• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

تور چای د شکرې ناروغۍ مخه نیسي

Home روغتیاتور چای د شکرې ناروغۍ مخه نیسي
تور چای د شکرې ناروغۍ مخه نیسي

تور چای د شکرې ناروغۍ مخه نیسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
تور چای د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده چې د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د وینې له لوړ فشار سره هم مقابله کوي. څېړونکي وایي د تور چای ښېګڼې یوازې دا نه دي، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تمامېږي.
د شکرې ناروغۍ په اړه هرو مرو معلومات لرئ چې څه ډول ناروغي ده؛ په نړۍ کې نن سبا په میلیونونو کسان پر دې ناروغۍ اخته دي.
شمېرې څرګندوي چې له اوبو وروسته په نړۍ کې د تور چای مینه وال ډېر دي، له همدې کبله پرې څېړونکو ګڼې څېړنې کړې دي. په تور چای کې شته پلي سکاریدونه چې د نشایستې او سلولوزو لرونکي دي، د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره ګټه لري.
دغه ترکیبونه کولی شي چې په بدن کې له اړتیا زیاتو ګلوکوزو د جذب مخه ونیسي، یوه څېړنه چې په ۲۰۰۸ کال کې ترسره شوې ده، ثابتوي چې تور چای په دوه ډوله د شکرې له ناروغۍ سره مقابله کوي. دوی وایي په تور چای کې شته پولیفنولونه او انتي اکسیدان د سلولونو د تخریب مخه نیسي او هم کولی شي چې په بدن کې د انسولینو کړنې تنظیم کړي.
څېړنې همدا راز ثابته کړې چې د شنه چای په پرتله تور چای په اسانۍ سره د شکرې د ناروغۍ مخه نیولی شي، خو شین چای بیا د هغو کسانو لپاره ګټور دی چې غواړي خپل وزن کم کړي؛ ځکه په شنه چای کې چې کوم ترکیبونه دي کولی شي د بدن اضافي وازګې ويلې کړي.
بله څېړنه چې په ۲۰۰۵ کال کې ترسره شوې ده، ښیي چې شین او تور چای دواړه د شکرې د ناروغۍ د کابو کولو لپاره ګټور دي. دوی وایي دغه دوه ډوله چای په خپل ترکیب کې داسې مواد لري چې کولی شي په بدن کې د شکرې کچه کنټرول کړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

غواړئ جګه ونه ولرئ؟

غواړئ جګه ونه ولرئ؟

Sep 21, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي د دې لپاره چې ونه (قد) مو[...]

مه کوه په چا چې وبه شي په تا! – لنډه کیسه

مه کوه په چا چې وبه شي په تا! – لنډه کیسه

Jan 31, 2016

ژباړه او زیاتونه: حمیدالله حمیدي په غوسه یې ورته وویل،[...]

د ګازرې روغتیايي ګټې
????????????????????????????????????

د ګازرې روغتیايي ګټې

Jul 30, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي د هوا خرابوالي په لویو ښارونو کې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022