لیکنه: قدرت الله مبارک
لومړۍ برخه
[quote]هغه څه چې ټول کرکه ورنه کوي خو ټول ورمات دي…![/quote]
له هغه ټولنیزو پيښو چې انسان او انساني ټولنه یې تر بل هرڅه ډيره متاثیره کړې یوه هم جګړه ده.
هغه څه چې د انسان د پیدایښت سره سمه پیدا سوې او د آسماني اقوالو سره سم آن د انسان د پیدایښت اصل د حق او باطل تر مینځ پر جګړې ولاړ دی. د جګړې د پیل همدا اصل بیا په را وروسته کې انسانان دې ته اړ باسي چې ځانته د حق د موقف پر ورکولو وخت پر وخت د نورو جګړو د پاره بهانې او پلمې پیدا کړي..
که چیري پر دې خاوریني سیارې د انسان موجودیت له پیله بیا تر ننه په سم ډول وڅیړو په ډير زحمت به داسې وخت پیدا کړو چې جګړه دې نه وې پکښې سوې، د تاریخ نژدې هره پاڼه په یو ډول نه یو ډول د جګړې کیسې کوي… یو پاچا یوه سیمه وروسته له سختې جګړې نیولې، د سیمي ټول خلک یې وژلي او هغه سیمه یې خپل تر ولکې لاندې راووستې، بل ځای کوم باچا بیا د خپلو کورنيو رقیبانو له خوا په یوې کورنی جګړه که وژل سوی؛ ځای یې بل چا نیولی، چا د یو ظالم یرغلګر سره جګړه کړې خپل وطن یې ساتلی او چا بیا د تیرو وختونو د انتقام په پار د سیالانو سره جګړې کړي او د همدې جګړو په پایله کې یې یا ماته خوړلې او یا یې د سیال سره یوځای د هغه ټول قوم او قبیله تر تیغ تېره کړېده، چا د غني او حاصلخیزو سیمو د نیولو په پار او ځینو بیا د نورو سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او نورو ګټو په پار د حرص په اوج کې جګړه کړې یا هم جګړې ته اړویستل سویدي.
د انساني تاریخ ډیر لږ څپرکې به داسي وي چې د جګړې پر ځای څه نور شیان هم د ځانه سره ولري، یانې که چیري تاسي د تاریخ له پاڼو د جګړو خبرونه لیري کړی د زرګونو پاڼو تاریخ به سلګونو ته راکښته سي. که چیري د نړی د بیلابیلو هیوادونو ملي او تاریخي شخصیتونه او اتلان مطالعه کړی په آسانئ سره به پوه سئ چې د هغوی مطلق اکثریت د جګړې اتلان ول هغه اتلان چې اتلولي یې یوازي د خپل قوم د پاره محدوده ده خو نورو ته ښایې یو خاین او جنایتکار وي…
د جګړې یادونه په تاریخ کې تر دې حده ډيره ده چې وروسته بیا فرانسوی ټولنپوه ایلم دورکم جګړه د تاریخ بل نوم بولي. داسې چې کانون هندرسن وروسته ادعا کوي چې د عسی مسیح د زوکړې نه د ۳۵۰۰ کلونو نه وړاندې بیا د شلمي عیسوي پیړی تر پایه مځکه ټول ټال د ۱۴۵۰۰ جګړو شاهده وه چې ۳.۸ ملیارده انسانان پکښې وژل سوي او یوازي درې سوه کلونه داسي دي چې مځکه پکښې د انسانانو تر مینځ د جګړې شاهده نه ده هغه هم په داسې حال کې چې همدا درې سوه کلونه په خپله د جګړه ییز ماحول تر فشار لاندې سولي ته اړویستل سويدي.
[quote]د طبیعت او بل هر څه نه ورها خوا جګړه په خپله د انسان د خوا پر ځای نازل سوی آفت دی، هغه آفت چې د بد ګڼلو سره سره یې وخت پر وخت روزلی او پاللی دی.[/quote]
د جګړي زیانونو او تخریباتو ته په کتو به حیران سئ چې څنګه انسانان تر بل هرڅه ډير له جګړې سره سر او کار لري، د جګړې ناخوالو او وحشتونو ته په کتو د تعجب ځای دی چې انسانان د هرڅونې کرکې سره سره بیا هم په یو ډول نه یو ډول د جګړې تر اثر لاندې او د جګړې ته غېږ ورکوي.
