ژباړه: نوراحمد فضلي
دوه نه بېلېدونکي ملګري، سېم او جېسن بوسټن ښار ته پر لاره د ټکر پر مهال یو له بل سره مخ په مخ سول. په سبا سهار جېسن په داسي حال کي پر هوښ راغلی، چي خپلي دواړي سترګي ئې دلاسه ورکړي وې؛ او سېم لا هم بې هوښه وو. ترڅنګ ئې ډاکټر برکیلي دوسیې ته په فکر کي ډوب ولاړ دئ. ډاکټر چي ولیدل، سېم پر هوښ راغلی دئ، په مینه ئې مخ ور واړوی او ورڅخه وئې پوښتل،” سېمه ګرانه! اوس څنګه یې؟ “ . سېم هڅه کوي چي په جرائت سره ځواب ورکړي؛ مسکی سو او وئې ویل،” کاملاً ښه یم ډاکټر صاحب. او د هر څه په اړه ډېره مننه چي زما لپاره دي ترسره کړل، ډېره مننه! “ . ډاکټر برکیلي د سېم کردار او عمل ته په فکر کي ولاړی. بس دومره ئې ورته وویل،” سېمه! ته ډېر زړه ور هلک یې، الله ج به تا ته ددې بدله په یوه نه یوه طریقه درکړي! “، کله چي د بل مریض خوا ته روان سو، سېم د شاه د خوا ورپسي ږغ کړل، تر دې چي زارۍ ئې ورته کولې،” وعده وکه ډاکټر صاحب! چي ته به جېسن ته هیڅ هم نه وايي، وعده وکه! “ – سمه ده نه ورته وایم، په ما باور ولره. او په دې سره ډاکټر ولاړی. سېم کرار وویل،” مننه! “ .
میاشتي تیري سوې، هغه وخت چي جېسن کاملاً ښه سوی وو، جېسن نور د سیم غوندي یوه معیوب کس سره ناسته پاسته د ځان لپاره شرم او عار ګڼی، په همدې خاطر ئې د هغه سره ناسته-پاسته پرېښوده. سېم یوازې وو، هغه په زړ ډېر خوږمن وو، ځکه هغه د جېسن څخه ماسیوا بل داسي کس نه درلودی چي حساب پرې کېدی. هرڅه د بد څخه بدتر سول. تر دې چي هغه ورځ هم راوه رسېده، چي سیم په ډېري ناهیلۍ سره ددې درالفنا څخه و خپلي دارالبقا ته وه کوچېدی. کله چي ئې جېسن جنازې ته ور وه غوښتل سو، نو ډاکټر برکيلي ورته یو نالوستی لیک ورکړ او داسې ئې ورته وویل،” جېسن دا لیک ستا لپاره دئ، چي سېم د تلو(مړکیدو) پر وخت ماته راکړی؛ څو تاته ئې درکړم. “
په لیک کي لیکل سوي وه،” ګرانه جېسنه! ما د ځان سره دا وعده کړې وه؛ په ما که هرڅه کیږي خو زه به مي خپلي دوې سترګي زما د زړه سکون؛ ګل غوندي جانان او ښایسته ملګري ته ورکوم. اوس زه د خدای څخه هیڅ نه غواړم، بغیر له دې واقعیته، چي زما ګل غوندي ملګری ددې نړۍ د بسا ښکلیو ښکلاګانو څخه زما په سترګو سره ننداره وکړای سي. او زه نن ډېر خوښ یم چي خدای مي زما دا خواست قبول کړ؛ اوس زما جانان؛ زما سېم زما په سترګو سره د دُنیا د ښکلاګانو په ننداره بوخت دئ.
ته به تل زما ښه ملګری یې سېمه، تل زما ښه ملګری “ .
دلته دئ چي د جېسن پر مخ د اوښکو سېلاب جوړیږي او نور ئې ټول عُمر د سېم د یادونو سره تېریږي؛ هر یاد ئې پر زړه باندي د غشي په څېر لګیږي، په ذهن کي د افسون سلګونه دروازې را خلاصوي. او…
پند: داڅه بده خبره نه ده چي موږ ملګری جوړ کړو، خو باید چي ملګرتیا مو قایمه-دائمه وساتو. بې ملګرو ژوند؛ په یوه وتلې دښته کي د دُنیا د ټولو ښکلاګانو څخه لېري د اوسېدو-ژوند کولو په معنا دئ. چي دا یو ډېر بې معنا ژوند دئ.