لیکنه: اندیال ساپی
الله جل جلاله صدقه کونکو ته د اجر او ثواب ورکولو په اړه فرمایې:(( الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُم بِالَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ)). [سُورَةُ البَقَرَة : 274].
ژباړه: كوم خلك چي خپل مالونه شپه او ورځ په ښكاره او په پټه لګوي، د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او هغو ته هيڅ وېره او اندېښنه نشته.
لومړی:صدقه مال د زیاتوالی او رزق د پراخوالی لامل ګرځي:
الله جل جلاله فرمایې:(( يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبٰوا وَيُرْبِى الصَّدَقٰتِ)). [سُورَةُ البَقَرَة : 276]
ژباړه: الله سود له منځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي.
رسول ﷺ فرمايلې دی:«مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ».رواه مسلم
ژباړه:صدقه او خیرات مال نه کموی.
دویم: صدقه او خیرات د ناروغیو درملنه ده:
رسول ﷺ فرمايې:«دَاوُوا مَرْضَاكُمْ بِالصَّدَقَةِ، وَحَصِّنُوا أَمْوَالَكُمْ بِالزَّكَاةِ، وَأَعِدُّوا لِلْبَلَاءِ الدُّعَاءَ».أخرجه البیهقي وحسنه الألباني.
ژباړه: تاسى خپل ناروغان په صدقه تداوى کړئ، شتمنی مو په زکات وژغورئ، مصیبت او سختۍ ته دعا چمتو کړئ.
دریم:صدقه د خپل څښتن د ایمان د صحت دلیل دی:
نبی ﷺ فرمایې:«… الصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ». رواه مسلم.
ژباړه: صدقه او خیرت ستاسی لپاره دلیل دی.
څلورم: صدقه نیکې او پرهیزګاری ته د رسیدو لامل دی:
الله جل جلاله فرمایې :((لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتّٰى تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَىْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ)). [سُورَةُ آل عِمرَان : 92]
ژباړه: تاسي نېکۍ ته هیڅكله نشئ رسېداى تر څو خپل هغه شيان (د خداى په لار کښي) ونه لګوئ چي تاسي ته ګران وي؛ او څه شى چي تاسي ولګوئ، الله پرې عالم دى.
پنځم: صدقه نفس پاکوی او نیکی ته یې هڅوی:
:(( خُذْ مِنْ أَمْوٰلِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا)). [سُوۡرَةُ التّوبَة : 103]
ژباړه: [اې پېغمبره (ﷺ)!] ته د هغوى له مالونو څخه د صدقې په اخيستلو سره هغوى پاك کړه او (د نېکۍ په لاره کښي) هغوى وهڅوه.
شپږم: صدقه به د خپل خاوند لپاره په ورځ د قیامت د لمر له تاو او ګرمی څخه سوری وی:
نبی ﷺ فرمایلې دی:«كُلُّ امْرِئٍ فِي ظِلِّ صَدَقَتِهِ حَتَّى يُفْصَلَ بَيْنَ النَّاسِ».رواه أحمد وصححه الألباني.
ژباړه:هر سړی به د خپلی صدقی او خیرات په سوری کې وی ترڅو چې د خلکو ترمنځ پریکړه وشی.
همدا شان نبی ﷺ فرمایې:«وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لا تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ». متفق عليه
ژباړه:بل هغه څوک دی چې په پټه صدقه وکړی تردی چې چپ لاس يې نوى خبر چې ښۍ لاس یې څه خیرات کړی دی.
اوم:صدقه کول له نبوی اخلاقو څخه دی:
له ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی وایې: «كانَ رسولُ الله ﷺ أَجودَ ما يكونُ في رمضانَ حينَ يلقاهُ جبريلُ…فلَرسولُ الله أَجوَدُ بالخيرِ منَ الريحِ المرسَلةِ». أخرجه البخاري ومسلم
ژباړه:رسول ﷺ د روژی په میاشت کې ډیر زیات سخۍ و، چې کله به ورسره جبریل علیهم السلام لیدل، رسول ﷺ دخیر له باد څخه هم ډیر سخۍ و.
اتم: صدقه د شیطان وسوسې او فریب له مینځه وړی:
رسول ﷺ فرمايلې دی:«مَا يُخْرِجُ رَجُلٌ شَيْئًا مِنْ الصَّدَقَةِ حَتَّى يَفُكَّ عَنْهَا لَحْيَيْ سَبْعِينَ شَيْطَانًا».رواه أحمد وصححه الألباني.