که چیري له پیله تر ننه وګورو هومره چې جګړې انسانان وژلي بل هیڅ کوم مرض، هیڅ ویروس او مکروب نه دي وژلي، انسانان هغسې چې د سرطان، ایډز، ملاریا یا نورو ورته مرضونو او د هغوی له بدو عواقبو سره حساس دي او وخت پر وخت یې په وړاندې دریدلي او علاجونه یې ورپیدا کړیدي کله هم عملا د جګړې د ختمولو د پاره نه دې همغږي سوي. جګړه د خپل هر څومره منفوریت سره سره بیا هم د انسانانو په ژوند کې منل سوی عنصر شمېرل سوی ، که تاسې واوری چې یو کس د کوم نوي او نا آشنا مرض له وجهې مړ سوی ښایې ډیر خوابدي سئ، حیران به سئ چې تر اوسه ولې زموږ پام نه دی ورته سوی ټولنه به وښوريږي، د مرض ډول به مطالعه سي او د مخنیوي لپاره به یې خورا ډير ساینسپوهان په لابراتوارونو کې څیړني وکړي او د لمینځه وړلو د پاره به یې ډير قوي درمل جوړ کړای سي، خو که واوری چې یو څوک په جګړه کې وژل سوی ښایې تر ډیره درته عادي وي، فرق نه کوي چې د نړی په کومه برخه کې به یاست خو مطمینا د جګړې په باب وړاندې له وړاندې په ذهن کې یوڅه لری، د جګړې سره په یو ډول نه یو ډول تماس لری، یا مو خپله په جګړې کې برخه اخیستې یا مو یو نژدې کس د جګړې ګډونوال وو او یا هم له هغه کسانو یاست چې په یو ډول نه یو ډول یې د مالیاتو او نورو چارو له لارې د جګړې سره مرسته کړیده.
هیڅوک به د هغه مرض د علاج لپاره لاس په کار نه سي چې له وختونو راهیسې یې انساني ټولنه د بدبختئ پر ټغر کښېنولې ده، ځکه همدا مرض په خپله انسان مینځته راوړی او دا یې په ابدا په وس کې نه ده چې د جګړې پر وړاندې یو ثابته او دوامداره موقف ولري. ته وا که جګړه نه وي نو انسان هم نه سته….
د جګړې په باب به هغه وخت نور هم حیران سئ که وګوری چې په جګړه کې ښکیل هر څوک د جګړې نه کرکه څرګندوي،تاسې به د جګړې پر وخت هغه سیاستوالان چې جګړه یې د سیاستونو له وجهې مینځته راغلې وګورئ چې تر وروستي حده د جګړې پر ژر تر ژره پای ته رسولو او بد ګنلو تر بل هرچا وړاندې دي. ددې نه ورها خوا په خپله هغه پوځیان چې جګړه کوي تر ډيره د جګړې نه خوښ نه دي محکوموي یې، بده یې ګڼي او په باب یې منفي نظر ورکوي…
[quote]جګړې انساناني تمدنونه مینځته راوړي او همدا مینځته راغلي تمدنونه بیا د همدې جګړې لخوا بېرته لمینځه تللي او ځای یې نویو تمدنونو نیولی دی نو جګړه تمدن زیږوونکې هم سوه او د تمدنونو قاتله هم.[/quote][quote]همدې جګړې انسانان وژلي، زیربناوې یې د مینځه وړي، د ژوند چاپېریال ته یې زیان اړولی، فرهنګې زیرمې او د فرهنګ ډک تمدونونه یې د تل د پاره چپ کړي او په وار وار یې انسانان له پرمختګه اچولي دي.[/quote]
جګړه که څه هم ډيرو ته یو ساده مفهوم دی خو په همدې ساده توب کې یې داسي ډير ټکي سته چې انسان هیښوي، داسې چې هیڅوک تر اوسه نه دی توانیدلی چې د جګړې د پای ته رسولو په پار کوم جامع مفهوم مینځته راوړي، هیڅ ټولنپوه، هیڅ سیانسپوه په ټولیز ډول د جګړې د لمېنځه تګ د پاره کومه طرحه نه ده ورکړې تر اوسه چې هر څه د جګړې په باب سويدي یوازې پر دې راڅرخي چې موږ څه ډول جګړه کنټرول کړو، د جګړې نه را پیښ احتمالي زیانونه کم او تر ځنډه د جګړې وروسته د سولې د راتګ لپاره میکانیزمونه مینځته راوړو… یانې دا چې نژدې ټوله دې تریخ حقیقت ته رسېدلي چې د انسان او جګړې اړیکه تر هغه څه په وار وار ډيره ټینګه ده چې موږ یې انګېرو، آن څوک پر دې نه دي توانیدلې چې عملا د جګړي په باب د ټولو انسانانوموافق نظر تر لاسه کړي.
تاسې که هر انسان په انفرادي ډول وپوښتئ، د جګړې په باب یې نظر وغواړی نو په آسانۍ سره به پوه سئ چې جګړه د نژدې هر انسان بد راځي خو که وروسته وګورئ همدا کسان چې په انفرادي ډول له جګړو ستوماني او کرکه ښیې په یوه ډله کې د خپل وخت تر ټولو لوی جګړه ماران وي، ته وا انسان باید د جګړې د پای د پاره باید له نورو بیخي ګوښه کښیني؟!..
