ليکنه: احمد جاوېد صديقي
دا د ګل رحمن رحماني د هغې شعري ټولګې نوم دی چې په دې وروستیو کې د مومند خپرندوېې ټولنې له خوا چاپ شوې.
شعر هنر دی، د شعري ټولګې نوم هم باید هنري او له تلوسې ډک وي، چې ښاغلي رحماني دغه کار کړي او د شعري ټولګې نوم یې په پوره مهارت او هنري ډول انتخاب کړی دی. لکه څنګه چې د ادب مینه والو ته د رحماني صیب شعري او ادبي هنر او مهارت معلوم دی، په دې ټولګه کې یې هم ټول شعرونه له خوند، تلوسې، لوړ خیال او نوي فکر څخه ډک دي.
له ډيرو مې اوریدلې چې وايي اوس شعر شعار شوی؛ خو د رحماني صیب د دې شعري تولګې په لوستو سړي ته دا هیله پیدا کیږي چې شعر شعار نه بلکې خوند، جذبه، احساس، عاطفه او په ټوله کې شعر مینه او په الفاظو کې پټه ښکلا ده، د ښاغلي رحماني ټول شعرونه دغه ځانګړې لري او په لوستو یې د سړي شعري تنده ماتیږي.
ژوند به وي، ګودر به وي، خوږې خوږې کیسې به وي
بیا د شنو بنګړیو شرنګهار به راځي کلي ته
که څه هم په ځینو مشاعرو او ادبې غونډو کې ځینې شاعران د شعر پر ځای شعارونه وايي، ما چې د رحماني صاحب دغه شعري تولګه ولوسته شعار مې په کې پیدا نکړ بلکې ټول داسې شعرونه دي چې په بیا بیا لوستو ارزي او ماته یې له دې چې زیات خوند راکړ دوه ځله مې ولوسته او شعري تنده مې پرې خړوبه شوه.
شعر زما د کتابونو
داستانونو
مور او پلار دی
ته هغه نه یې چې مې خوب کې لیدې؛ د ګل رحمن رحماني دریمه شعري ټولګه ده چې د مومندې خپروندوېې ټولنې له خوا په ۱۰۴ مخونو کې په ښکلې ډيزاین چاپ شوې.
د رحماني د شعرونو لومړۍ ټولګه(سانده) په ١٣٨٣ کال کې ميډيوټيک فرهنګ مرکز، دويمه يې( زه او ته چې ماشومان وو) په ١٣٩٠ لمريز کال کې ګودرخپرندويې ټولنې خپره کړې او ددې وروستۍ ټولګو په ګډون يې ټول ټال ٢٤ بېلابېل اثار خپاره شوي دي.
شاعر خپله دا ټولګه خپل شهيد وراره محمد خالد ته ډالۍ کړې او په ټوله کې پرې د يوه درد سيورى خپور دى. ښاغلي ذبیح الله رحیمزي هم پرې د زړه خبرې تر عنوان لاندې د رحماني صیب په شخصیت او هنر لنډې خبرې کړي. د شعر او ادب ټولو مينه والو ته دې مبارک وي.