ژباړه: حمیدالله حمیدي
نوې څېړنې ثابتوي چې تور انګور د ستړیا او خپګان په له منځه وړو کې مرسته کوي. د هغې مطالعې په پایله کې چې د جنوبي کارولینای په پوهنتون کې ترسره شوې ده، په ډاګه کوي چې په تورو انګورو کې شته رسوراترول (resveratrol) چې د التهاب ضد خاصیت لري، د هغو التهاباتو مخه نیسي چې انسان ورسره د خپګان او ستړیا په حالت کې مخ کېږي او د لا زیاتېدو لامل یې ګرځي.
«سوزان کي وود» چې د دې څېړنې مشري یې پر غاړه وه، وایي د نننۍ ټولنې لپاره دغه څېړنه ډېره اړینه او ګټوره ده؛ ځکه نن سبا ډېری خلک پر ژور خپګان او هغو ناروغیو اخته دي کومې چې د ژور خپګان له امله ورته پېښې شوې دي.
نوموړې وایي، موږ هیله من یو چې زموږ دغه څېړنه به له هغو کسانو سره پوره مرسته وکړي چې په دې برخه کې کار کوي او یا هڅه کوي چې دې ډول ناروغیو ته د حل یوه مناسبه لار ولټوي.
د دې ډلې یو بل غړي «جولي فینل» وایي په تورو انګورو کې شته رسوراترول کولای شي د انسان په ټول بدن کې د التهاب مخه ونیسي.
څېړنې دا هم په ګوته کړې چې تور انګور پر دې سربېره یو ډول ماده چې په درملو کې هم ترې ګټه اخیستل کېږي، په خپل ترکیب کې لري. دغه ماده کولای شي چې د وینې د عروقو د له منځه وړو مخه ونیسي او دغه راز په وینه کې د LDL کلسټرول راټیټ کړي.
You also might be interested in
ژوند هغه خاوره ده چې ګلونه پکې را ټوکېږي. د[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي ميندې له زېږون وروسته په لومړیو اونیو[...]
لیکنه: رابرت اسپادینګر ژباړه: حمیدالله حمیدي دویمه او وروستۍ برخه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی