• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

تورې سوړې Black Holes!

Home لومړيتوبتورې سوړې Black Holes!

تورې سوړې Black Holes!

ژباړه: افضل محمد وقار

زموږ فکري نړۍ ځینو داسې موضوعاتو ډکه کړي، چې دخیال او واقعیتونو ترمنځ واقع دي؛ یو ددغه موضوعاتو څخه فضایي تورې سوړې دي. که چیرې دسترګو په دید او مشاهده ترې تعبیر واخلو،نو هیڅ دمنلو وړ واقعیت نشي کیدای. تورې سوړې داسې ناحیې دي کوم چرته فضا-زمان متراکم دي، یا په فضا کې دیو داسې موقعیت څخه عبارت دی،چې دنهایت قوي جازبې قوې لرلو په اساس هیڅ شي ته دفرار اجازه نه ورکوي. دا تورې سوړې دلید وړ ځکه ندي چې ختی نور ته هم دفرار او تېښتې اجازه نه ورکوي.
دتورو سوړو اساسي توصیف دانشټین دعام نسبیت نظریې په اساس متکي دی؛ دغه نظریه په ۱۹۱۶م کال کې الماني عالم البرت انشټین په واسطه وړاندې شوه. دتورو سوړو ټول مواد په یوه نقطه کې متمرکز وي،چې فزیکدانان دغې نقطې ته سينگولاريټي ( singularity ) وایي. اخیاناً داسې فکر کیږي چې دا نقطه دیوه اتوم له هستې کوچنی ده.
دتورو سوړو سطحه دافق حادثه (horizon event) په توګه پیژندل کیږي. باید یاد کړو چې دا سطحه کومه داسې معمولي سطحه نده، چې تاسو دې دلاس په واسطه لمس یا یې هم د سترګو په دید مشاهده کړی شی. په افق حادثه کې فوق العاده زیات کشش شتون لري،نو په همدې اساس یو شی فقط یوه ثانیه هم دلته نه پاتې کیږي او مسقیماً دنور مافوق سرعت سره دتورې سوړې داخل په طرف خرکت کوي.ستوري پیژندونکي دتورو سوړو داندازو په تعین کې دافق حادثې له شعاع ګټه اخلي.
تراوسه هیچا هم مشخصاً تورې سوړې ندي کشف کړي،اما عالمان ددې لپاره چې یو شی د تورې سوړې په نوم وپيژني، هغه اثرات مطالعه کوي کوم چې یوه توره سوړه یې ترشا پریږدي. دغه اثرات مختلف دي،خو دوه یې ډير مهم دي لکه دنور دوړانګو شدیداً کوږوالی،او دوخت شدیداً کمښت. ستورو پیژندونکو همدې اثراتو ته ورته متراکم شیان پیدا کړي او داسې فکر کیږي چې ممکن همدا تورې سوړې وي.
دنسبیت قانوړ مطابق تورې سوړې هغه وخت تشکلیږي،چې یو لوی جسم/ستوری خپل داخلي اختراقي مواد له لاسه ورکړي،او دخپلې جاذبې قوې په اساس خپله په خپل ځان کې په وخشتناک ډول متراکم او فشرده شي. کله چې یو ستوری داخلي سون مواد ولري،ددغه موادو دسوزیدو په نتیجه کې له داخل خارج ته یو فشار رامنځته کیږي،او دجازبې قوې په اساس له خارج داخل ته فشار حنثی کوي. خو دا چې هر ستوری دسوزیدونکو موادو دختمیدو په اساس یو وخت داخلي فشار له لاسه ورکوي،پس دستوري موازنه دپخوا په شان نه پاتې کیږي. په نتیجه کې دستوري هسته دنهایت زیاتې جازبې قوې په اساس تخریب او متراکمه کیږي. که چیري دستوري هسته درې یا څو برابره دلمر دهستې وي ،نو داهسته به دیوې ثانیې په کمه موده کې په سینګولاريټي نقطه تبدیل شي،او توره سوړه به رامنځته شي.
دشیدو لار کهکشان فقط یوه توره سوړه لري چې دلمرڅلور میلیونه برابره کتله لري،اما ځینې باور لري چې دا کهکشان میلیونونه تورې سوړې لري.

منبع:

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

دا جهان به څومره پایښت وکړي؟

دا جهان به څومره پایښت وکړي؟

Jul 4, 2016

ژباړه: افضل محمد وقار موږ په دې عقيده يو، چې[...]

دبرموډا مثلث په داخل کې څه دي؟!

Jan 9, 2018

ژباړه: افضل محمد وقار (دوهمه برخه) دبرموډا مثلث په اړه [...]

ایا فضایي سپوږمکۍ کولای شي د کوم بل  هېواد حریم ته داخله شي؟

ایا فضایي سپوږمکۍ کولای شي د کوم بل هېواد حریم ته داخله شي؟

Sep 10, 2016

ليکنه: افضل محمد وقار ایا فضایي سپوږمکۍ کولای شي د[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d