لیکنه: اندیال ساپی
لمونځ اسلام د سپيڅلې دين دويم رکن او اهمه ستن ده، لمونځ د متعال ﺫات سره مناجات او خبرې دي، لمونځ د سترګو يخوالى د ﺯړه اطمنان، دروح سکون، د ستونزو کړاوونو او مصيبتونه د حل لار ده، لمونځ د مٶمن او کافر ترمنځ د جلا والى کرښه، د مٶمن او منافق ترمنځ د بيلوالى نښه ده.
د لمونځ سموالى او بريا د اخرت سموالى او بريا تضمينوى او فساد يې هم اخرت د فساد او ناکامى لامل ګرځى.
که له يو پلوه په ټولنه کې ورځ تر بله د بيلماځۍ کچه لوړيږى او د جوماتونو په شړيدو د مسلمان ﺯړه درديږى، نو د بل پلوه دلمونځ ګذارو حالت ته په کتو او د لمونځ په ناسمه توګه ترسره کول هم د انسان ضمير ملامتوي، ﺯياتره خلک به وينې چې لمانځه د حقوقو، ارکانو او حدودو خيال نه ساتى، ځينې يې داسى په خرپ ترپ ترسره کوي ته به وايې چې ګويا د چا له لورى ورته بيګار حواله شوي، خو ځينې بیا د خپل رب په وړاندى داسى ګنګس او لا پروا ولاړ وي ته به وايې چې نشه يې کړي، هو ﺯړه او د بدن غړې يې دنيا دمينى او ژوندانه د بوختياوو له امله نشه وي.
د الله جل جلاله دغه امر د يوعالم تر غوږه شو چې فرمايې:(( يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوةَ وَأَنتُمْ سُكٰرٰى حَتّٰى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ)).[سُورَةُ النِّسَاء : 43]
ژباړه: اې مؤمنانو! كله چي تاسي د نشې په حالت کښي ياست، نو لمانځه ته مه نژدې کېږئ، لمونځ بايد په داسي حال کښي وکړئ چي تاسي پوهیږئ چي څه واياست.
هغه وفرمايل:څومره لمونځ ګذاره دي چې شراب نه څکوى، خو پدى نه پوهيږى چې په لمانځه کې څه وايې، د دنيا مينى او بوختياوو نشه کړي وي.
په رښتيا هم په لمانځه کې د خشوع او عاجزى نه شتون، د الفاظو او ارکانو په اړه يې ناخبرى او غفلت، په لمانځه کې ژوند د بوختياوو په اړه سوچ او فکر کول، د لمانځه ثواب کموي، رسول ﷺ فرمايې:”إِنَّ الْعَبْدَ لَيُصَلِّي الصَّلَاةَ مَا يُكْتَبُ لَهُ مِنْهَا إِلَّا عُشْرُهَا تُسْعُهَا ثُمُنُهَا سُبُعُهَا سُدُسُهَا خُمُسُهَا رُبُعُهَا ثُلُثُهَا نِصْفُهَا “(۱).
ژباړه: يقينا يو بنده به لمونځ کوي، خو هغه ته به لمانځه د لسمى، نهمى، اتمى، اومى، شپږمى، پنځمى، څلورمى، دريمى او نيمى حصى پرته ثواب نه ليکل کيږي.
علامه ابن القيم – رحمه الله- وايې:”خلک په لمانځه کې پنځو مرتبو ته ويشل کيږي:
لومړى: مرتبه
هغه څوک دي چې د ځان سره ظلم کوي او د لمانځه په حق کې تفریط کوي، د لمانځه په وختونو، ارکانو، ټاکلى مقدار او اوداسه کې کمى کوي.
(ده ته به سزا ورکول کيږي).
دويمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه د وختونو، ټاکلى مقدار،اوداسه او ظاهرى ارکانو خيال ساتى، خو د وسوسو په په وړاندى يې د نفس مقاومت پاتى راغلى وي، په لمانځه کې د وسوسو او افکارو سره پاتى کیږي.
(له ده سره به حساب کيږى).
دريمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه د وختونو، ارکانو او ټاکلى مقدار حفاظت او ساتنه کوي، نفس يې د وسوسو او افکارو په وړاندی مقاومت کوي، د دښمن سره په مبارﺯه بوخت وي ترڅو لمونځ ترى غلا نه کړي.
(ښايي ده ته بښنه وشي).
څلورمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه ته ودريږى، دهغه حقوق، ارکان،او ټاکلى مقدار په سمه توګه ترسره کوي، ﺯړه يې د لمانځه ارکانو او سمى کړنى ته متوجى وي ترڅو کوم شى ترى ضايع نشي، بل کې ټول سوچ او فکر يې د لمانځه سموالى ،بشپړتيا او پوره والى ته وي، ﺯړه يې په لمونځ او د الله جل جلاله په بندګى بوخت وي.
(ده ته به اجر او ثواب ورکول کيږي).
پنځمه: مـــرتبه
هغه څوک دى چې لمانځه ته ودريږى د هغه حقوق، ارکان،او ټاکلى مقدار په سمه توګه ترسره کوي، خو سره له دې يې خپل ﺯړه د الله جل جلاله په وړاندى يخى وي، د زړه په سترګوهغه ته ګوري او څارنه يې کوي، ﺯړه یې د الله جل جلاله له مينې او لويې ډک وي، داسى وي ګويا چې دا يې وينې او ليدنه يې کوي، ټولى وسوسې او نفسى خاطرې د مينځه تللي وی او پرده يې د ده او الله جل جلاله ترمينځه اوچته شوي وي.
د ده او نورو د لمانځه په غوروالى او لويې کې دومره توپير وي لکه ځمکه او اسمان، دا په لمانځه کې د خپل رب په رضایت بوخت وى او خپلى سترګې پرى ويخوي.
(دا خپل رب ته نږدې دي )(۲).
اوس ته ووایه! چې ته له کــــومو خلکو يې؟!.
باید د لمونځ په کولو کې د رسول ﷺ طریقه پلی کړو، د دنیا ټولې بوختیاوې سوچونه او فکرونه د لمانځه بیرون پریږدو، په فارغه زړه د الله جل جلاله په وړاندی په عاجزی ودریږو ترڅو متعال ذات سره په خبرو او مناجات کې د خپلو الفاظو او حرکاتو ادراک وکړو.
مأخذونه:
========================
(۱) أبو داود او بيهقي روایت کړي، شعيب الأرنٶوط –رحمه الله- وایې: صحيح حديث دی، امام الباني- رحمه الله- وایې: حسن دی.
(۲) کتاب الوابل الصیب د ابن القیم رحمه الله- په لږ تصرف سره.