لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د رمضان د مبارکې میاشتې د تېرېدو څخه وروسته اختر د مسلمان په ژوند کې د خوښیو تر ټولو ستر جشن ګڼل کېږي چې د یو لوی عبادت د سرته رسولو وروسته په لومړي ځل ورته د لوی خدای (ج) له خوا او د ورځې له لوري د روا نعمتونو څخه د استفادې اجازه حاصلېږي. البته داسې اجازه چې د رمضان په میاشت کې له ټاکلي مهال وېش پرته چې د شپې لومړۍ او وروستۍ برخې دي، د ورځې پر مهال په نوموړو نعمتونو باندې د استفادې شرعي بندیز لګول شوی وي.
د اختر په ورځو کې روا خوښۍ، مناسبه تفریح، د دوستانو کورنو ته تلل، له یو بل سره لیدل او د ټاکلو حدودو په چوکاټ کې ساعت تېري ښه کار دی چې د اسلامي ټولنو وګړي له دې فرصت څخه مناسبه ګټه پورته کړي او خپلې خوښۍ له یو بل سره په دوستانه چاپېریال کې شریکې کړي. خو دا خبره حقیقت لري چې یو شمېر وګړي د اختر د ورځې خوښي یو داسې حد ته رسوي چې له روا سرحدونو څخه تجاوز کوي او د ثواب پر ځای شاید د ګناه لور ته ور نږدې شي چې دغه کار د ټولنې د وګړو د سالمې روزنې پر بهیر باندې منفي اغیزې کوي. د ساري په توګه د افغانستان په حاضر وخت کې زیاتره شخصي تلویزیوني چینلونه د اختر په ورځو کې محدود شمېر ښه پروګرامونه خپروي خو د خپلو خپرونو زیاتره برخه یې داسې څیزونو ته ځانګړې کړې وي چې په هېڅ راز زموږ د ټولنې د وګړو د دیني، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو او د اختر له آدابو او دودونو سره سمون نه لري. موږ د دې ډول پروګرامونو ځینې نمونې د خپلې لیکنې په دې برخه کې را اخلو.
لومړی: جګړه ییز سریالونه
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د افغانستان زیاتره شخصي تلویزیوني چینلونه د اختر په ورځو کې داسې بهرني جګړه ییز سریالونه خپروي چې د تلویزیون په سکرین یوازې د سرو وینو رنګ، د وهلو، بدماشۍ، جګړې، یرغل او غچ اخیستنې ناوړه صحنې ښکاري چې د ټوپک، چاړې، تورې او حتې د لویو وسلو د استعمال په وسیله یې حرکات اجرا کېږي. د دغه راز فلمونو زیاتره برخه هندي، ترکي او اېراني وي خو کله کله کوم یو انګلیسي، امریکايي، پولندي او د نورو هېوادونو سریالونه هم پکې پیدا کېږي چې له ځینو سره پښتو او یا دري ژباړې هم وي. په داسې حال کې چې افغاني ټولنه، خلک او ځوان کهول د یوې سترې غمیزې د اغیزو، جګړو، ناخوالو، یرغلونو، غچ اخیستنو، مرګونو او وژنو زرګونه صحنې او نقلونه په خپلو ذهنونو کې له ځان سره لري او له دې بدمرغې مرحلې څخه د سولې، ثبات او هراړخیز ټیکاو په لوري د ګام اېښودلو له کشمکش سره مخامخ دي نو آیا د تلویزیوني چلینونو له لارې د داسې مبتذلو، درواغجنو، انحرافي او له تاوتریخوالي څخه د ډکو صحنو خپرول به د دې ټولنې په یوه حساسه مرحله کې د روانې غمیزې د پای ته رسولو سره مرسته وکړي او که به هغه نوره هم و غزوي؟ آیا زموږ د خلکو او ځوان نسل په ذهنونو کې د جګړو، تاوتریخوالي، یرغل او انتقام هغو ناولو پدیدو ته نوره هم پراختیا ورکول په کار دي چې همدا اوس یې متاسفانه په دې جګړه ځپلي هیواد کې زرګونه نمونې ښکاري؟ آیا دغه راز خپرونې هغو کسانو ته د جګړه ییز فعالیت زمینه نه پراخوي چې د دین تر نامه لاندې د هېواد وګړي او آبادي د ټوپک او خطرناکو بمونو په وسیله له منځه وړي؟ له بده مرغه همدا اوس په هېواد کې په سلګونو داسې غم لړلې پېښې تکرارېږي چې تلویزیوني چینلونه یې د سریالونو په وسیله درواغجنې صحنې بیا بیا دغه ځورېدلي او زخمي ولس ته وړاندې کوي.
دویم: درواغجنه مینه او بربنډې صحنې
د زیاترو تلویزیوني چینلونو له لارې د اختر پر مهال داسې پروګرامونه خپرېږي چې د ځوان هلک او ځوانې نجلۍ د درواغجنې مینې لړۍ پکې روانه او د لسګونو بربنډو صحنو او رقصونو درلودونکې وي. په دې توګه چې یو هندي هلک او یوه هندي نجلۍ تر ډېرو ستونزو وروسته په ناروا توګه خپلو هیلو ته رسېږي، یو ځای رقص کوي او داسې صحنې وړاندې کوي چې د افغاني ټولنې له اسلامي بنسټونو سره په تضاد کې دي او زموږ په اصیله افغاني ټولنه کې دغه راز صحنې او د هغه لیدل هېڅ راز مقبولیت نه لري. په همدې توګه ترکي سریالونه چې زیاتره یې انحرافي او ګمراه کوونکی فکر او صحنې خپروي. باید وویل شي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ټول اړوند اړخونه په دې هکله دروند مسوولیت لري څو دغه د پردیو په خدمت کې ګومارل شوي تلویزیوني چینلونه مهار کړي او له دې پرته دغه د زهرو غوړپ د ټولنې د وګړو د زوال او انحراف اسباب برابرولی شي. د دې ډول انحرافي پروګرامونو بله نمونه هغه هندي ویدیويي سندرې دي چې د اختر پر مهال تقریبا په ټولو تلویزیوني چینلونو کې په داسې درز سره روانې وي چې په نوي ډهلې کې هم په دومره شور او شوق سره نه خپرېږي. البته دغه ډول زیاتره سندرې د هندي نغمو او ساز سره یو ځای د ځوان هلک او ځوانې نجلۍ په وسیله په نیمه بربنډ شکل او داسې حرکاتو سره اجرا کېږي چې زموږ د ټولنې له آرونو سره هېڅ راز اړخ نه لګوي. خلک فکر کوي چې آیا دا لیونتوب دی او که څنګه چې موږ په یوه پردي ناروا کلتور باندې داسې زړونه بایلو چې حد او اندازه نه لري. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…