ژباړه: محمود سعيد
په ورځ کې څو ځله عينکې يا کيليانې درنه ورکيږي؟ آيا د خپلو همکارانو يا ټولګيوالو نومونه هېروئ؟ کله چې د يوه فلم يا لوبغاړي په اړه خبرې کوئ څنګه؟ آيا د نومونو په ياد راوړلو کې ستونزه لرئ؟ آيا کله مو له ياده وتلي چې يوې کوټې ته ننوزئ او هېر مه شوي چې د څه لپاره راغلئ؟ که ځواب مو مثبت وي؛ اندېښنه مه کوئ. د حافظې ستونزه ټولو ته پېښېدای شي. کېدای شي د لاندې سپارښتنو په پلي کولو سره په خپله حافظه کار وکړئ او هېرجنتوب ته د پای ټکی کېږدئ.
مغز مو نه کارول شوی مه ساتئ
که څه هم د حافظې د پياوړتيا لپاره هېڅ ډول معجزهګره ذهني چاره نشته خو کولی شو د منظمو ذهني کړنو په تر سره کولو د نيورونونو تر منځ د ټکر لامل کيږي او د هغوی تر منځ اړيکې کلکوي؛ په پایله کې حافظه تر يوې کچې ځواکمنيږي.
هېڅکله زدکړه مه دروئ. د څېړونکو په باور هر څومره چې د زدکړې کچه لوړه وي؛ مغز تکړه کيږي او د حافظې د له منځه تلو شونتيا کميږي. له هېڅ کړنې مخ مه اړوئ؛ په بڼ کې ګلونه کرل، د نويو شيانو د زدکړې لپاره سفر، د ورځپاڼې لوستل، راډيو اورېدل او يا هم د حافظې د ځواکمنتيا لپاره فکري لوبې تر سره کړئ.
د ټولنيزو اړيکو ډېرښت، په انټرنېټ کې پلټنه او حتا ښه لرليد ستاسې حافظه له هېرېدلو ژغوري. ځکه نو څومره چې کولی شئ؛ ماغزه مو تکړه کړئ.
د پېژندنې هوښيارانه تګلارو ته اړتيا لرئ
يوازې په وړکتوب کې کېدای شي سکالو په خپله ياد شي. په غټوالي کې د هرې مسلې د يادولو لپاره فکر او تمرکز ته اړتيا ده. بايد پوه شئ چې له دېرش کلنۍ وروسته ذهن له بېلابېلو مالوماتو ډکيږي؛ کوم چې اوډنې، نظم او ترتيب ته اړتيا لري. د مالوماتو له اوډنې او جوړونې پرته د هوښيارانه تګلارو په مرسته، هغه په ذهن کې نشئ خوندي کولی.
هوښيارانه تګلارې هغه چارې دي چې د يادولو لپاره هغو ته اړتيا لرئ؛ یعني د تر لاسه کېدونکو مالوماتو د مانا شننه او پراختيا، تکرار او ذهني بيا کتنه. د بېلګې په ډول د يوه متن د يادولو لپاره کولی شئ د هغه هر پاراګراف منځپانګه د کور له کوټو په يوه کې تصور کړئ. د ټليفونونو د شمېرو يادولو لپاره د هغو دوې، دوې ياد ته وسپارئ. د يوې کيسې يا داستان د يادول لپاره څو، څو ځله د هغو صحنې په خيال کې مجسمې کړئ. د دې ډول باهوښه جوړښتونو په مرسته د مطالبو د هېرولو شونتياوې کمولی شئ.
په وړ خوړنيزو موادو باور وکړئ
په ښه ډول خوراک وکړئ او بدن ته مو اوبه ورسوئ. ځکه مغز په يوازې ځان د انرژۍ ۲۰ په سلو کې کاروي. زموږ خړ سلولونه هره روځ نيم ليتر اوبو او د سبوس لرونکې ډوډۍ، وريجو او مکروني په شان پېچلو کاربوهیدريتو ته اړتيا لري. له اسيدامينونو او ويټامينونو ډکو غذايي موادو ته لومړيتوب ورکړئ. ويټامين بي ۱۲، ينه، کبان، لبنيات، مېوه او شنه شيان په حافظه مخامخ اغېز لري. په دې موادو کې شته انتي اکسايدونه او د کبانو نااشباع شوي غوړي د مغزونو د سلولونو د پياوړتيا سبب کيږي.
خوب ته مو ارزښت ورکړئ
ښه خوب د حافظې د ښه کار لپاره اړين دی. پام مو وي چې د خوب کموالی په حافظه کې د اړودوړ لامل کيږي؛ ځکه زموږ مغز د شپې هم کار کوي. د خوب پر مهال کړنيزه حافظه ځواکمنيږي؛ شخصي خاطرې بيا ژوندۍ کيږي او فعاليږي. که دا کارونه تر سره نه شي؛ مغز به د ورځې په اوږدو کې د مالوماتو د خوندي کولو وړتيا ونه لري.
