جغل د کانکریټو په مخلوط ډیزاین څه ډول اغیزکوي؟ How Course Aggregate Affects Mix Design
جغل د کانکریټو له مهمو عناصر څخه دی، چې دکانکریټي مخلوط زیاته برخه تشکیلوي.ځکه نو دا د کانکریټو مخلوط په ډيزاین هم اغیز لري.د هغې خواص لکه مقاومت ،ترټولو غټ سایز ،شکل او داوبو جذب دکانکریټو اوبو غوښتو په مقدار ،او په کانکریټي مخلوط کې د شګې او سیمنټو مقدار په ټاکلو کې اغیز لري.تجربو ښودلې چې د جغل د سایز غټوالی په مخلوط کې د اوبو غوښتنه کموي ځکه غټ سایز جغل نسبت وړوکي سایز جغل ته زیات سطحې مساحت لري.نظر شکل ته ،ګرد جغل په نورمال مقاومت کانکریټو کې اقتصادي تمامیږي .
خو په لوړ مقاومت کانکریټو کې زاویه دار جغل کارول غوښتل کیږي .په دې سره که چیرې جغل ښه درجه بندي شي دموادو جلاکیدو (segregation) اندازه ورسره راکمیږي .دا په ډاګه کوي چې په مخلوط ډيزاین کې د جغل ښه درجه بندي څومره مهمه وي.څومره چې لوړمقاومت لرونکی جغل وکارول شي هومره به د کانکریټو مقاومت لوړ وي.
1. د جغل ترټولو غټ سایز. Maximum Aggregate Size
د جغل ترټولو غټ سایز یو له هغو فکتورونو دی چې داوبو غوښتنه کنترولوي او یو اندازه کاروړتیا ترلاسه کوي.دا همدارنګه د شګې مقدار ټاکي .د ورکول شوي وزن لپاره ،څومره چې دجغل سایز غټ وي ،هومره د جغل سطحې مساحت کم وي او برعکس هم .څومره چې د غټ سایز جغل کمیږي هومره ورسره د جغل سطحې مساحت کمیږي.څومره چې سطحې مساحت زیاتیږي هومره ورسره د اوبو غوښتنه زیاتیږي څو د ذراتو سطحه وپوښي .که د ترټولو غټ سایز جغل اندازه کوچنۍ وي نو هغه زیاته اندازه شګې ته ضرورت لري چې ذرات یې وپوښي او د کانکریټي مخلوط یوځای والی او غلظت وساتي .نو دهمغه یو شان کار وړتیا لپاره که د 20mm جغل پرځای 40mm جغل وکارول شي د اوبو –سیمنټو نسبت به راټیټ کړي او مقاومت به لوړ شي .نو کیدای شي د سیمنټو د مصرف کمیدو لپاره د جغل سایز غټ غوره شي.ډیری وخت د جغل ترټولو غټ سایز د محافظوي قشر او سیخانو ترمنځ د فاصلې ورکولو له امله محدود وي او نه شو کولی چې غټ سایز جغل وکارو .
2. د جغل درجه بندي. Grading of Coarse Aggregate
درجه بندي په اصل کې د جغل د ذراتو د سایز د ویش پیداکول دي .دا دسیمنټو او اوبو په غوښتنه ،کانکریټو په کاروړتیا او مداومت باندې اغیز لري.د جغل درجه بندي ددې لپاره ضرور ده چې غلیظ او سره نښتي کانکریټ ترلاسه شي.د غټ جغل ترمنځ پاتې شوې خالیګاوې د وړو جغلو په واسطه ډکیږي .د جغل مناسبه درجه بندي د کانکریټو جلاکیدل راکموي په ځانګړي ډول د لوړکاروړتیا کانکریټو لپآره او دکانکریټو تختوالی ښه کوي .د جغل مناسب حدونه په ASTM C33/ C33M and IS 383 – 1970 – table 2 کې ښودل شوي .
Fig. 2: Well, Good, and Gap Graded Aggregate
3. د جغل شکل . Shape of Coarse Aggregate
جغل کیدای شي ګرد وي ،زاویه دار وي او یاهم غیرمنظم شکل ولري.ګرد جغل د کم سطحې مساحت درلودو له امله ترټولو ټیټ حد اوبو غوښتنه لري.دا خاصیب ددې زمینه برابروي څو ښه اقتصادي مخلوط کانکریټ محصول ورکړي تر M35 پورې .خو سره له دي هم د M40 او له دې پورته کانکریټو لپاره به یی دنښتلو قوه کمزوې وي ځکه نو هلته د زاویه دار جغل کارولو سپارښتنه کیږي.زاویه داره او ټوټه یې (Flaky) جغل نه یواځې داچې د اوبو غوښتنه لوړوي همدارنګه د موادو جلاکیدو(segregation) زمینه هم برابروي .دا همداراز د کانکریټو مقاومت هم ښکته راوړي.
Fig. 3: Shape of Aggregate
4. د جغل مقاومت . Strength of Coarse Aggregate
د جغل د موادو مقاومت او محکمیت د ډبرو د ماتیدو مقاومت(crushing strength of rock) ،جغل ماتیدو قیمت (aggregate crushing value)،د جغل د ضربې قیمت(aggregate impact value) او جغل د سولیدو قیمت (aggregate abrasion value)له مخې پیداکیږي .
5. د جغل جذب. Aggregate Absorption
د جغل جذب په وچو شرایطو کې اود کانکریټو لپاره په وچو شرایطو کې د مشبوع سطحې(saturated surface) داوبو غوښتنې د اصلاح کوونکي فکتور (correction factor)پیداکیدو لپاره کاریږي .جغل کیدای شي د خپل وزن تر 2% پورې اوبو جذب کړی ،.خو کیدای شي په ځینو شرایطو کې ان تر 5% پورې ورسیږي .