ژباړه: ع.ب سهاک سمسور
د ډېر پخوا وخت خبره ده؛ په یوه کلي کې یو هلک اوسیده. د هلک ډېر خوښیده چې د هغه وخت او زمان اشرفي ټولې کړي، له هغه سره یو کڅوړه وه او خپلې ټولې اشرفي به يې په هغې کڅوړه کې اچولې. داچې کڅوړه یې څوک پټه نکړې تل به یې له ځان سره ګرځوله، یو وخت راغی چې دده کڅوړه پور و مامور ډکه شوه دومره ډکه شوه چې نوره یو اشرفي هم پکې نه ځاییده، د خپلې ډکې کڅوړې ساتنه یې نوره هم ډېره کړه.
یوه ورځ په یوه مات شوي پل تیریده، د هغه پل لاندې سیند بهیده، یو دم د هغه بیچار پښه وښویده او سیند ته ور ولویده، ځان خو یې په ډېرو ستونزو له ډوبیدو وساته خو هغه کڅوړه یې په سیند کې ډوبه شوه. له هر ډول هڅو سره یې کڅوړه پیدا نکړای شوه.
اخر مجبوره شو او یو اعلان یې په دیوالونو وځړاوه چې که هر چا د اشرفیو ډکه کڅوړه پیدا کړه هغه ته به لس اشرفۍ په ډالئ کې ورکړم.
یوه ورځ یوه بزګر دې ځوان ته راغی، د بزګر سره د اشرفیو کڅوړه وه او هغه ځوان ته یې ورکړه، ځوان چې کله کڅوړه ولیده ډېر زیات خوشاله شو، خو کله چې بزګر له ځوان نه خپله ډالئ وه غوښته نو ددې هلک په زړه کې حرص پیدا شه او بزګر ته یې وه وییل چې تا لا پخوا لدې کڅوړې نه خپله ډالئ پټه کړیده، پدې کڅوړه کې د هګې هومره یو لال هم وه چې اوس هغه په دې کڅوړه کې نشته، زه به تا محکمې ته کش کړم، بزګر چې هر څه د خپل ځان د پاکي په اړه وه وییل خو هلک وه نه منل او اخر دواړه محکمې ته لاړل.
دواړو خواو خپله، خپله کیسه د قاضي په وړاندې واوروله، او قاضي د دواړو خبري ښه په غور اوریدې، بلاخره د قاضي د فیصلې وخت راغی، قاضي ناستو ټولو خلکو ته مخاطب شه او له خلکو نه يې وه پوښتل: څرنګه چې دا کڅوړه ډکه ده ایا ګومان کوئ چې د هګئ هومره لال دې پکې ځای شي، حال داچې د یوې اشرفي هومره اضافي ځای نلري؟ خلکو قاضي ته ځواب کې وه وییل چې: نه هیڅ کله نه!
بیا قاضي خپله فیصله داسې واورله: داچې دې کڅوړې کې د نور شیانو د خاییدواضافي ځای نشته، اوبل ددې ځوان د خبرو نه معلومیږي چې دده په کڅوړه کې د یوې هګې په اندازه لال هم وه، په دې کڅوړه کې خو لال نه نشته او ځاییږي هم نه، ځکه دا کڅوړه ددې ځوان نده او د قانون مطابق کڅوړه باید هغه کس ته ورکړل شي، چاچې میندلې ده.
دې حریص هلک چیغې او بغارې ډېرې ووهلې، په خپله دفاع کې یې ډېر څه وویل خو هیڅ چا یې هم څه وانه وریدل، په دې خاطر هغه ته يې د خپل حرص سزا ورکړل شوه.
پایله:
د حریص کاسه چپه ده، لاس یې تش خوله یې سپیره ده.
ـــــــــــ
د ماشومانو لپاره کيسې