ليکوال : جواهرلعل نهرو
ژباړن : مصطفی صفا
(( دا ليکنه په حقيقت کې د هغو ليکونو له ډلې څخه ده، چې له نن څخه شاوخوا نوي کاله وړاندې د هند مشهور سياستوال او تاريخپوه جواهرلعل نهرو له جيل څخه د خپلې لور اينديرا لپاره ليکلي وو او وروسته د هغه زيات اهميت په لرلو سره دا ټول ليکونه د يو بشپړ کتاب په بڼه خپاره شوي وو))
مخکې له دې چې د لومړنيو تمدونونو په هکله خبرې ولرو، هڅه به وکړو چې لومړی د تمدن په معنا او مفهوم سره و پوهېږو.
د لغتونو کتابونه يا قاموسونه مونږ ته وايي، متمدن يو عبارت دی، چې د بهتر کولو، پاکيزه کولو او په يوه ټولنه کې د وحشيانه عادتونو او رواجونو پرځای د اوچتو او نيکو عادتو او دودونه پلي کولو ته ويل کيږي .
په هغه وخت کې د انسان دژوندانه وحشيانه حالت د وحشي حيواناتو له ژوند څخه کم توپير درلود.
وحشيتوب ته ( باربارسيم) هم ويل کيږي . د( تمدن)کلمه د ( وحشيتوب ) له کلمې سره مخالفه او متضاده کلمه ده ، يعنې هر څومره چې له وحشيتوب څخه لرې کيږو، په همغه اندازه متمدن کيږو، مګر څه ډول کولای شو، وپوهيږو چې يو شخص يايوه ټولنه و حشي يا متمدنه ده، زياتره اروپايان فکر کوي، چې دوی زيات متمدن دي او د آسيا خلک په بشپړ ډول وحشي دي ، ښايې د اورپا خلک دا تصور پدې خاطر کوي، چې اورپايان د آسيايانو او افريقايانو په پرتله زياتې جامې اغوندي .
دا خبرې په هيڅ ډول سمې نه دي، ځکه چې د جامو زياتوالی او کموالی د يوې سيمې د اقليم او اوبوهوا سره تړاو لري.
په هغو ځايونو کې چې هوا سړه ده، خلک يې زياتې جامې اغوندي، نظر هغو ځايو ته چې هلته هوا ګرمه ده .
ښايي دې اړخ ته په کتو سره اروپايان ځانونه متمدن بولي، چې فکر کوي، يو وسله وال انسان له بې وسلې سړي نه قوي دی او له دې سببه پرې متمدن هم دی، خو په هيڅ ډول يو ټوپکوال له بې ټوپکه سړي څخه متمدن نه دی، مګر هغه ښاغلي ته بايد په ښکاره بڼه و نه وايو، چې ته متمدن نه يې، ځکه چې هغه به په خپل ټوپک باندې مونږ ووژني.
(( دا عبارت په حقيقت کې يوه کنايه ده د انګريزانو لپاره چې په هند يې هغه وخت يرغل کړی ؤ ))
پوهېږې چې څو کاله وړاندې نړيواله جګړه پېښه شوه، چې د نړۍ زياتو هېوادونو پکې برخه درلوده او هره يوه به پکې هڅه کوله، چې د مقابل لوري زيات خلک ووژني، انګليسانو خپل ټول ځواک د المانيانو د وژلو لپاره پکار اچولی ؤ او د المانيانو به هم چې له وسه کيدل، نو انګلسان به يې وژل، پدې جګړه په ميليونو انسانان ووژل شول او په ميلياردونو پکې د خپل ټول عمر لپاره معيوب او نيمګړي شول ، د ځينو پکې سترګې ووتې او ړانده شول او د ځينو پکې پښې او لاسونه پرې شول .
که چيرې په ياد درځي، ددغه جګړې زيات ټپيان به دې په فرانسه او نورو ځايونو کې ليدلي وي، چې په متروګانو کې يې ورته ځانګړې چوکۍ جوړې کړي وې.
آيا فکر کوې چې دا کار متمدن او ښه کار دی چې خلک يواوبل په دې ډول سره وژني؟!
په داسې حال کې چې دوکسه د يوې کوڅې پر سر په شخړه لګيا وي، پوليس هغه سره ګوښي کوي او خلک فکر کوي، چې نا پوهه او نا احله وګړي دي .
دا حالت د همغه وحشيانه جنګونو په شان دی، چې په پخوا زمانو کې به د قبايلو ترمنځ پيښيدل، نو په دې اساس کله چې د وحشي ځنګليانو جنګ وحشي بولو، نو هغه هيوادونه چې په دې شکل جنګ او وژنې کوي، څومره وحشي دي.
په دې ډول که چيرې له دې اړخه يادې موضوع ته وګورې، نو وبه وايې، چې هغه هيوادونه چې په دې لويه جګړه کې سره وجنګېدل او زياتې وژنې سره وکړې، يعنې انګلستان، المان، فرانسه ، ايټاليا او نور هيوادونه، نو دا ټول له سره متمدن نه دي .
له دې سره چې پدې هېوادونو کې هم ښکلي څيزونه او کارونه کم نه دي او ښه خلک هم پکې زيات دي، اوس به وايې، چې په دې ډول د تمدن د معنا پيژندل اسانه نه ده ، مګر ته حق لرې، ځکه دا يوه خورا مشکله او پيچلې موضوع ده .
ښکلې ودانۍ، زړه راښکونکې منظرې او بيلابيل کتابونه په رښتيا چې د تمدن نښې دي، مګر د تمدن تر ټولو بهترينې نښې د داسې اوچتواو نيکو انسانانو شتون دی، چې هيڅکله ځان غوښتونکي نه وي او د ټولو د نيکمرغۍ لپاره له نورو سره کار وکړي.
يوله بل سره مرسته او کار کول له يوازې کار کولو څخه غوره دي او د يوې شريکې نيکمرغۍ او خوښۍ لپاره له يواوبل سره کار کول تر ټولو غوره او بهتره دي.