• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

حبيب وقار

Home څېرهحبيب وقار
حبيب وقار

حبيب وقار

ليکنه: محمود سعيد

سيدحبيب وقار په ۱۳۶۰ لېږديز لمريز كال د وردګو ولايت د چك ولسوالۍ د امانكي په كلي كې زېږېدلى.

نوموړی په درې كلنۍ كې د خپل پلار له نعمت څخه بې برخې شو او پاته ژوند يې له مور، څلورو وروڼو  او دوو خويندو سره؛ د خپلې مور او مشر ورور په زيار او هڅو له ډېرو ستونزو او كړاوونو سره تېر كړ.

خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدكړې يې د چك ولسوالۍ په حضرت عمر فاروق لېسه كې په ۱۳۷۹ لمريز كال كې بشپړې كړې او وروسته يې په ۱۳۸۳ لمريز کال د كابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي څخه د لېسانس سند واخيست.د ليسې په يوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت و چې د معيوبينو په اړه يې لومړۍ ليکنه د معيوبينو په مجله کې په ۱۳۷۸ لمريز کال خپره شوه. مجله په ليسه کې ووېشل شوه او د ليکنې له امله ډېر وستايل شو. همدا يې د ليکنو پيل شو.

د پوهنتون د زده كړو په مهال په كابل كې د دوو کلونو لپاره د ډيوې مجلې خبريال پاتې شوى دى. له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو په كميسيون كې د يو كال لپاره د رتبو او معاشونو په اداره كې په کار بوخت شو. ورپسې يې د نېشه‌يي توكو له وزارت سره د نېشه‌يي توکو د له منځه وړلو په دفتر کې د دوو كلونو لپاره د عامه پوهاوي د مسول په توګه دنده ترسره كړې ده. په ۱۳۸۶ لمريز كال كې يې له ارادې ورځپاڼې سره د اېډېټور په توګه دنده پيل كړه چې ورسره يو ځاى يې د باختر له اونيزې سره هم په همدې برخه كې كار كاوه. د يو کال له پاره د خبريال www.khabarial.com وېبپاڼې همکار و چې له کابل څخه به يې ليکنې په ليکه کولې. په اراده ورځپاڼه او باختر اوونیزه کې له دوه کلونو کار وروسته د ۱۳۸۸ لمريز كال په جوزا كې باختر آژانس ته لاړ، چې په باختر آژانس كې د خبريال او په سرنوشت ورځپاڼه کې د ليكوال په توګه د يو كال لپاره پاتې شو.

هر کار او هره دنده يوه بېله تجربه شمېرل کېږي. ښاغلي وقار د يوې نوې تجربې او نوي کار له پاره په كابل كې د بي بي سي راډيو په تعليمي څانګه، د چاپي مطبوعاتو په برخه کې د پښتو برخې د مسوول او اېډېټر په توګه د پنځو کلونو له پاره کار وکړ. د بي بي سي د تعليمي خپرونو د کار تر څنګ د الفتح اونيزې مسول مدير هم و چې په کابل کې خپرېده.

ښاغلی وقار  اوس په کابل کې د بېړنيو مرستو او پراختيا په موسسه کې د ۲۰۱۵ م کال د پارلماني ټاکنو د ځانګړې وېبپاڼې www.elections.af د اېډېټور په توګه کار کوي او تر څنګ يې د لومړيتوبwww.lomritob.com   وېبپاڼې همکار دی.

په ۱۳۹۳ لمريز کال د کابل ادبي بنډار له خوا د همدې کال د (غوره ليکوال) مډال ورکړل شو.

تر اوسه يې لاندې ژباړل شوي کتابونه چاپ شوي:

  1. بلوغ او د هويت ستونزه:

(اروا پوهنه) كتاب چې په ۱۳۸۵ لمريز كال كې د دانش خپروندويې ټولنې له خوا د چاپ په ګاڼه سمبال شوى دى.

  1. وروستۍ پاڼه:

د امريكايي ليكوالو لنډې کيسې چې په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د ختيزې سيمې د ليکوالو د ټولنې له خوا چاپ شوی.

  1. زه ملاله يم:

د ملالې يوسفزۍ د ژوند کيسه، د پاکستان پېښې او جګړې، په ۱۳۹۳ لمريز کال د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شو.

  1. په سلګونو مقالې او راپورونه په برېښنايي پاڼو او همدارنګه په چاپي خپرونو كې خپاره شوي دي.

چاپ ته تيارې ليكنې او ژباړې:

  1. پرمختللې عکاسي، ژباړه
  2. ټولنيزې رسنۍ، ژباړه
  3. څپېړه، ياددښتونه او کيسې، ليکنه
  4. څنګه ژباړه وکړو، ليکنه

هغه د خپل ژوند د يادښتونو او خاطرو په اړه وايي:

((په ژوند كې داسې ډېرې ښې خاطرې چې د يادولو وړ وي نه لرم، خو بيا هم ويلاى شم چې له پوهنتون څخه فراغت او د ۱۳۹۳ لمريز کال د غوره ليکوال مډال راکول زما د ژوند ښې خاطرې بلل کېږي.

زما د ژوند تر ټولو بده خاطره چې زه يې ډېر دردولى يم زما د مور مړينه وه چې د ۱۳۸۸ لمريز كال د تلې په ديارلسمه يې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې. پيداكوونكى او پناه كوونكى لوى څښتن دى، خو زه ځكه د خپلې مور په مړينه ډېر دردېدلى يم چې ما د خپل پلار مينه او محبت نه دى ليدلى ماته مې مور د مور او پلار دواړو مينه راكړې وه.))

 

هغه د خپل اوسني شخصي ژوند په اړه وايي:

په ۱۳۸۴ لمريز كال كې مې په خپل ولايت كې واده وكړ چې اوس د څلورو اولادونو اېمل، ملالۍ، صفيې او الیاس پلار يم. تر دې وړاندې له خپلې كورنۍ سره په وردګو كې اوسېدم خو د ۱۳۸۷ لمريز کال د لېندۍ له مياشتې وروسته د دندې او بوختياوو له امله كابل ته راغلم چې تر اوسه کابل کې اوسېږم.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

حبيب وقار

بڼونه د انسانانو ځانګړې خوشالي

Jan 17, 2015

ليکنه: جان روسل ژباړه: حبيب وقار – برتانيه يوه بڼ[...]

زه ملاله يم – ژباړه او لنډیز

زه ملاله يم – ژباړه او لنډیز

Mar 9, 2015

[tabs style=”h1″ icon_color=”#81d742″ icon_current_color=”#81d742″] [tab title=”۱ برخه” icon=”momizat-icon-book” ] ژباړه[...]

ټاکنې څه دي او څه ډول بايد ترسره شي؟

ټاکنې څه دي او څه ډول بايد ترسره شي؟

Jan 28, 2015

ليکنه: حبیب وقار د يوه کار يا يوه مقام له[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022