكله هم ډير توپير وي، چې له دې امله د يوشي په تصور كې هم توپير رامنځته كېږي.
3. ژبني معلومات: ځكه د ژبې په توسعه د شي ستاينه صورت نيسي كله، چې ژبني ادب او تعبير كې مهارت زيات ولري په هماغه اندازه كولای شي، چې د شي ښه تعريف، ستاينه او هر اړخيز معلومات په ښه توګه څرګند كړي.
4. د انسان عقايد او ارزښتونه په فكر او تصور كې ستر نقش لري: چې په عقايدو كې په غيبیاتو ايمان لرل، ملې منسوبيت، په چاپيريال كې د شيانو په حقيقت ايمان او همدارنګه د انسان په وسايلو ايمان او د هغه په ځواك او وړتيا او د هغه د نقش په حقيقت او دندې ايمان لرل دي.
5. هغه شی چې د فكر موضوع ده او د حقيقت په هكله يې تصور كوي او څلور خواوې يې ټاكي په هغه ښه پوهيدل، تر كومې اندازې، چې د هغه په هكله ژور او دقيق علم ولري په هماغه اندازه يې تصور هم سم لاس ته راوړای شي .
د فكر په وړاندي ستونزې:
1. په خيالونو چرتونو او بې ګټې وهمونو كې اوسيدل او د واقيعتونو څخه سترګې پټول: د انسان چرت وهل هله ګټور وي، چې د واقيعت د انكشاف ترقۍ او نوښت لپاره په معقوله اندازه وكارول شي هسي نه، چې كار پريږ دي د ناشونو په دريابي خيالونو كې د واقعيتونو څخه لري لاهو شي، دا د انسان د فكر لپاره وژونكې ناروغي او خطرناك رنځ ګڼل كېږي.
2. د كمزورۍ او عاجزۍ په پلمه هرڅه پريښودل ـ پدې ګومان، چې هيڅ نه شي كولای، ګواكې دغه ډول انسان په خپله خوښه خپل عقل او فكر بيكاره او معطل كړـ زيار اوباسه، چې دښمن ته د داسې وړيا ډالۍ چې شيطان ته يې وړاندی كوي د بري چانس ورنه كړي.
3. د ډيرو فكرونو او فرصتونو په وخت د يو انتخاب په هكله مناسب اقدام نه كول ان تردې، چې د تشويش او بي زړه توب له امله ټول فرصتونه دلاسه وركړي.
4. په پټو سترګو د نورو تقليد او پيښې كول، په بل پسې بې تفكيره تلل، ځان په لټۍ او بيكارۍ روږدې كول، د فكري خپلواكۍ او نوښت څخه ويره لرل.
5. له بيكاره او بې هدفه خلكوسره ملګرتوب كول، ځكه كله، چې انسان د روڼ اندواو نيكو خلكو سره ناسته ولاړه ولري هرومرو ترې متاثره كيږي، د ښوصفاتو د خپلولو حس ورسره پيدا كيږي، او همدارنګه لټان او بيكاران هم په خپلو ملګرو اغيزه لري.
6. عقل او فكر پداسې څه كې لګول، چې د هغه لپاره پيدا شوي نه وي او همدارنګه فكر نه كول هم د عقل ضياع او د لوی نعمت ناشكري ګڼل كيږي.
عقل د ځواك او اختصاص له جمبې څخه بهر كارول بې ګټې او بې معنا زياردی، لكه د الله تعالي د صفاتو په كيفيت، تقديراتو او د اخرت په غيبياتو كې فكركول، ځكه داهغه څه دي چې الله تعالي انسان ورڅخه عاجز كړی دی او يواځې په خپل علم پوری يې محدود كړي دي.
7. بيكاري او په ګټور كار ځان نه مصروفول، فكر ګرځنده او متحرك دی كه په سم او ګټوركار دې مصروف نه كړ، خامخا دې په باطل او ناروا مصروفوې.
8. په خپل كار او دنده بسنه نه لرل، د اړتيا، ريا، يا د نورو په خاطر كاركول، د نه قناعت سره سره خپل ځان د هغه په هكله فكر كولو ته مجبورول، پدې حالت كې هيڅكله ژور فكر صورت نه نيسي، كاربه د ترقۍ او نوښت څخه پرته په عادي ډول په ټيټه درجه كې روان وي.
