لیکنه: عبدالوافي نایبزی
درې واړه يې د دار پر لور روان کړيوو، قاضي، وکيل او فزيکپوه.
لومړی يې قاضي مخکې کړ، د دار پر سر يې ورته وویل، وصیت دې وایه، مرګ دې رارسېدلی، قاضي وویل، زه پر خدای له زړه باور لرم، خدای…خدای…خدای!
حلقه يې ورته غاړه کې واچوله، چې پړی راکاږې، نهکېږي، پړی جام دی، خلکو چېغي کړې، قاضي پرېږدئ، بېګناه دی، آن رسۍ يې هم نهکشکاږي.
د وکیل وار راغی، ورته يې وویل، وصیت دې وایه، وکيل وویل زه د خدای پر عدالت باور لرم، عدالت…عدالت…عدالت!
حلقه يې ورته غاړه کې واچوله، چې پړی راکاږې، نهکېږي، پړی بیا جام دی، خلکو چېغي کړې، وکیل پرېږدئ، بېګناه دی، آن رسۍ يې هم نه کشکاږي.
د فزيکپوه وار راغی، د وصیت غوښتنه يې ترې وکړه، فزیکپوه وویل، زه نه د قاضي پر خدای او نه د وکیل پر عدالت باور لرم، بلکې تاسې لږ پورته رسۍ ته وګورئ، په رسۍ کې غټه غوټه ده، چې د رسۍ د کشکاږلو پر مهال نښلي او رسۍ نهکش کېږي.
ټول حېران شو، جلاد پورته شوه، غوټه يې خلاصه کړه، رسۍ يې کش کړه او فزيکپوه يې په دار وځړاوه.
دلته کيسه همدا ده، که رښتیا وايي نو پهدار کېږي به، ځينو حالتو کې:
شېخ فريده، پټه خوله دې بهتري ده.