له دې څيزونو ډډه وکړئ
ځينې ترکيبونه مغز ته زيان رسوي او حافظه کموي. په سګرېټو کې شته نيکوټين د مغزو د ځينو تر لاسه کوونکو برخو د کړنو د بندښت لامل کيږي. له دې پرته ځينې آرام بښونکي، درد ضد، شکر ضد، بنزوديازپين، خفګان ضد او دې ته ورته درمل په حافظه کې د ستونزو لامل کيږي. پام مو وي چې د چای او قهوې په شان ځينې محرک څښاکونه هم د تمرکز د ځواک کموالی شونی کوي.
تل د حافظې ستونزه نه وي
نه شو کولی ټولې ورځنۍ هېرېدنې له حافظې سره وتړو. نور شرایط هم بايد په پام کې ولرو. يوازې هغه مهال کولی شو په ښه ډول مالومات خوندي کړو چې په ښو او وړ شرایطو کې مو تر لاسه کړي وي. ښه حافظه د يادښت ټولولو تر څنګ د ټولو اطلاعاتو د رمز ورکولو لپاره زموږ ځواکمنتيا ده. د بېلګې په ډول که مو سترګې کمزورې وي؛ د ټولو جزئياتو د يادولو لپاره د فلم د ليدلو پر مهال اړ يئ چې عينکې په سترګو کړئ. که مو غوږونه کمزوري وي او يا په ګڼه ګوڼه کې ياست؛ نه شئ کولی په آسانۍ د کسانو نومونه په ياد راوړئ. په پایله کې ویلی شو چې د پياوړې حافظې درلودلو لپاره اړينه ده؛ د يادولو پر مهال وړ شرایط شتون ولري.
له اندېښنو او ذهني فشاره تېښته
ستړيا، فشار، سخت کار يا دنده اوخفګان د يادولو پر مهال د ستونزو رامنځته کېدو لامل کيږي. تر ټولو لومړی بايد د مالوماتو د بيا پر وخت په ياد راوړلو لپاره ښه اخستونکي واوسو؛ کوم چې د ستړيا، لوړې ذهني مشغولتيا او خفګان پر مهال ناشونې ده. ذهني فشار او غوسه د کورتيزول هورمون د ترشح لامل کيږي؛ کوم چې په هيپوکامپ منفي اغېز لري. هيپوکامپ د مغز او يادولو د مرکز هغه برخه ده چې په اوږدمهاله يادولو کې بنسټيزه ونډه لري.
په هيپوکامپ کې د وخت په تېرېدو د خاطرو او پېښو رمزونه پرانستل کيږي. د کورتيزول له کچې زيات توليد د مغز دې برخې ته زيان رسوي. په ټوله کې ویلی شو چې منفي احساسات، اندېښنې او ډېرې ذهني مشغولاوې د ذخيره شوو اطلاعاتو بيا په ياد راوړل له ستونزو سره مخ کوي.
له ژونده خوند واخلئ
له شل کلنۍ وروسته په هرو لسو کلونو کې کابو شپږ په سلو کې (دوپامين) اخستونکي له لاسه ورکوو. یعني د عمر په لوړېدو مغز او ساينپسونه (د نيورونونو تر منځ تړوني) ورو، ورو د هورمونونو پر وړاندې خپل حساسيت له لاسه ورکوي؛ په داسې حال کې چې له خوند له احساس او تمرکز سره تړلي پاته کيږي. له همدې کبله لنډمهالې حافظه زيانمنه او هېرېدونکې کيږي. پايله دا ده چې له ژونده د خوند احساس بايد لوړ کړئ. کومېډي فلمونه وګورئ، وخاندئ، خندوونکي کتابونه ولولئ. لنډه دا چې له هر فرصته د خندلو، ښادۍ او له ژونده د خوند اخستلو لپاره ګټه واخلئ.
بې ګټې که معجزهګر؟
د حافظې د ځواکمنتيا لپاره هېڅ ډول درمل نشته. هېڅ خوړنيز بشپړوونکی نشي کولی؛ د ښو او ډول، ډول خوړو ځای ونيسي. هر ډول ګولۍ او يا بشپړوونکي درمل بايد د ډاکټر تر نظر لاندې وکارول شي. په همدې حال کې ښه ده پوه شئ چې د (بي) کورنۍ ويټامينونونه د حافظې د ځواکمنتيا لپاره اغېزناک تمامېدای شي. دا ويټامينونه د هوموسيستين په نامه د حافظې د ورانوونکو زهري ترکيبونو د سطحې د ټيټوالي لامل کيږي.
ويټامين E هم د پياوړې حافظې د درلودلو لپاره اغېزناک دي. انتي اکسايدونه د نيورونونو د له منځه تلو پروسه ورو کوي. ښه به دا وي چې دا توکي له وړ خوړنيزې لارې تر لاسه کړل شي. د کمښت پر مهال کېدای شي له ډاکټر سره په مشوره دا بشپړوونکي تر لاسه او وکارول شي.
سرچينه: Big Bang