ژباړه: یو څوک کوم شی په خیرات کې نه وباسی تردی چې له هغه به د اویا شیطانانو وسوسې لیرې شی.
نهم: صدقه او خیرات مو له بدی او هلاکت ساتی او د الله تعالى غوسه وژنی:
رسول ﷺ فرمايې:«صَنَائِعُ الْمَعْرُوفِ تَقِي مَصَارِعَ السُّوءِ، صَدَقَةُ السِّرِّ تُطْفِئُ غَضَبَ الرَّبِّ».أخرجه السیوطي وحسنه الألباني.
ژباړه: د ښيګڼو کول د افتونو او بديو له ځاى انسان ساتى,او په پټه صدقه کول د رب العالمین غوسه وژنى.
لسم:صدقه کول د قیامت په ورځ اور څخه د خلاصی لامل ګرځی:
الله جل جلاله فرمایې:(( وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلٰى حُبِّهِۦ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا)). [سُورَةُ ٱلدَّهر/الإنسَان : 8]
ژباړه: او دوى د الله په مينه کښي مسكين، يتيم او بندي ته خواړه وركوي.
بیا الله جل جلاله فرمایې:(( فَوَقٰىهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْيَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا)). [سُورَةُ ٱلدَّهر/الإنسَان : 11]
ژباړه: نو الله تعاليٰ به دوی د هغې ورځي له شر څخه وژغوري او دوی ته به ترتازګي او خوشحالي ورکړي.
همدا شان نبی ﷺ فرمایې:«اتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ». متفق عليه
ژباړه: له اور څخه ځان وساتئ که څه هم د خرما په نیمه حصه وی.
یوولسم:صدقه او خیرات ګناهونه او تیروتنې له مینځه وړی:
رسول ﷺ فرمايلې دی:«وَالصَّدَقَةُ تُطْفِئُ الْخَطِيئَةَ، كَمَا يُطْفِئُ الْمَاءُ النَّار».أخرجه أحمد وصححه الألباني.
ژباړه: صدقه ګناهونه داسی ختموی، لکه اوبه چې اور وژنی.
دولسم: د صدقه کونکی لپاره هره ورځ ملائکه دعا غواړی:
رسول ﷺ فرمايې:«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلَانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الْآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». متفق علیه.
ژباړه:داسی ورځ نشته چې بندګان په هغی کې سحر کړي مګر دا چې دوه ملائکې راکوځیږی یوه یې وايې: ای الله د صدقه کونکی مال زیات کړی، او بله یې وایې: ای الله د بخیل مال کم کړی.
دیارلسم: صدقه کول الله جل جلاله د محبت سبب ګرځی:
نبی ﷺ فرمایلې دی: «أَحَبُّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ سُرُورٍ تُدْخِلُهُ عَلَى مُسْلِمٍ، أَوْ تَكْشِفُ عَنْهُ كُرْبَةً، أَوْ تَقْضِي عَنْهُ دِينًا، أَوْ تُطْرَدُ عَنْهُ جُوعًا». أخرجه الطبراني وصححه الألباني.
ژباړه: الله جل جلاله ته غوره عملونه، د مسلمان خوشحالول، له هغه څخه سختی او تکلیف لیری کول، د هغه نه قرض خلاصول، او د هغه نه ولږه لیری کول دی.
څوارلسم: دصدقی ثواب له مرګ څخه وروسته هم له خپل څښتن څخه نه پری کیږی:
نبی ﷺ فرمایې:« إِذَا مَاتَ ابن آدم انْقَطَعَ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثٍ: صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ».رواه مسلم
ژباړه: کله چې انسان مړ شی نو د هغه ټول عملونه قطع شی پرته له دریو عملونه څخه: تلپاتی صدقه، هغه علم چې له هغی څخه فائده اخستلای شی، او نیک عمله اولاد چې هغه ته دعا کوی
پنځلسم: صدقه کول جنت د ننوتلو لامل ګرځی:
رسول ﷺ فرمايلې دی:« يَا أَيُّهَا النَّاسُ،أَفْشُوا السَّلاَمَ , وَأَطْعِمُوا الطَّعَامَ، وَصَلُّوا وَالنَّاسُ نِيَامٌ، تَدْخُلُوا الجَنَّةَ بِسَلاَمٍ». رواه الترمذي وصححه الألباني.
ژباړه: ای خلکو سلام کول عام کړئ، خواړه ورکړئ، د شپی لمونځ وکړئ هغه مهال چې خلک ویده وی،تاسې به جنت ته په سلامتیا داخل شی.