مرکه کوونکی: جاوید حیدرزی
لومړی پوښتنه: ښاغلې تاسو په لنډ ټکو کې ځان د اونیزې لوستونکو ته ور وپېژنئ او هم مو د مسوولیتونو په هکله یو څه رڼا واچوئ؟
ځواب: نوم مې غالب میاخیل دی د کورنیو چارو وزارت اړوند د بشري حقونو ښځو چارو او اطفالو ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کوم.
د یادولو وړ دی چې زه د اداری رییس په نشتون کې د مدیریتونو او د هغې اړوندو کړنو د نظارت تر څنګ د ریاست د کړنو او اجرااتو په هلکه لوړو چارواکو ته راپور ورکوم.
کوم اسناد چې د کړنو په موخه د لوړو مقامونو څخه زموږ ریاست ته لیږل شوي وي، د هغې د کړنو په برخه کې اړوند مدیریتونو ته هدایت ورکوم او د ریاست په استازیتوب د ځینو طرحو، راپورونو او اسنادو په اړوند چې زموږ ادارې ته د نظر غوښتنې له پاره استول کیږي د هغوي په اړه نظر او مشوره ورکوم او همدارنګه د وزارت دننه او بهر په غونډو کې ګډون کول زما د دندې یوه برخه ده.
دویمه پوښتنه: جندر ستاسو له نظره یعني څه؟
ځواب: جندر د یو لړ اصولو او قواعدو ټولګه ده چې د ټولنې د غړو له خوا یې بنسټ اېښودل شوی او د ټولنې د افرادو نقشونه، مسوولیتونه او دندې ټاکي. د جندر نقشونه او اړیکې فطري او ذاتي ندي بلکې د تغیر وړ دي؛ نو ځکه جندر د ښځینه کلیمې مترادف ندی بلکه ښځینه او نارینه او د هغوی خپل منځي اړیکې څیړي.
د جندر کلمه یو ټولنیز مفهوم دی چې د جنس د کلمې سره تفاوت یا توپیر لري.
جنس: عبارت له یو لړ فطري، بیولوژیکي، طبیعي او جسمي توپيرونو څخه دی چې د ښځو او نارینو په منځ کې شتون لري او د داوړو د پیداښت سره تړلی وي. که په لنډه توګه ووایم نو جنس طبیعي پدیده او امر دی او جندر د ټولنې له خوا رامنځ ته کیږي.
جنس پیولوژیکي اړخ لري په داسې حال کې چې جندر پیولوژیکي ندی؛ ځکه جنس د پیداښت په وخت کې مشخص کیږي او جندر د پیداښت په مهال نه شي معلومیدای.
پوښتنه: لکه څنګه چې ویل کېږي له ښځینه پولیسو سره د تاوتریخوالی پېښې شته، تاسو د هغوی د مخنیوی او حل لارې په څه کې وینئ او په دې اړه مو څه کړئ؟
ځواب: د تاوتریخوالي د مخنیوي او کمولو په موخه زموږ د ریاست له خوا یو لړ ورکشاپونه او سیمینارونه د ملي پولیسو منسوبینو له پاره په مرکز او ولایتو کې تر سره شوي چې ښې پایلي یې درلودې چې د دې سیمینارونو شمېر یوازي په روان کال کې 33 سیمینارونو ته رسي او په راتلونکي کې هم ورته پلانونه لرو تر څو د مېرمنو یادې ستونزې ټیټې کچې ته ورسي، موږ په دې هکله رسینزې خبرتیاوې هم درلودي او هم په په راتلونکي کې ورته خبرتیاوې په پام کې لرو او همدا شان موږ د دیني علما او سیمه ییزو مشرانو سره دې سلا او مشورې کړي او په نږدي راتلونکي کې به یادې ستونزې دوی په مرسته نورې هم ټیټې کچې ته ورسي.
پوښتنه: آیا ویلای شي چې د ښځینه پولیس شمېر څومره او همداراز د نویو ښځینه افسرانو د رول په هکله له لوستونکو سره معلومات شریک کړئ؟
ځواب: تر اوسه پورې د کورنیو چارو په وزارت کې د پولیس په لیکو کې 2451 تنه او په ملکي بخش کې 308 تنه کارکوونکي دندې لری همدارنګه په روانه اونۍ کې 389 تنه ښځینه افسراني د مسلکي زده کړو څخه وروسته هېواد ته راستنې شوي چې د دوي په شتون سره اوس د ښځینه پولیسو شمېر 2840 تنو ته اوچت شوی دی.
پوښتنه: دا چې د تېر په پرتله د ښځینه پولیسو په شمېر کې ډېر والی راغلی ستاسو په اند یې لامل څه او ترکومه بریده چارواکي د هغوی تشویق او ستونزو ته ژمن دي؟
ځواب: د ښځینه پولیسو د شمېر د ډیروالي لاملونه ډیر دي خو مهم او اساسي یې په لاندې توګه ویلای شم:
ښځینه پولیسو ته د مادي او معنوي امتیازونو ورکول،
د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې د خلکو پوهاوی،
پر ملي پولیسو د خلکو د اعتماد او باور پیدا کیدل،
د اسلامي ارشاداتو پر بنسټ ښځو ته د هغوی د حقونو پیژندګلوي،
د تاوتریخوالي د قانون نافذیدل،
د مدني ټولنو له اړخه د ښخو د حقونو څخه حمایت،
په افغانستان کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د هغوی د څانګو فعالیتونه،
بهرنیو هېوادونو ته د مسلکي زده کړو په موخه د نجونو استول،
د کورنیو چارو د مشرتابه له خوا د ښځینه پولیسو د حقونو څخه حمایت او هغوی ته د امتیازونو ورکول،
پوښتنه: که په لنډو ټکو کې خپل پیغام د ټولنې د خدمتګار په توګه د ټولنې وګړو ته ووایاست؟
ځواب: زما پیغام ټولو هېوادوالو ته دا دی چې د ملي پولیسو سره مرسته وکړي تر څو په ټولنه کې د جرمونو مخنیوي وشي او همدا شان له مېرمنو څخه زموږ هیله ده ترڅو په خپل ګډون سره د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر زیات او له همدې لارې وکولی شو چې په ټولنه کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرمونو کچه را ټیټه او یوه سالمه ټولنه ولرو.
په همدې هیله