لیکنه: آرش ننګیال
یوه ځوان سره معرفي شوم، ځوان ښکلې او معصومه څېره درلوده، هغه تل هڅه کوله چې ځان غلی وساتي، داسې نه وه چې په خبرو نه پوهېده، هغه د پوهنتون محصل و.
هغه ځکه خبرې نه کولې چې په خپل غږ شرمېده، په خپلو خبرو شرمېده، هغه په (خپ) غږ لکه یو کس چې د بل په غوږ کې خبرې کوي او غږ یې د ښځو غږ ته ورته و.
په څو لنډو ورځو کې مې ملګری شو او د لنډ وخت لپاره مې همکار هم شو، نو پکار وه چې خبرې مې ورسره کړې وای. په لنډه موده کې پوه شوم چې د زلمي ستونزه بله ده….
یوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه:
ـ کله چې ماشوم وې پلار او مور دې درته قهردېدل؟
زلمي له ځنډ پرته وویل:
ـ ډېر… مور مې ښه وه خو پلار مې ډېر قهري انسان و، هغه چې به کور ته راته بیا خو موږ کې جرات نه و چې خبرې وکړو، ټول به غلي غلي ناست وو….
شاخوا یوه اونۍ زموږ ملګرتیا دوام وکړه، ما ورسره څه ناڅه مرسته کوله چې خپل اصلي غږ را پیدا او خبرې پرې وکړي چې تر ډېر پکې بریالی هم وو.
زلمی رک روغ و او هېڅ ډول ستونزه یې نه درلوده خو دا ناروغي ورته خپل پلار او مور پیدا کړې وه. جرات یې ترې اخیستې و، تهدید شوی و، رټل شوی او وېرول شوی و، په خبرو یې ملنډې وهل شوې وې، د خبرو کولو حق ترې اخیستل شوی و…
د یوې کلمې د ویلو لپاره زموږ ستاسو د وجود ډېر غړي یو بل سره مرسته کوي بیا ترې یو کامل غږ جوړېږي لکه شونډې، غاښونه، ژبه، کام، حنجره او…
ځينې کسان په دې برخه کې پوره وړیتا لري او په عادي ټوګه خبرې کوي خو ځینې کسان بیا دا مهار نه لري یانې د ځینو غږونو په جوړونه کې ستونزو سره مخ کېږي ، یا هم ځینو نه دغه وړیتا وې اخیستل شوي دي.
که مېندې او پلرونه د خپلو ګلونو ماشومانو وړتیاوې نه شي پیاوړې کولې نو لږ تر لږه دې هغه خالق ورکړی استعداد ترې نه اخلي، دا به ددوی ستره مرسته وي.
په درنښت
29,02,2016