Afghan Tips

AFGHAN TIPS

د بلجیم او اروپا په اړه په پښتو معلومات

پښتو   |   NL   |   EN

کورپاڼه / لیکنې

تم کېدل او پارک کول

په دې ليکنه کې د موټر درولو او تم کېدو په اړه د قواعدو وضاحت شوی، کوم چې د موټر چلونې په جریان کې سړی ورسره مخامخ کېږي. دا قواعد د پارک کولو او تم کېدو تر منځ توپیر په ګوته کوي او د بېلابېلو لوحو او محدودیتونو پېژندلو اهمیت څرګندوي. دا قواعد د موټرچلونې په عمومي قوانینو، د ترافیکو په امتحان کې او په ځانګړي ډول د پارک کولو اړوند حرکاتو کې ډېر ارزښت لري.

تم کېدل او پارک کول څه ته وايي؟
تم کېدل او پارک کول د موټر درېدو دوه بیلابېل حالتونه دي چې ډېر وخت یې خلک په منځ کې توپیر نشي کولای، په همدې خاطر اړينه ده چې د قانون له مخې وضاحت رامنځته شي او دلته هم تاسې هم په دې توپیر پوه شی.

تم کېدل: تم کېدل په دوه حالتو کې رامنځته کېږي. لومړی کله چې یو څوک په چټکۍ سره له موټر څخه ښکته کېږي یا پورته کېږي. دوهم کله چې موټر ته بار پورته کوي یا یې ښکته کوي.
له دې پرته بل هر بل حالت ته چې تاسو په خپل رضایت موټر ودروئ، دې حالت ته پارک کول وايي، لکه:

  • د پارک کولو په ځای کې موټر درول او پرېښودل.
  • د موټر درول ترڅو يو کار ترسره کړئ، لکه د دوکان څخه څه اخیستل.
  • په موټر کې ناست پاتې کېدل ترڅو یو څوک راشي.

د پارک کولو او تم کېدو لپاره د نښو او محدودیتونو پېژندل
د ځینو لوحو په مرسته دا معلومېږي چې تاسو په کوم ځای کې تم یا پارک نشئ کولی:

  1. E1 لوحه: که دا لوحه وي، نو په هغه ځای کې پارک کول منع دي، خو تم کېدل د بار پورته کولو او ښکته کولو لپاره اجازه شته.
  2. E2 لوحه: په دې ځای کې نه پارک کولی شئ او نه هم تم کېدی شئ.

د تم کېدو نورې محدودې برخې
د دې لپاره چې ترافیک منظم وي او ګڼه ګوڼه رامنځته نشي، دا ځایونه دي چې په کې تم کېدل منع دي:

  • په څلورلارې یا اوسپنې پټلۍ باندې
  • د بایسکل لار باندې او یا د هغې ترڅنګ
  • د پیاده اوښتو په سر یا هغه ځای ته تر ۵ مترو نژدې
  • په تونلونو کې
  • د بس تمځای سره نزدې، مګر د سورلۍ ښکته کول او پورته کول اجازه شته.

د پارک کولو نورې محدودې برخې
چېرته چې تم کېدل منع وي، هلته پارک کول په بشپړ ډول منع دي. په ځینو ځایونو کې، د ځانګړو اشخاصو لپاره ځانګړي ځایونه وي، لکه د معلولینو لپاره. او داسې نور:

  • له څلورلارې څخه ۵ متره وړاندې
  • د ګیراجونو دروازې مخې ته
  • له ښاري سیمې نه بهر د لومړيتوب په ليکه
  • په هغه پارکونو کې چې د لویو موټرو لپاره ځانګړي شوي وي.

د پارک کولو ځانګړي حالات او د زون قواعد
د پارکینګ فیس: په ډیرو ځایونو کې د پارک کولو لپاره فیس ورکول کېږي، که فیس ورنه کړل شي نو جریمه کېدی شي. په اروپا کې تاسې کولای شئ په لاندې ډول فيس ورکړئ.

  1. د اپلیکیشن له لارې پیسې ورکول.
  2. د پارکینګ ماشین له لارې.
  3. په پارکینګ ګراج کې فیس ورکول.

د پارکینګ زون: په ځینو ځایونو کې د پارکینګ وخت ټاکل شوی وي، چې د دې لپاره پارکینګ ډیسک کارول اړین دي، په دې ځایونو کې له ټاکلي وخت زیات پارک کول منع دي.

د موټرچلونې په امتحان کې د پارک کولو او تم کېدو اهمیت
د موټرچلونې په عملي امتحان کې، زده کوونکی باید د پارک کولو او تم کېدو لپاره د ترافیک نښې ښې وپېژني، او باید وکولای شي په عکسونو کې د پارک کولو سم او ناسم حالت تشخیص کړي. که چېرې تاسې په عملي ازموینه کې د تم کېدو او پارکېنګ د سيمو تر منځ سم تفکیک ونشی کړای امکان لري چې تاسې په ازموینه کې بریالي نشی.