ليكوال: ډاكټر وجاهت علي خان
ژباړه: نورولي سعيد شينوارى
لوړ دنګ ارلوف نن كرۍ ورځ د زندان په خونه كې په ولاړه تېره كړه، نن د هغه خيالات او احساسات سخت پاريدلي وو، ځكه خو يې د شپې تورې او ويروونكې تيارې ته د انتظار شېبې شمېرلې.
له زندانه د باندې نړۍ هم له ارلوف سره سيالي كوله، سخت توپان او تياره خوره شوه، باد، باران، سيلۍ، جكړ دا ټول سره غاړه غړۍ ورغلي وو، تا به ويل اوس به يوه توره او بدرنګه بلا د شپې ګېډه وڅيري، د وريځو له منځه به يوه تېره كړيكه وكړي او نړۍ به د خپل هوس تر كومي تېره كړي.
د اسمان غړمبار او كله كله به د يو نيم تندر لويدو كړنګ د زندان پلن او پېړ ديوالونه هم سره ولړزول، عجيبه حالت و، كه د ارلوف پر ځاى بل څوك واى نو لا وختي به يې زړه چاودلى و.
هغه لا هماغسې په خپلو توپاني خيالونو كې ورك و چې توندې سيلۍ د باران څو څاڅكي په مخ ور وويشتل، ارلوف خپلې ګوتې په مخ تېرې كړې او د باران څاڅكي يې ترې زمكې ته وڅنډل، بيا يې خپلو اوږدو ګوتو او لاسونو ته پام شو، دا هماغه ګوتې او لاسونه وو چې دى يې په خپله معمولي كړنه د زندان تيارو ته سپارلى و او نن خو يې لا د عمري بند سزا هم پرې خېژولې وه.
هغه ته اوس هم خپل لاسونه په وينو سره ښكارېدل، هغه څوك چې ده وژلى و لا يې هم سترګو سترګو ته كېده، يو سوړ اسويلى يې وكړ او بيا يې غونى زيږ زيږ شو.
له زنداني كېدو وروسته يې بخت له ارلوف سره يوازې دومره مهرباني كړې وه چې د مرګ له سزا بچ او په عمري بند محكوم شو، خو هغه هم خپله پرېكړه كړې وه او اوسمهال يې يوازې د خپلې پرېكړې په اړه له زړه سره كر ل او رېبل…
هغه غوښتل چې په هر ډول وي بايد له زندانه وتښتي، خپل ځان ورته لا هم بې ګناه ښكارېده، ځكه خو د ازادۍ په لټه كې و، ارلوف قسم كړى و، له هغو خلكو به كسات اخلي چې دى يې د تباهۍ كندې ته رسولى و.
په همدې چورتونو كې يې هغه صحنه هم تر ذهنه تېره شوه چې له خپلې غرېبې كورنۍ سره يې له بېوزلۍ ډك ژوند درلود او د كلي بدمعاش خان يې د پلار له وژلو وروسته هم مخه نه پرېښوده، يو ورځ چې دى د پټي له كاره راستون شو نو هغه يې لاره ونيوه، پر دوى د اړولي سود پيسې يې ترې وغوښتې، دوى په خپله له لوږې مړه كېدل نو خان ته به يې څه وركړي وو، له معمولي تكرار وروسته چې خان په څپېړه واهه نو ارلوف هم حوصله له لاسه وركړې وه او بيا چې خان تر څو له بډې چاړه ورپسې راښكله نو ده يې سترګې ټېغې را ايستلې وې.
ارلوف اوس د خپلو قوي مټو له بركته د كلي د بدمعاش خان كار تمام كړى و، خو كليوالو يې هم زياتى ورسره وكړ، پوليس يې پرې راخبر كړل او په څارنوالۍ كې يې د خان د وژلو ګواهي هم ورباندې تېره كړه.
ارلوف دا هر څه د ځان ژغورلو لپاره كړي وو خو د ده غږ به چا اوريدلى و، همدا د ده بې كسي وه چې د عمري بند په سزا محكوم وګرځول شو.
خو ده هم كلكه پتيېلې وه چې له هغو ټولو كسانو به خپل غچ اخلي او مالګه به يې ورپه خوله كوي چې له لاسه يې دى د تباهۍ كندې ته غورځېدلى و.
اوس مهال د هغه په ذهن كې همدې يوې څپې شور او توپان راپورته كړى و چې څنګه له زندانه پښې سپكې كړي؟ خو كومې پايلې ته هم نه و رسېدلى، له ډېرې غوسې يې ديوال په سوك وواهه، غوټۍ غوټۍ وينه يې له ګرېدلي پوستكي راووته، ناڅاپه يو كړنګ شو …
اسمان لا هم غړمبېده، چرته لرې اسماني ټكه پرېوته او رڼا يې د ده سترګې هم وبرېښولې، هغه له ډېرې مودې راهيسې د زندان په دغه توره خونه كې د رڼا څرك نه و ليدلى، خو د بريښنا يو پړك يې سترګې د سيمټي ديوال په يوه درز كې وګنډلې.