په داسې حال کې چې جګړې وخت پر وخت او ګام پر ګام د انسان د فکري او ټولنیز پرمختګ سره سم پرمختګ کړی او نوي بڼي یې غوره کړي دا خبره تقریبا ناممکنه بریښې چې یوه ورځ به داسې هم راسي چې نور به نو په مځکه کې جګړه نه وي بلکه په فضا کې دسوله ییزو سیالیو وروسته د وسلو د لیږد او په فضا کې د جګړو اټکل دا ویره هم د ځانه سره لري چې انسان به ممکن همدا جګړه آن تر خاوریني سیارې ورها خوا فضا ته د ځانه سره انتقال کړي.
دا پوښتنې چې د دومره زیانونو او ناخوالو سره انسان ولې کله هم د جګړې پر پای عملي هڅه نه ده کړې؟ جګړه ولې د پوهې او علم د پرمختګ سره سره او په داسې حال کې چې انسان د خپل فکري بقا وروستیو پوړیو ته د رسېدو په حال کې دی لا هم د انسانانو ژوند په خپله د انسانانو له لورې ګواښي؟ او دا چې که څه هم انسان ذاتا د زیان نه تښتیدونکئ او په ګټو پسې موجود شمېرل کیږي ولې انسانان په واقعي ډول د جګړو خطر او زیانونو ته نه دي متوجه نژدې د هر کس په ذهن کې سته.
هر ملت که هر څومره هم پر جګړو ویاړي او تیر تاریخ یې د جګړو ډک وي او آن په حال کې هم پر جګړه بوخت وي بیا هم د سولې شعار پورته کوي او په داسې حال کې چې ټوپک یې په لاس نیولی د سولې راتګ ته هیله مند او خوشبینه دی…
که چیري تاسې زموږ د خپل هیواد تېر تاریخ وګوری نو تر بل هر ځای دلته ډیر جنګونه سویدي، که د مکتبونو او پوهنتونو کتابونو ته ځیر سو هلته هم زموږ د تېر تاریخ جګړې په خورا ویاړ سره یاديږي او د همدې جګړو اتلان زموږ ملي اتلان دي، په داسې حال کې چې تر بل هر ملک ډير موږ له جګړو ډیر زیانمن سوي یو موږ بیا هم جګړه د خپل هیواد یواځینئ ویاړ ګڼو او که چیري جګړې ورنه وباسو ښایې زموږ د هیواد د تاریخ کتاب د زرو پاڼو نه سل یا دوه سوه پاڼو ته راکښته سي.
د جګړې ناخوالو ته په کتو شاید د ټولو ذهن ته همدا خبره راسي چې که چیري جګړه نه وای نړی به تر هغه په وار وار ښایسته وای څرنګه چې یې موږ فکر کوو، دا وخت په داسې حال کې چې په نړۍ کې ډير داسې انسانان سته چې له لوږي مري او د لوږي سره مخ دي یوازي د لویو قدرتونو نظامي بودجې تر هغه څو چنده ډيره ده چې موږ کولای سو د نړی ټول انسانان پرې ماړه کړو او دا په خپل وخت خندونکې او ژړونکې هم ده، د نړۍ پر سر ډير هیوادونه داسې سته چې وګړي یې د خوړلو ډوډۍ نه لري خو پوځ یې ورځ تر بلي د نړۍ تر ټولو قیمته او پرمختللي وسلې رانیسي…
د جګړو مخربو اثراتو او پریمانه زیانونه له یوې خوا او د انسانانو لیونۍ او مرموزه علاقه ور سره له بلي خوا سړی دې ته اړ باسې چې په دې باب د دریم او نامریې لاس په باب فکر وکړې ته وا د انسانانو او مځکې لپاره مینځته راغلې ، فکر کوې جنګ د یو ضرورت په شان دی چې د هغې نه بغیر به ژوند ممکن ډير ستونزمن وای؛ دا چې د نامریې لاس اراده څه ده موږ ډير نه پر پوهیږو اما لږ تر لږه ویلای سو چې جګړه په هر حال یوه مضره او مخربه پدیده ده چې د انسانانو پر ژوند یې تر بل هر څه ډير بد اثرات پرې ایښي او لا یې پریږدي. ځکه نو په کار ده چې موږ د جګړې په باب په ذهن کې روښانه تصویر پیدا کړو، د جګړې په باب مطالعه وکړو او په اکاډمیک، منطقي او منل سوي ډول عام ذهنیت د جګړې سره د کرکي او د جګړې په وړاندې دریدلو ته تیار کړو.
د لکینو په دې لړۍ کې به چې لومړۍ برخه یې تاسې ولوسته تر ځنډه هڅه وکړو د جګړې بیلابیل اړخونه مطالعه او د جګړې د ماهیت په باب د لوستونکو معلومات لا ډير قوي کړو…
په راتلونکو لیکنو کې به د جګړي پر تعریف، د جګړې پر ډولونو، د جګړې پر عواملو، د جګړې پر فلسفې، د سولې په اړه او دا چې څنګه کولای سو لږ تر لږه جګړه کنټرول کړو اړین ټکي ولرو. تمه مې ده چې ویې لولی او په باب یې خپل نظرونه شریک کړی…