• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

حمیدالله حمیدي

Home څېرهحمیدالله حمیدي
حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي

حمیدالله د محمد بشیر زوی د بادشا خان لمسی په ۱۳۶۵ کال کې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو درې په بیدرویو کلي کې زږېدلی دی، لومړی یې دیني زدکړې کړې دي، تر ډيره یې لومړنۍ زدکړې د کلي له ځايي ملا کړې؛ بیا په دیني زدکړو پسې له کوره وتلی او درې کاله یې دیني مدرسې ویلې دي، په ۱۳۸۲ کال کې چې کلي په افغانستان کې د حامد کرزي په مشری انتقالي اداره جوړه شوه ښاغلي حمیدي عصري زدکړو ته مخه کړه د سیمې په مشهور ښوونځي (دعربانو په عالي لیسه) کې یې زدکړې پيل کړې، دا چې مخکې یې دینې زدکړې کړې وې نو عصري زدکړې یې له شپږم ټولګي پيل کړې دي، په ۱۳۸۷ کال کې له همدې لیسې په اعلی درجه فارغ شو، د کانکور ازموینه یې ورکړه په پایله کې د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو خو د یولړ ستونزو له امله یې یاد پوهنځي و نه لوست.
په ۱۳۸۸ کال کې یې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو انستیتیوت ته امتحان ورکړ(ATVI (Afghanistan Technical Vocational Institute له بریا وروسته یې همدلته د کمپیوټر ساینس دېپارتمنت په بریالۍ توګه ولوست، همدا چې له دغې دوه کلنې دورې فارغ شو په ۲۰۱۱ کال کې یې له سپوږمۍ رادیو سره دنده پیل کړه.
حمیدي له ادبیاتو سره مینه لرله، له سپوږمۍ رادیو سره له کار وروسته یې دا مینه لا ډيره شوه، د ملګرو په هڅونه یې یو ځل بیا د کانکور ازموینه ورکړه، او د شپې پوهنتون ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو، دمګړی د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې زدکړې کوي، څلورم کال یې دی.
حمیدي همدارنګه په سرنوشت او همیانۍ ورځپاڼه د خبریال او ډیزاینر دنده هم ترسره کوي، د سپوږمۍ تر څنګ د چین له نړیوالې رادیو سره هم له څلورو کالو راهیسې همکاري لري.
حميدي له ځينو ویبپاڼو سره قلمي همکاري لري، د رسمي کارونو تر څنګ په بېلو برخو کې ژپاړې هم کوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د کچالو د پوستکي له ګټو خبر یئ؟

د کچالو د پوستکي له ګټو خبر یئ؟

Jul 31, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي کچالو لږه کالري خو په زیاته کچه[...]

نوښت څه ډول خوځښت پیدا کوي؟

Jan 10, 2018

نوښتګر ذهن د متمرکزو پوښتنو په مطرح کېدو سره فعالیت[...]

دغه کارونه مو مغز زړوي

Jan 9, 2018

۱- د لوړې کالورۍ لرونکی غذایي رژیم څېړنو ښودلې چې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022