ژباړن: حامد احمدزی
یو ستړی مسافر چې ډیر ستړي مزلونه یې وهلي وو یوې ونې ته ورسېد اوپریکړه یې وکړه چې د ونې تر سیوري لاندې به ارام کوي.
خو دی خبر نه وو چې دا ونه جادويي ده هرڅه به چې د چا په زړه کې را وګرزېدل هغه به یې کول.
کله چې ستړی مسافر په کلکه ځمکه کېناست په زړه کې یې راتاو شوه چې کاشکې یو نرم تخت وی چې په هغه کې ارام پروت وی دمه به مې جوړه شوې وه.
ناڅاپه یې یو تخت په څنګ کې پیدا شو.
مسافر له ځانه سره وویل: څومره وږی تږی یم، دریغه ښه خواړه وی چې خوړلي مې وی لوږه به مې لرې شوې وه.
ناڅاپه له خوندورو خوړو نه ډک یو میز چې بیلا بېل خواړه پکې وو مخې ته راغی، سړي بېغمه خواړه وخوړل له خوړو وروسته یې سترګې درنې شوې خوب ورغی پر تخت یې ډډه واچوله او د دغې حیرانوونکې ورځې د ټول پېښو په اړه یې فکر کاوه.
په زړه کې ورتېره شوه که زه ویده شم هسې نه چې وږی پړانګ راشي او ماو خوري، ونه خو جادويي وه او هر څه به چې د چا په زړه کې را وګرځېدل هغه به یې کول ناڅاپه یو وږی پړانګ پیدا شو او سړی یې یوه ګوله کړ.
دا مه هېروئ چې موږ هر یو پخپل وجود کې د ننه یوه جادويي ونه لرو، دا ونه هر هغه څه کوي چې موږ یې ورته وایو، نو هیڅ کله خپل ذهن ته منفي فکرونه مه پرېږدئ؛ ټولې وېرې مو له زړه وباسئ څو مو دا جادويي ونه وېرې پر حقیقت بدلې نه کړي پر ځای مثب فکرونه او خیالونه پخپل زړه کې ځای کړی.
You also might be interested in
د سامسونګ کلیمه د دریو ستوریو په مانا ده چې[...]
شفیق امیرزی دا خبره سمه ده چې رسنۍ د یوې[...]
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل ارواپوهنې او طب د مسکا خورا[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی