• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

جنسي فقر

Home اروا پوهنهجنسي فقر

جنسي فقر

ليکنه: هلال کريمي
انسانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خواړه او اوبو ترڅنګ شمېر نورو شیانو ته هم اړتیا لري، د دې اړتیاوو له جملې څخه یوه مهمه اړتیا مخالف جنس او یاهم جنسي اړتیا ده، ډېری خلک جنسي اړتیا په ټاکلی زماني سن پوري تړي په داسې حال کې چې جنسي اړتیا د پېداېښت سره سم د انساني اړتیاوو په حوزه کې شاملېږي خو د ځوانی د دورې وړاندې دغه اړتیا د مور او کله هم د مخالف جنس سره د لوبو او خبرو کولو په واسطه پوره کېږي، خو د ځوانی د عمر د رسېدو سره سم په یو شمېر ټولنو کې د فرهنګي محدودیتونو له امله د ځوانانو دغه اړتیا د پوره کېدو په لار کې خنډونه رامنځ ته کېږي، ځوانان چې له یوې خوا د مور د مینې له کمښت سره مخ کېږي د بلې خوا مخالف جنس سره د خبرو، لوبو او یوځای اوسېدو څخه بې برخې پاتې کېږي، دغه بې برخې پاتې کېدل د دې سبب کېږي چې د ځوان جنسي اړتیا پوره نه شي.
نو لکه څرنګه چې په پورته کرښو کې مې اشاره وکړه جنسي اړتیا د خوراک او.څښاک په څېر ارزښت لري.
په نس وږی انسان د موړ انسان غوندې کار نه شي کولی بلکه ګوښه ګېره کېږي او د لوږې د رفع کولو لپاره لاس په کار کېږي په همدې توګه په جنسي فقر اخته کس هم د عادي افرادو يه څېر خپلې چارې مخته وړلی نشي ځکه هغه د خپلو.اړتیاوو د رفع کولو په لټه کې وي چې ځینې وخت د دې اړتیاوو پوره کولو لپاره ناوړه کارونو ته لاس اچوي.
په ټوله کې ویلی شو چې جنسي فقر جنسي وړیتوب دي چې ډېر شمېر خلک پرې اخته دي.
د جنسي فقر څو بېلګې:
۱:مخالف سره پرته له اړتیا د خبرو کولو هڅه.
۲:په پوره توګه مخالف ته کتل او د وجود د برخو په هکله یې تبصرې کول.
۳:مخالف جنس سره د خبرو پلمه لټول.
۴:د مخالف جنس په وړاندې د هغه اړوند حقایق نه بیانول لکه که هغه ډېر ښه نه وي د ځان نږدی کولو او.جنسي مجبوریت لپاره د هغه ستایل.
۵:مخالف جنس ته چاپلوسي.
محرومیت( ځینې وختونه د شدید محرومیت له امله د مخالف جنس سره په قطعي توګه خبرې نه کول).
۶:په فیسبوکونو کې د مخالف جنس په ځانګړی توګه نجونو هر رقم پوسټونو ته کمنټونه کول.
۷:مخالف جنس ته د خور او یا ورور په ویلو.سره هغه ته د ځان نږدی کول.
۸:په خوله ښه او په زړه بد نیت لرل.
۹:په مختلفو القابو د یو شمېر سیاسي او ټولنیزو څېرو ستایل او یا بد ویل( په ځانګړی توګه د ښځینه مطرحو څېرو).
۱۰: د نالیدلي مخالف جنس سر ټیلفوني اړیکې.
یادونه: د جنسي فقر د مخنیوي لارې چارې په بله لیکنه کې.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ماشوم روزنه

Sep 5, 2018

لیکنه: هلال کريمي والدين د ماشوم لومړني روزونکي ګڼل کېږي، همدارنګه[...]

ښوونیز نصاب

Jul 17, 2019

ليکنه: هلال کريمي ټولو ته جوته ده چې د نننۍ[...]

د ګډ ژوند په جوړولو کې د مشاورې ارزښت

Jul 17, 2019

ليکنه: هلال کريمي له واد څخه وړاندې د مشاورې ارزښت[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022