9. طفيلي عادت، يا په نورو بشپړه اتكا كول ان تردې، چې په ځانګړو چاروكې هم د نورو څخه دا هيله لري، چې د هغه پرځاى فكر وكړي عقل او فكر يې جامد شي او لكه طفيلې نبات د نورو په مرسته او څانګو پورته ځي كله، چې هغه څانګې وچې شي، د دې ژوند ورسره هم پای ته ورسيږي، مګر د نورو سره مشوره يا په ښه كار كې ترينه ګټه كول نه يواځې دا چې ناوړه خبره نه ده بلكې د عقل غوښتنه ده.
10. د حواسو لټي، ځكه حواس د فكر كړكۍ او د عقل لاره ده، لكه سترګې، غوږونه، لاسونه، ژبه او پوزه (باصره – سامعه – لامسه- ذائقه – اوشامه) هر كله، چې انسان خپل حواس په ګړندې كاركولو او احساس روږدي كړي تل ترينه ښه ګټه اخيستلاي شي او چې كله يې په لټۍ اوبيكارۍ عادت كړي له كاره ولويږي اوحال يې داسې شي لكه چې الله ج تعالي فرمايې (وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالإنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالأنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (د الاعراف سورت، ۱۷۹اّيت.
ژباړه: دوزخ ته مو ډير انسانان او پيريان پيداكړي دي ځكه دوۍ په زړونو پوهه نه كوي، په ستر ګو ليدل نه كوي، او په غوږونو اوريدل نه كوي، دوی لكه د څارويو په څير بلكې له هغوی څخه هم ډير بې لارې دي، هغوی غافلان اوناپوهه دي.
11. د جدال او ځان ښودنې په ازميښت كې واقع كيدل، ځكه دا ناوړه صفت انسان په مقابل لوري د بري لپاره د باطل پلوۍ ته هڅوې، چې د خلكو ترمنځ د كينې او دښمنۍ سبب ګرځي، يووالي اواتحاد ته زيان رسوې، د انسان فكر او شخصيت ته بې ګټې مصروفيت او تشويش پيدا كوي، د نوښت مخنيوى كوي.
په اسلامي نړۍ لید کې د فکر رول
اسلامي نړۍ لید فکر د انسان تر ټولو ستره شتمني بولي او انسان ته یې د همدې شتمنۍ د درلودلو په خاطر ډیر ستر مقام ورکړی دی او خپلو لارویانو ته یې همیشه (افلاتعقلون )، (افلا تتفکرون) او (افلا تتدبرون) ویلی دي، ترڅو له معقولیت، تفکیر، تدبیر او هوښیارۍ څخه په کار اخستنه او حقیقتونو ته د رسیدوپه موخه د انساني عقل په ملتیا له دغه شتمنۍ څخه کار واخلي.
مګر دا نړۍ لید پوهیږي چې د انسان عقل هغه د امام شافعي په خبره چي د انسان فکر تر یوې پولي ( سرحده ) کار کوي او هلته یې دنده پای ته رسیږي او له هغه څخه یو قدم ها خوا کار نه کوي او نه یې کولای شي، نو پدې خاطر بیا یوه بله پدیده موږ ته راښي، چې هغه د وحې پدیده ده.
مومن انسان همیشه حقایق په دقیقه توګه مطالعه کوي او خپل ایمان د هغه سره مطابق جوړه وي.
