زه حمیدالرحمن ((حنیف)) د الحاج قاضي شیرآغا ((حنیف)) زوى او د الحاج عبدالغنی لمسى یم چې په ( ۱۳۶۹ هـ ل) کال د میدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د نوي ښاره په کلي کې زيږيدلى یم.
لومړنۍ زدکړې مې د خپلې سيمې په کليوالي ښونځي کې (لومړى) ټولګي او (،دوهم ، دريم ،څلورم ، پنځم ، شپږم، اوم ، اتم ،نهم ،لسم ،یولسم ،دولسم ) ټولګي يې د غزنی ولایت د شمس العارفین په ښونځي کې سرته رسولي دي .
د دوولسم ټولګي له فارغيدو وروسته د کابل تخنیکی او مسلکی انستیتیوت ته بریالی شوم او پاتې زده کړې مي په نوموړی انستیتیوت کې تر سره کړې دي او د نوموړی انستیتیوت په ښه درجه فارغ شوي یم .
د څورلسم ټولګی د پاى ته رسيدو ورسته د هغه وخت د پوهنې د رئیس ښاغلي حسن مبارک ((عزیزی) په امر ديو کال له پاره په غزنی کې دّپوهنی ریاست د تدارکاتو د آمر په توګه دنده ترسره کړې ده ، وروسته د بعضو مشکلات د منځ راتلو له امل نوموړی دنده مې پريښوده او آزادې سیالی له لارې د غزنی ولایت د کرنې ابولګولو او مالداری په ریاست کې د بشري سرچینو د آمر په صفت مقرر او تر دم ګړي په نوموړي ریاست کې په دنده مصروف یمه.
او پاتې د نه وي چې د غزنی ولایت د شپې پوهنتون د ژبو او ادبیات پوهنځی د پښتو دیپارتمنت ددریم صنف زده کړیال هم یم.