لیکنه: بصیر الحق عادل
د دغې فابريکې مسؤلين وايي، روانې جګړې او د خلکو کمزوري اقتصاد د دوی د توليداتو او د پلور چارې کمزورې کړي دي.
دوی اندېښنه ښيي که دغلته روانه جګړه نوره هم وغځيږي نو د دوی ډېری کاريګر به بېکاره او پر خپلو کورنو به کښېني.
په لښکرګا ښار کې د حجارۍ او نجارۍ دا فابريکه پنځوس کاله پخوا جوړه شوې، چې د جګړې تر کلونو مخکې دلته سلګونه مسلکي کسانو کار کاوه.
په دې فابريکه کې اوس هم ډبرين لوښې، لوحې او يو شمې نور زيني توکي جوړيږي چې ډېری يې لوړ پوړو دولتي چارواکو ته د ډالۍ په توګه ورکول کيږي.
دا کارخانه ۵۱ سلنه خصوصي او ۴۹ سلنه دولتي ده چې دا مهال پکې پنځه اتيا کاريګر کار کوي چې، د پخوانیو او اوسنیو مشېنریو په وسیله د هلمند د دیشو د کان د روخام ډبرې توږي او ډول ډول زینتي توکي پروسس کوي.
د دې فابریکې یوه بله برخه بیا د نجارۍ چارو ته ځانګړې ده، د دفتر او کورونو لپاره المارۍ، میزونه او چوکۍ جوړوي او دلته هم فني او مسلکي کسان کار کوي.
د هلمند د حجارۍ او نجارۍ د فابریکې مشر محمد لعل کار ګر وايي، ورستيو نا امنیو او د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت يي د تولیداتو پر بازار ناوړه اغیز کړی، دی وايې تولیدات يي بازار نه لري او نږدې ده چې د فابریکې دروازه يې وتړل شي.
کار ګر وايي، د برېښنا نشتوالی، دغلته روانه جګړه او د خلکو اقتصادي کمزورتيا يې بیلابیلا لاملونه دي چې د دوی د تولیداتو مارکېټ يې له کار ویستلی دی.
د فابریکي رئیس محمد لعل کارګر له قوله، که دولتي او نادولتي ادارې د بهرنیو پرنیچرو پر ځای د دوی توکي وپيري، نو هم به ښه تولیدات ترلاسه کړي او هم به يي خپله پخوانۍ فابریکه له تړلو ساتلې وي، خو دی ګیله لري چې دولتي ادارو هم دې چارې ته خاصه پاملرنه نه ده کړې.
نوموړی د دې فابریکي فني کار کونکي هم یو څه مایوسه دی او وايي که يي مارکېټ سم نه شي نو ښايي د دوی دنده له لاسه ووزځي او یا هم وځنډېږي
د هلمند حجارۍ او نجارۍ فابريکې ته خام مواد د دغه ولايت له ليرې ولسوالۍ دېشو راوړي او دلته يې تر پروسس وروسته د هلمند ترڅنګ يو شمېر نورو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو ته هم توکي ځي.