کله چې زه په کور کې ناست یم د کور د وره زنګ ووهل شي، زما حس خپله دنده ترسره کوي او ماته خبر راکوي، چې د وره زنګ دی، نو د اوریدو حس خپله دنده ترسره کړي ده، مګر اوس د لیدو حس ناتوانه دی، لیدل نشي کولای، ځکه په وړاندې یې دیوال دی، ور دی، چې د ده مخه یې نولې ده، پدې وخت کې عقل ته رجوع کیږي، عقل موږ ته وایي، چې د وره زنګ به د پلاني سړي لخوا وهل شوی وي، اوس زه د عقل او ذهن په ملتیا دا پړیکړه کوم، چې د وره شاته خامخا څوک شته، خو فکر کوم، چې دا به څوک وي، ایا هغه نر دی او که ښځه ده؟ او یا هم کیدای شي یو داسې حیوان وي، چې زده کړه ورکړل شوې وي؟ دا خیالونه زه له ځان سره کوم، مګر حس ماته ځواب نه راکوي هغه خپله دنده ترسره کړه ، عقل وایي زه کار نه کوم، ځکه عقل خپل معلومات له حس څخه اخلي او د هغه معلوماتو سره سم کار کوي، چې عقل یې ورکوي، نو عقل هم ځواب نه راکوي.
اوس د ستونزې د حل لپاره یو لاره شته هغه دا ده، چې یو ماشوم کولای شي، چې دا ستونزه حل کړي. کوچنی ماشوم وره ته لیږم، چې وګوري څوک دی؟ کوچنی بیرته راځي او وایې چې فلانی کس څوک دی؟ یو داسې څوک دی، چې ما هیڅ فکر نه کاوه، چې هغه به زما کور ته راشي، مګر زه د دې په خاطر چې عقل او حس مې عاجزه شوی دی مجبوره یم، چې د کوچني ماشوم خبره ومنم.
ولې باید د ماشوم خبره ومنم؟ ځکه ماشوم هغه لیدلی دی احساس کړی یې دی او ما نه دی لیدلی، نو پدې اساس زه د هغه ماشوم خبرو ته تسلیمیږم او د وره په لور ځم ګورم چې رښتیا هم هغه څوک دی کوم چې ماشوم ویلي وو.
اوس یو پوښتنه راته پیدا کیږي، چي ما ولې د ماشوم خبره ومنله ؟ او د عقل او حس څخه می ګټه وانه خسته؟ ما کوښښ وکړ مګر عقل او حس مې منفي ځواب راکړ او زه مجبور شوم چې د هغه ماشوم خبرو ته تسلیم شم.
زموږ خوږ او ستر نبي کریم حضرت محمد (ص) به همیشه په عقل باندې تاکید کړی.
کله چې انسان عقل ولري، نو هر څه لري او عقل ونه لري هغه انسان نیمګړی دی د عقل په واسطه هره نیمګړې لاره تکمیلیږي د عقل په واسطه کولای شو، چې په هره لاره د تلو توان ولرو او په ښه توګه په خپل نفس باندې باور ولرو په دې نړۍ کې الله ج ټولو انسانانو ته په یوه اندازه عقل نه دی ورکړی. یو څوک ډیر عقل لري او بل څوک لږ عقل لري، خو بهتره انسان هغه دی، چې خپل عقل ته انکشاف او پرمختګ ورکوي او همیشه روښانه فکر ولري.
د معراج سفر لپاره جبرائیل ع پیغمبرص ته وفرمایل څرنګه چې سخت سفر لرې اللهج په دې سفر کې درې فرشته ګمارلي چې یوه باید انتخاب کړې.
د عقل پرښته ـ ایمان پرښته – حیا پرښته
نو په دې وخت کې پیغمبرص د عقل پرښته انتخاب کړه.
جبرائیلع ورڅخه وپوښتل څنګه دې د عقل پرښته انتخاب کړه؟
پیغمبرص وفرمایل :هر څوک چې عقل ولري ایمان او حیا هم لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخځلیکونه:
۱ـ عظیمي، پوهیالی شرف الدین،۱۳۹۱ هـ ش، عمومي ارواپوهنه لکچر نوټ ،ښوونې او روزنې پوهنتون ، ۲۷ مخ.
۲ـ القرني، دکتور عایض،(ژباړه: دکتور شفیق الله امین) تاند ویب پاڼه ، د بریالیتوب لار له کتاب څخه.
۳ـ داعي، پوهنیار عبدالظاهر(ژباړن: محمود مرهون) ،اسلامي نړي لید،اللزهر خپرندویه، کال ۱۳۸۹، مخ، ۱۲/۱۳.
۴ـ بيلا بېلېانټرنټي سرچینې.