په ډېره بيړه يې ځان ورورساوه او د پښو په سر ورته كيناست، درزيدلي ځاى ته يې ښه غور وكړ، د سيمټو پلستر ترې ډډ شوى و، ساه ګانې يې بې واره شوې، اخۍ … دا خو يې بلكل پلستر راختلى و، تيږه يې هم داسې وه لكه چا چې مازې سورى پرې بند كړى وي او نور يې غم هم ورسره نه وي.
ارلوف له درزيدلي ځايه يوه تيږه راښكوده خو له ګوتو يې هم پوستكى واوښت، سختې خولې پرې راماتې وې، بيا يې هم د تيږې په راښكلو هڅه كوله، اخر دې كار هم سر ونيو، يو ځل بيا د بريښنا پړك شو خو دا ځل ارلوف هغه غټه تيږه بې ځايه كړې وه، يو نرى تونل ښكاره شو، د ارلوف هيڅ باور نه راته چې ګواكې د تېښتې لار يې پيدا كړې ده، خپلې خولې يې پاكې كړې، ناڅاپه يې په يو كاغذ سترګې ونښتې، په ويره ويره يې كاغذ تر كړكۍ يوړ، د برنډې په بر سر كې يو ګروپ ( څراغ) روښانه و، په ډېره سختۍ يې د كاغذ يوه برخه ولوسته چې په كې ليكلي وو (( زه له دغې لارې تښتم، له ما وروسته چې دا كاغذ د هر چا ګوتو ته ورغى زما د خوشبختۍ دعا دې راته كوي.))
ناڅاپه يې د چا د پښو ښكالو واورېده، لكه چې د زندان ساتونكى به و، ارلوف ژر د هغه دروند كاڼي مخې ته ودريد، څو د تېښتې په تور ګېر نه شي، خو هغه چې هر څوك و، نيغ د ارلوف تر كوټې تېر شو.
ارلوف يوه اوږده ساه واخسته ، بيا يې په تونل كې خپل سر ومانډه او رو رو په څخېدو شو.
اف خدايه… دا تونل څنګه تنګ دى، بيخي يو انسان په څخېدو هم سم نشو په كې تېريدلى، تونل له خټو ډك و او شنو اوبړيو يې هم ناولى بوى كاوه، بله دا چې تونل په ډېره سخته زمكه كې كيندل شوى و، د ځينو تېرو كاڼو سرونه هم راوتلي و او كله كله به يې ارلوف دومره خوږ كړ چې وينې به يې ترې روانې كړې. خو ارلوف يې په درد ځكه نه پوهېده چې اوسمهال يې د خيال ټولې لوړې ژورې يوازې د تېښتې په مدار راڅرخېدلې، هغه همدا يو فكر درلود چې نن يې د تېښتې ورځ ده د تېښتې…
ارلوف سر تر پايه په خټو ككړ و، تونل هم ډېر اوږد غزېدلى و، هېڅ پاى يې نه درلود اوشېبه په شېبه يې د خواركي ساه ورلنډوله.
خداى خبر د ارلوف له بدنه به څومره وينه تللې وه چې نور بې سيكه شو. يوه شېبه يې حركت وځنډاوه.
بېرته د ستنېدلو لار يې هم نه وه، ځكه دا داسې تونل و چې يوازې وړاندې تګ په كې شونى و، ارلوف ډېره لاره وهلې وه اوس بېرته په شا هم نشو راستنېدلى، يوه شيبه خو بېخي نا اميده شو، له وېرې يې مازغو كار ور پرېښود، حوصله يې وكړه، او يو ځل بيا د تونل په كږليچونو كې د خپل هدف په تلاش و څخيده.
له يو څو كږلېچونو وروسته نا څاپه رڼا شوه، ارلوف د خپلې ازادۍ په فكر كې له ځانه ورك و، زړه يې په زوره زوره درزا كوله او هغه شېبې يې شمارلې چې ارلوف د زندان له قيده ازادې نړۍ ته ګام ترې ايښود.
مزل لا پاتې و خو ارلوف غوښتل چې د سترګو په رپ كې دا لار هم ووهي ، د تونل تورې تيارې د هغه نظر كمزورى كړى و، ځكه يې له رڼا سترګې نه شوې غړولى، خو ناڅاپه د ارلوف سر له يوه كلك شي سره ولګېد، حواسو يې كار پرېښود او بې هوښه يې سر په زمكه كېښود.
يوه شيبه وروسته يې چې سترګې وغړېدې نو يوه تېره كړيكه يې له ستوني ووته، د تونل په پاى كې د اوسپني يوه مظبوطه كټاره لګېدلې او تر څنګه يې د يو مړي تش كالبوت او هډونه پراته وو….