لیکنه: ذکریا شنیزی
د مکسیکو په خلیج کې وروسته له هفتو برمه کارۍ، ساینس پوهانو د هغه وژونکي استروئید د ډبرې نښانې وموندلې د کوم په واسطه چې ځمکه ویشتل شوې وه او دیناسورانو نسل یې د نابودۍ سره مخ کړ. داسې باور کیږي چې دې استروئید د دیناسورانو ټول نسل له ځمکې څخه پاک کړ. دا مهمه واقعه د 100 میلیونونو کلونو په موده کې یوه مهمه واقعه د چې ځمکې په مخ رامنځ ته شوې ده (جونا مارجن د لندن امپریال کالج جیوفزیک پوه). 230 میلیونه کاله وړاندې د ځمکې پرمخ د نباتانو، ځنګلونو او نورو حیواناتو او حشراتو سربېره یو ډول غټ او قوي مخلوق چې دیناسوران دي ژوند درلود. دیناسورانو ميلیونونو کاله په ځمکه ژوند وکړ. څیړونکي وایي؛ دیناسورانو ډېر غټ او قوي وجودونه درلودل، د څېړنو له مخې مختلف جسامتونه یې لرل لکه: ۲۵ ټنه، ۵۰ ټنه، ۸۰ ټنه او آن ۱۲۰ ټنه وزن یې هم درلود.
له 1980 لسیزو را پدېخوا ساینس پوهان او څیړونکي د واقعې د ځای په باره کې پوهییږي چې دا سیمه د یوکاتان پنسلوانیا (Yucatan Peninsula) سره نیژدي پرته ده، خو ولې د نمونو د لاسته راوړلو په باره کې څه نه وو. د چاکسولوب (Chicxulub) په نامه مشهور د استروئید د لګیدو د ځای ټول فاصله تقریبا 125 میله ده، چې دا ځای هغه وخت را منځ ته شو کله چې د نیویارک ستاتن ایسلند (Staten Island, N.Y) په اندازه یوه اسماني کاڼي یا استروئید چې تریلیونه ټنه وزن یې درلود، 65 میلیونه کاله پخوا له ځمکې سره ټکر وکړ. د ټېکزاس پوهنتون د څېړونکو له مخې د دې ډبرې سرعت د ۲۰ نه تر ۳۲ کیلو متره په ثانیه کی ښودل شوی دى.
په پورتني انځور کې د ځمکې د کرې هغه بره لیدل کیږي چې استروئید پرې لګیدلی. له دغه ځای څخه جیوفزیک پوهانو په کامیابې سره وتواندیل چې دهغه استروئید مهمې نمونې راټولې کړې د کوم پواسطه چې د دیناسورانو نسل له منځه وړل شوی ده.
د استروئید ټکر له ځمکې سره په لومړي ځل کې داسې وو لکه د هستوي بم چاودیدل، چې په سلوګونو میله لرې هرې خوا ته یې سوزیدونکي حرارت او د اور لمبې تیتې او خورې شوې، چې په نتیجه کې یې شته ځنګلونو اور واخیست او زیاتره ژوندي ژوي له منځه لاړل. څیړونکي زیاتوي چې دا آسماني کاڼي په ځمکه باندی په دیرش درجو زاویې ولګیده چې د ډبرې د را لوېدو سره سم لومړني تاثیرات ېې سل کيلومتره پراخ او دیرش کيلو متره ژور ښودل شوي دي. د استروئید د لوېدو سره سم یې په ساحل باندی د 8000 مترمکعب په اندازه د اور او شعاع یوه غونډۍ جوړه کړه چې د شمالي امریکا او د شا او خوا سیمو د تودوخې درجه یې ۶۰۰ سانتي ګراد ته لوړه کړه. همدارنګه ویل کیږي چې: د حرارت سره جوخت د خاورو او ډبرو ټوټې هم اتموسفیر او د کری نورو برخو ته خورې شوې. د شعاع او د اور څپې د کری نورو برخو ته په دومره سرعت سره تیت شولې چی د څپو سرعت یې په ساعت کی تر سلګونو زرو کیلومترو لوړ و.
وروسته لدې واقعې، یو غیرې پلان شوی ژمی رامنځته شو. د سلفرو ایرې او د خاورو او ډبرو ټوټو آسمان وریځه کړئ و. په هرځای کې تیاره خوره وه او د یو څه وخت لپاره د ځمکې کره داسې نه وه لکه اوس چې ده. مارګون وایي: زه فکر کوم دا په ریښتینې ډول د څه وخت لپاره د ځمکې لپاره بد شئ و.
