• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

تور بازاري

Home اقتصادتور بازاري
نصیر کوټوال لومړيتوب Lomritob Naseer Kotwall نصير کوټوال

تور بازاري

لیکنه: نصیر کوټوال

تور بازاري یا Underground Economy هغه اقتصادي راکړو ورکړو او فعالیتونو ته ویل کیږي چې په دولتي اقتصادي احصایو کې نه شمیرل کیږي او له همدې امله پرې هیڅ ډول دولتي قوانین او محدودیتونه نشي تطبیق کیدلای. دغه ډول اقتصاد ته موازي اقتصاد هم ویل کیږي.
هغه مهم فعالیتونه چې په توربازارۍ کې شمیرل کیږي عبارت دې له: د مخدره موادو پیر او پلور، کاري ځواک ته په مزد کې نغدې پیسې ورکول پرته له دې چې ټیکس یا مالیه یې ورکول شي، غلا او فساد، فحشا، د هغه توکو پیر او پلور چې ګمرکي محصول یې نه وي شوی او په قاچاقي ډول وارد شوي وي او نور.
دا هغه څه دي چې د خپل غیر قانوني توب له امله په توربازار کې شمیرل کیږي خو د دې تر څنګ، ځینې داسې مشروع کارونه هم شته چې که د ملي عاید په محاسبه کې و نه شمیرل شي نو موازي اقتصاد ګڼل کیږي. د بیلګې په ډول هغه اقتصادي فعالیتونه او تولید چې کورنۍ یې د خپلو کورونو دننه تولیدوي. د یو اټکل له مخې دغه برخه د ملي عاید د دیرشو څخه تر څلویښتو سلنه جوړوي.
د توربازارۍ زیان څه دي؟
که د توربازارۍ کچه کمه وي یعنې د ملي عاید کمه سلنه جوړوي نو د اقتصادي ځوړتیا لامل کیږي نه خو که چیرته د دغه ډول اقتصاد ونډه لویه وي نو ښکاره ده چې وګړي به د مشروع اقتصادي جریان پر ځای د تور بازار په کاروبارونو کې بوخت وي. همدارنګه د اقتصادي جریان د راکړو ورکړو او د تبادلې لویه برخه به هم د تور بازار معاملات جوړوي. دا چاره د دې لامل کیږي چې د اقتصادي راکړو ورکړو لویه برخه پټه او په سیورې کې پاتې شي او تر څنګ یې د مالیاتو د ټولولو له لارې د دولتي عوایدو کچه را ولویږي.
که په ناڅاپي ډول د یوه اقتصادي سیستم لویه برخه له مشروع اقتصادي جریان څخه په تور بازارۍ بدلیږي نو د ناخالص کورني محصول شمیرې په چټکۍ سره کموالی کوي. د بیلګې په ډول کله چې د روسیې اقتصاد له مرکزي اقتصاد څخه د ازاد بازار اقتصادي سیستم ته ولیږدید نو د تور بازار د اقتصادي فعالیتونو د ډیرښت له امله د روسیې د کورني ناخالص محصول رسمې شمیره ډیره کمه شوه دا په داسې حال کې چې د روسیې د اقتصادي راکړو ورکړو او فعالیتونو حجم زیات شوی و. دا د تور بازارۍ یو بل زیان دی چې د ډیری معاملاتو د نه شمیر له امله د حقیقي اقتصادي پرمختګ په اندازه کولو کې ستونزې رامینځته کوي.
د تور بازار حجم یا سایز:
د توربازارۍ کچه او اندازه د هیوادونو تر مینځ توپیر کوي. دغه کچه د بیلابیلو عواملو پورې اړه لري. هغه هیوادونه چې تازه د اقتصادي پرمختګ بهیر ته داخلیږي د تور بازارۍ کچه پکې زیاته وي، ځکه هلته د اقتصادي فعالیتونو د حجم د زیاتیدو له امله د ټولو اقتصادي کړنو کنټرول یو څه ستونزمن کیږي. همدارنګه هلته چې د جنس پر جنس تبادلې یا بارټر اندازه زیاته وي هم د راکړو ورکړو د ارزښت ثبت مشکل کار وي. د تور بازار کچه په یو هیواد کې د قانون د حاکمیت او د مافیایي کړیو د ځواک سره هم مستقیمه اړیکه لري، څومره چې قانون پلی کیږي، هومره به د تور بازار حجم کم او څومره چې مافیایي کړۍ واکمنې وي هومره به یې حجم زیات وي.
تور بازاري په مخ پر ودې هیوادونو کې لویه ستونزه ده او په ځینو مخ پر ودې هیوادونو کې خو د تور بازار کچه د ملي محصول د پنځوس سلنې څخه زیاته وي. ډیری وختونه په دغه هیوادونو کې د اقتصادي پرمختګ احصایې ریښتیني نه وي. د بیلګې په ډول، په افغانستان کې د احصایې چارواکي کال په کال په ملی عاید کې څو سلنه زیاتوالی ښایي خو ممکن دا زیاتوالی حقیقي نه وي او کال په کال پکې هغه اقتصادي راکړې ورکړې هم اضافه شوې وي چې په تیرو کلونو کې یې شتون درلود خو په ملي محصول کې نه وو حساب شوي.
که د توربازارۍ حجم زیات شي نو ښکاره ده چې د دولت مالیاتي عواید ورسره کمیږي،  دولت د عوایدو د کمښت له امله د بودیجې د کسر سره مخ کیږي. او دا چاره د دولت له لوري د بیا رغاونې، ټولینزو او خیریه کارونو د کموالي لامل کیږي چې زیان یې بیا هم عامو وګړو ته رسیږي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

نصیر کوټوال لومړيتوب Lomritob Naseer Kotwall نصير کوټوال

نصیر کوټوال

Dec 16, 2015

Share this:TwitterFacebook

پانګه څه ده؟

پانګه څه ده؟

Jan 25, 2015

لیکنه: نصیر کوټوال پانګه د تولید د څلورګونو سرچینو څخه[...]

د اقتصاد او سیاست تړاو

د اقتصاد او سیاست تړاو

May 12, 2016

لیکنه: نصیر کوټوال پوهیږو چی اقتصاد داقتصادی قوانینو،تیوری ګانو،پالیسیانو اونوروله[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022