دا کیدای شي لږ حقیقت ولري ولې؛ ساینسپوهان په دې باور دي چې د ځمکې د دغه تور تاریخ په اوږدو کې پنځه اویا (75) په سلو کې ټول ژوندي شیان په شمول د دیناسورانو له منځه وړل شوي دي. څیړونکيو مخکې هم د چاکسولوب څخه نمونې اخیستې وې، ولې د اورپایي اتحاديې د سمندري څیړڼو برمه کارۍ هیئت دقیقاٌ د استروئید د خولې هغه هدف ته ځان ورسوه کوم چې تر اوسه نه وو مطالعه شوی. د استروئید لګیدل په ځمکه باندې داسې یو ژور پنډغالۍ جوړ کړی چا شاه او خوا یې د غرونو په څیر مواد شیندلي دي. سن ګولیک تکزاس پوهنتون جیوفزیک پوه وايي: ددې استروئید یا اسماني کاڼي دغه نمونې به ډیر څه څیړونکیو ته ووایي.
په جریان د برمه کارې کې د ځمکې د قشر له مختلفو برخو څخه نمونې اخیستل شوې او د ایوسین وخت کې چې د 50 او 55 میلونو په مابین کې ده د چونې او نورو ډبرو نمونې لاسته راغلې چې د هغه فوسیلونو درلودونکې دي چې د همدغه استروئید لخوا له منځه تللي دي. د هغه برخې نه چې نمونه اخیستل شوې یو ډبله طبقه ده د ماتې شویو او ویلې شویو ډبرو څخه چې د ریګي ډبرو لاندې کوم چې وروسته له غټ سونامي څخه یې رسوب کړی او رامنځ ته شوې ده.
ګولیک وایي: که چيرې په هغه وخت کې کوم مایکروسکوپیک حیوانات ژوند ولري، شاید د هغه فوسیلونه په دغه لاسته راغلو نمونو کې شتون ولري. دا را ټولې شوې نمونې به په جرمني هیواد کې تر څیړنې لاندې ونیول شي.
دا وایي چې د هغه وخت راهسې یو څو تي لرونکي پاتې شول چې په نتیجه کې یې نن څه وینو. د وخت په تېرېدو سره، ځمکه مخ باندې قاره او سمندر سره بېل شول، زیاته برخه د اوبو او کمه برخه وچه پاتې شوه. په قاره او سمندر کې درزونه را منځته شول چې د تکتونیکي پلیټونو په نوم سره یادیږي. قارو مختلفو برخو ته حرکت وکړ او یوې واحدې کتلې څخه بیل شوې کوم چې نن یې مونږ به مختلفو نمونو پیژنو. کوچني حیواناتو او حشرات ژوندي شول، نباتاتو هم ریښې راوويستلې، زرګونه کلونه تېر شول، او ونې بیرته په ځنګلونو بدلې شوې.
د ځمکپوهانو د څېړنو له مخې، هر کال په لسګونو زره اسماني ډبرې او مضره وړانګې د ځمکې د کرې پر لوري حرکت کوي، مګر د ځمکې د کرې په شاوخوا کی الله (ج) په امر داسی قوه او ګازونه ځاى پر ځاى کړي، چی ددې ډول ډبرو او مضره وړانګو څخه ځمکې ته په رارسېدو یا له منځه ځي او یا هم بلې خوا ته اړول کېږي. یو لدې قوې څخه مقناطیسي قوه ده چې ځمکه له مضره وړانګو څخه ساتي او بل لوري ته یې چپوي. مقناطیسي قوه د ځمکې د هستې د باندنې برخې په پایله کې، کوم چې مایع ده او په ډیر ګمان سره د اوسپني څخه جوړه ده، منځته راغلې ده. څرنګه چې پدې برخه کې د حرارت درجه په زرګونو سانتي ګراد ده او د مواد هلته حرکت لري. حرکت یې په دې ډول ده چې د داخلي هستې لور ته حرارت زیات ده نو ګرم مواد په باندې هسته کې د مانتل خواته راځي، څرنګه چې هلته حرارت کم ده سړیږي او بیرته لاندې خوا ته ځي. یعنې ګرم مواد پورته او یخ مواد لاندې خواته د همیش لپاره حرکت لري. چې په پایله کې یې د ځمکې په شاوخوا داسې یو قشر رامنځ ته کړی چې له هغه څخه ساتنه وکړي. ددې لپاره ښه مثال د برق د هغه لین په څیر ده چې هغه کې برق لیږدول کیږي او د برق د لیږد په جریان کې شاوخوا مقناطیسي ساحه جوړه وي.
آخځلیکونه
Joe Tucciarone/Science Source
http://www.npr.org/
http://www.buzzle.com/
www.sciencedirect.com
نشنل جیوګرافی (مستند فلم)
Published by Google Drive–Report Abuse–Updated automatically every 5 minutes
You also might be interested in
لیکنه: ذکریا شنیزی که غواړی چې بیروني سکالرشیپ لاسته راوړی،[...]
لیکنه: ذکریا شنیزی ای مورجانې! ستا دومره ښکلي نوم ده چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی