لیکنه : پوهنمل خوشدل معروف
منظمه چونه کاري د يوعادي فارم د ساتنې لپاره له مهموفعاليتونوڅخه شمېرل کېږي او د کبانو د محصولاتو د زياتوالي سبب کېږي، د کليسم مالګې د هډوکو د اسکليت په جوړښت کې مهم رول لوبوي اود انساجو په نورماله وده کې برخه اخلي او همدارنګه د عصبي اوعضلاتي سيستم فعاليت تنظيموي، هرکال د حوضونو د کاملي تخلېي په وخت کې له اورګانيزمونو سره يوځای ډيرکليسم له حوضونوڅخه ويستل کېږي چې بايد دا کمبود بيا له سره پوره شي، استعمال شوې چونه د حوضونو تيزابي محيط خنثی کوي، CO2 ته ارتباط ورکوي، بايې کاربونيټونه تشکېلوي، ځمکه د نايتروجن له کبله غني کوي، د اوبوله خوسا کېدوڅخه مخنيوD کوي او ګازي رژيم يې ښه کوي، د چونې له استعمال څخه مخکې غوره ګڼل کېږي چې د حوضونوسطحه د کليسم د ترکېب له مخې مطالعه شي .
ساده بیلګه :ـ د ابې نباتاتوموجوديت او کليسمې موادو په کموالی اود لوخوموجوديت د کليسمې موادو په زياتوالي دلالت کوي، مړه چونه (CaCoH2) او ژوندۍ چونه Cao دواړه استعماليږي. ژوندۍ چونه د حوضونو د ځمکو د ضدعفوني کولو، د وحشي اونا مطلوبه کبانو په لمنځه وړلواو د ماهيانو د نورو د ښمنانو په محوه کولو کې استعماليږي.
غوره ده چې د چونې استعمال د حوضونو له تخليي څخه وروسته، کله چې ځمکه مرطوبه وي، د پسرلي يا مني په موسم کې د حوضونوله ډکولوڅخه 14_20 ورځې مخکې تر سره شي. د چونې پوډرپه مساوي ډول د حوض د سطحې د پاسه شيندل کېږي، پاتې پوډرپه اوبوکې حلوي او په مساوي ډول د ځمکې له پاسه يې د پمپ په واسطه شيندي . د سيستماتيکې چونه کارۍ په صورت کې هرکال د 100kg_200kg چونه په يوهکتارساحه کې استعماليږي، د حوض په سطحه کې د خټود زيات تجمع اود حوضونو د ځمکې د زيات تريوالي په صورت کې 4000kg ژوندۍ يا اوبه نارسيدلې چونه اود برانش مرض له منځه وړلولپاره 200kg چونه په يوهکتار ساحه کې استعماليږي.
د کرانتوخا په مرض اخته کارپ د معالجي لپاره 2500kg چونه په يوهکتاراود کليسم د کموالي په صورت کې1000kg_1500kg چونه په يوهکتاراود نامطلوبه څيرونکو کبانو د لمنځه وړلولپاره 1500kg_2500kg چونه په يوهکتارمساحت ځمکه کې استعماليږي. د زراعت او مالدارۍ متخصېصين له فارم څخه د ښه حاصل د لاسته راوړلولپاره لاندې ارزښتناکه اصول وضع کړي دي.
I- په حوض يا تالاب کې د نامطلوبه آبي ژوندي موجوداتوله منځه وړل :
په تالاب يا حوض کې د ماهيانود بچېانوله اچولونه مخکې بايد پدې ځان مطمېن کړو چې حوض کې غيرضروري اوځنګلي ماهيان په کامله توګه له منځه تللي دي او همدارنګه په اوبوکې مضره ابې حيوانات اوهلاک کوونکو حشراتوڅخه تالاب پاک وي يعنې بايد د هر ډول مضره او مهلکو عناصروڅخه پاک وي، اضافي کبان د خارجي غوښه خوړونکواوځنګلي کبانو د حملو او غذايي موادو له نشتوالي څخه اود کبانو له متضرره کېدوڅخه د مخنيوي په خاطرلاندې دوه عمومي طريقي پکار وړل کېږي:
۱ـ له تالاب څخه د اوبومکمل ايستل اود هغې دلاندې سطحې وچول.
۲ـ د کبانو د بې هوشه کولولپاره د کيمياوي مرکباتواستعمالول.
پورتنۍ دوه طريقې زيات مصرفه دي اود دواړومصارف تقريباّّ سره مساوي وي خولږڅه فرق کوي، که چېرې پورتنی مقصديعنې له فارم څخه د نامطلوبه اوخارجي کبانواومضره حيواناتولکه چونګښو ،سنګ پشت (کېشپ)، د اوبوچنجي، مړه ماهيان او نوروڅخه پاک کړی شي اوتوليد يې لهمعمول سره سم جاري وساتل شي اوياتوليد يې زيات کړی شي، پدې صورت کې د زيات لګښت سبب نه کېږي.
د اوبو ويستل اود فرش وچول:
د اوبوويستلولپاره پمپونه استعماليږي چې دا يوه اسانه اوموثره طريقه ده، اصلاّّ اوبه په کال کې يوځلې خارجول پکاردي او د دې کارلپاره د کال ټول موسم ورته ګټوراو ښه ګڼل کېږي، کله چې اوبه يې مکمل خارج شي بيا نود غټواو وړو سوريو وچول هم پکاردي، پدې توګه نامطلوبه ځنګلي کبان له منځه ځي اوله اضافي کبانو نه راتلونکی نسل نجات مومي.
د تالاب له وچولوسره سره که چېري په کوم سوري کې اوبه پاتې شي بايد زهري موادپکې واچول شي چې نامطلوبه ماهي يا نور ژوندي موجودات له منځه لاړ شي.
د حوض وچولولپاره پمپ دطريقي استعمال د کبانود فارم لپاره د دوه ايکړه ځمکې لپاره مناسب دی، ترټولولومړی له معمول سره سم د ماهيانو توليد مرحله په مرحله لاسته راځي، کله چې د اخري ځل لپاره توليد لاسته راوړل شي بيانواوبه يې خارجيږي ، د دې لپاره د ډيزلي پمپ څخه کاراخستل کېږي، د پمپ څخه علاوه د ثقل د قوي په اسطه اوبه په اساني سره خارجيږي، له دې څخه پرته د کېنوس پايپونه (يوډول پايپونه دي چې دکلک ټاټ يا تکې څخه جوړشوي وي اوهري خواته د قاطيدو وړ وي) هم استعماليدای شي ، د وچولوپه وخت کې کله چې فارم له نامطلوبه حيواناتو څخه خالي شي اوسوري هم له مضره حيواناتوڅخه پاک شي بيا نو فارم د کوهي د اوبو،باراني اوبواويا هم د زيم له اوبوڅخه تکمېل شي، ليکن احتياط وشي چې له خارج نه کوم نامطلوبه ماهي يا بل کوم ژوندی موجود دننه نشي، که نه ټوله خواري اوکوشش به موپه اوبوکې لاهوشي او مصارف به مو بې ځايه شوي وي.
II- د تالاب د اساسي توليداتوزياتول :
د کبانو د ښې اوګټورې روزنې لپاره له ضرورت سره سم د خوارکي موادو برابرول دي ، ددې لپاره د کب روزنکوبزګرانو او مالدارانو لپاره پکارده چې د فارم د ښه حاصل دلاسته راوړلولپاره ښه توجه وکړي، د دې لپاره لاندې هدايات مفيد ثابت شوي دي:
۱ـ په تالاب کې په کال کې يوځلې د کب روزنې په شروع کې 100kg چونه په يو ايکړ (دوه نيم جريبه) ځمکه کې اچول کېږي.
۲ـ که چېرې د تالاب حاصل خيزي د کبانولپاره کافي وي که چونه وانه چول شي باک نه لري.
۳ـ که چېرې د تالاب ځمکه تيزابي خاصيت ولري نوبيا د چونې علاوه کول مناسب دي
۴ـ ځينې کيمياوي او طبېعي سرې د تالاب د زرغونه کېدواو ښه کېدولپاره استعماليږي، د دې لپاره لاندې درې يا څلورسرې ډيري مشهورې دي اوبزګران يې په بازارکې ترلاسه کولای شي:
الف : تريپل سپر فاسفيټ Triple super phosphate چې په کې46% فاسفټ موجود دي
ب : يوريا Urea چې په کې45% نايتروجن موجود دي
ج : ډاي امونيم سلفيت Di ammonium salphate
ډيراني سرې :
۱ـ د حيواناتوسره : د فيلانواوآسونوسرې، د وزواوپسونوپچې اوداسې نور، نوموړې سرې دي پخپل وخت اواصلي حالت کې په کافي اندازې سره واچول شي ډيره ښه نتيجه ورکوي.
۲ـ ورسته شوې سره (Compost): چې عموماّّ دانباريا ډيران په شکل جمع شوي وي چې پدې کې ډيراني سره، شنه سره، پاڼې، د کورخځلې اوخاشاک شامليږي، دغه انبارشوې سره د لنده بل او حرارت په واسطه خوسا کېږي ، خو ښه سره هغه ګڼل کېږي چې په هغه کې د اوبو نباتات په زيات مقدار سره وجود ولري.
د سرو د استعمال لپاره لارښوونې :
۱ـ د کبانوفارم لپاره ټولې سرې مفيدې دي خوکله کله په خاصووختونوکې يوډول سروته ترجيح ورکول کېږي.
۲ـ که چېرې د کبانو روزنکې (فارم لرونکې) سره د حيواناتوسره وي پدې صورت کې پرې مصارف نه راځي ځکه چې له بل چاڅخه د اخيستلواوتکليف څخه خلاص وي.
۳ـ ډيراني سرې په مطلوب او معين مقدارسره عموماّّ موندل کېږي، پدې صورت کې کولای شي چې دا کمبود د کيمياوي سرو په واسطه پوره کړي.
۴ـ اګرکه ډيراني سرې ښه نتيجه ورکوي خوکه له دې سره کيمياوي سره علاوه شي اواستعمال شي غذايي ارزښت يې زياتيږي.
۵ـ ځينې مالداران يوازې د ډيراني سرو استعمال نه خوښوي.
۶ـ د الوتونکوپېخال (فضله) هم د کبانو د فارم لپاره عمده سرې ګڼل کېږي.
د کمپوسټ د سرې اجزا:
۱ـ آبي نباتات، چونه اويوريا سره يوځای کوي اويوه مرکبه سره جوړوي، دا سره ارزانه تمامېږي
۲ـ ډيراني سرې : آبي نباتات، چونه، يوريا، ډيران اود وريجو د پک مېده ګي چې ټول سره يوځای کوي اويوه مرکبه سره جوړوي چې دا ي وقيمتي سره ده او د دې سرې قيمت دا ولې درجې سرې څخه درې برابره زيات دی.
د مپوسټ سرې ګټې دا دي چې په اسانۍ سره پيداکېږي په مستقيمه توګه اچول کېږي اوهمدارنګه قيمت يې دومره زيات نه دی، مالدارانوته نسبت نوروسروڅخه اساني وي، د کمپوسټ سرې باريکي پدې کې ده چې ډيره توجه غواړي اوکافي فکر پکار ده او ورو ورو تاثير کوي ، همدارنګه د ابې سرې په نسبت ګټه يې کمه ده، له دې پرته مطلوبه مقدار يې نه پيدا کېږي .
د کمپوسټ د سرې لپاره امادګي : په زراعتي فارم کې ډيراني سره، پاڼې اونورواښه او د کوراوڅارويوپاتې شونې، ايرې اونورپه ترتيب سره په کنده کې اچول کېږي اواوبه پرې پاشل کېږي په نتيجه کې کمپوسټ لاسته راځي، نوموړې سره په مرحله واره توګه اچول کېږي او د کبانوپه فارم کې تغيرات منځته راوړې ، د کمپوسټ لپاره بايد دومره لويه کنده وکيندل شي ترڅو د کبانولپاره د ټول کال غذايي مواد پکې وساتل شي.
د سرې اجزاء :
نباتي : ابي نباتات 2/3 برخې
غيرنباتي اجزاء: ډيراني سره (ډيره برخه)، چونه، يوريا او د شولوپک 1/3 برخې
د کمپوسټ جوړولو طريقه :
د سرې په کنده کې د نيم فټ په پنډوالي سره د بوسوطبقه يان ورنباتي پاتې شونې تشکيلوي اود دې له پاسه په کافي اندازې سره يوريا اچول کېږي، تردې پورې چې دغه سطحه تخته کېږي، وروسته دوه انچې 2 Inch د ډيراني سرو طبقه تشکېليږي، داعمليه درې ځلې تکراريږي، په همدي ترتيب د پورتنيو اجزاوڅخه څلور څلور طبقې جوړېږي، دغه سره د کبانود استعمال څخه بايد يو مېاشت د مخه تياره شي.
تالاب کې د سرو اچول:
د کبانود بچېانو له اچولوڅخه يوه اونۍ مخکې يونيم ټن سره د تالاب په يو يا دوه کنجونو کې اچول کېږي ،له دې څخه پرته تريپل سپرفاسفيټ Triple super phosphate 30kg په يوايکړځمکه کې د نوموړې سرې سره يوځای په تالاب کې اچول کېږي، اګرکه مخکې د دې سرې د جوړولوپه وخت کې يوريا علاوه شوي وي خوبياهم 15kgيوريا په يوايکړځمکه کې اچول ډيره ښه نتيجه ورکوي ، له دې څخه وروسته کله چې په تالاب کې دغذايي موادو ضرورت پيداکېږي نو د پورتنيو برخوڅخه نيمايې مقداراچول کېږي ځکه چې د کبانوله غټيدوسره دغذايي موادوضرورت هم زياتيږي، که چېرې پورتنۍ سرې په مېاشت کې يوځل علاوه شي پدې صورت کې دغذايي موادو کمبود نه ليدل کېږي. د غذايي موادو قلت داسې معلومولای شو چې لاس په اوبو کې د يوفټ په اندازه ډوبېږي، که چېرې لاس مو په اوبوکې معلوم شي نو معلومېږي چې نورې سرې اچولوته زيات ضرورت دی، که چېرې لاس موپه اوبو کې معلوم نشي، د نورې سرې علاوه کولوته ضرورت نشته اوپه کافي اندازې سره خواړه موجود دي.
د سروپه استعمال کې اسانتياوې :
د طبعي اوکيمياوي سرو د استعمال په وخت کې ځينې وختونه ځينې ټکې په نظرکې نيول کېږي مثلاّّ له يو بزګر يا مالدارسره ځينې وختونه د ابي نباتاتوامکان نه وي يا ورسره زارعتي فارم کې حيوانات موجود نه وي، يعنې حيواني سره نه وي، پدې صورت کې دغيرطبعي سرو (کيمياوي سرو) له استعمال څخه کاراخيستل کېږي، که چېرې د مالدار اقتصادي وضع ښه نه وي او ونشي کړای چې له بازارڅخه کيمياوي سرې واخلي، پدې صورت کې له طبعي سرې اوکمپوسټ څخه د تالاب د حاصلخيزي لپاره کاراخيستل کېږي ، د ډيراني سرې استعمال ترټولوارزانه اواسانه تمامېږي.
د خوړوتناسب :
۱ـ کمپوسټ اوکيمياوي سرې سره مخلوطوي اواچول کېږي.
۲ـ د شړشموکنجاړه اودشولوپک (په مساوي مقدارسره) د شړشمو د کنجاړې پر ځای بله کنجاړه مثلاّّ د پنبه دانې کنجاړه اود شولو د پک په ځای د غنمو سبوس هم استعمالېدای شي.
۳ـ د شړشموکنجاړه اودشولوپک مقدار د روهو، مريګل اوکامن کارپ لپاره دهغوي د وزن د ۳ سلنه په اندازه په ورځ کې سنجول کېږي.
۴ـ 50kg چونه د تالاب په بېخ اوغاړه کې شيندل کېږي بيا ډيراني سره 500kg په يوجريب ځمکه کې اچول کېږي اوبيا دونيم فټه اوبه پکې ساتل کېږي چې طبعي خواړه شنه شي ، دا عمل د کبانو د بچېانوله اچولونه کم ترکمه يوه اونۍ مخکې کول پکار دي چې د تالاب داوبو رنګ شين شي، يا پرې شين ځګ پيداشي، د کبانو د بچيانود خوارک لپاره اماده وي.
د کبانو لپاره خواړه :
د کبانوخواړه د دوه لاروڅخه لاسته راځي:
۱ـ طبعي خواړه لکه کمپوسټ، ډيراني سره اوداسې نور
۲ـ کيمياوي سرې.
د دواړوخوړو پواسطه تغذيه ګټوره ده او د دواړوڅخه يوشان توليد لاسته راځي اويوه نتيجه ورکوي.
A- طبعي خواړه: په طبعي خوړوکې ډيران، د آسونوفضله، د پيلانوفضله، د وزو او پسونوپچې، د الوتونکوفضله اوکمپوسټ شامل دي.
د پورتنۍ سرې استعمال لپاره لاندې لارښوونې شوې دي:
۱ـ نوموړې سره د درې فوټوپه اندازه د تالاب په لاندنۍ سطحه کې اچول کېږي.
۲ـ سره د تالاب په يوځای کې نه اچول کېږي، يا اچول پکارنه دي، بلکه په مساوي اندازې سره د تالاب په ټولوبرخوکې اچول کېږي، يعنې بايد دا سره د تالاب په يو ځای کې پرېنښودل شي چې سره ټوليږي، بلکه د فارم په ټولوبرخوکې په مساوي ډول ورسول شي.
۳ـ د سرې د شيندلولپاره د تالاب څلورو خواوته وړې وړې چوترې جوړېږي، د چوترو له سطحې نه 16 inch لاندې په اوبوکې د سرو مناسب مقدار اچول کېږي.
۴ـ د متخصصينود لارښوونې له مخې د ماهيانولپاره په يوايکړساحه کې4000kg ډيراني سرو ته ضرورت دی چې په مرحله واره توګه اچول کېږي.
۵ـ د الوتونکوفضله (پنجال) اوکمپوسټ د ماهيانولپاره ډيرغذايي ارزښت لري.
۶ـ کمپوسټ بايد مېده کړای شي او بيا په تالاب کې واچول شي ، خوبايد داسې مېده نشي چې په ډيرو وړو ذرو بدل شي ځکه چې بي اډيرمقدار يې ضايع کېږي، د 1.5inch کبانولپاره مېده شوې سره چې د شګو د دانې په اندازه جسامت ولري اچول کېږي، واړه کبان دا دانې خوښوي.
۷ـ د کبانو د جسامت له زياتوالي سره د سرو د دانوجسامت هم غټيږي، پدې توګه د کبانو لپاره له خوړو څخه استفاده کول اسانه وي او وړې ټوټې نشي نيولی اوهم په تالاب کې خوساکېږي او تالاب چټلوي، کله چې د سرو جسامت مناسب وي ډيرکم ضايع کېږي.
د خوړو ورکولوطريقې :
۱ـ کنجاړه اوچاڼ شوي سبوس ته په لږه اندازه رطوبت ورکول کېږي او بيا ګولۍ تري جوړېږي.
۲ـ ګولۍ پرېښودل کېږي چې لږه اندازه رطوبت کم شي اولږې وچې شي.
۳ـ دا ګولۍ په مخصوصو ځايوکې اچول کېږي، که د تالاب په دوه ځايوکې واچول شي غوره ګڼل کېږي.
۴ـ خواړه د سهارلخوا اچول پکار دي ځکه چې د سهارله مخې په اوبوکې O2 زيات وي اود څو ساعتولپاره زياتيږي.
۵ـ د اقتصادي مشکلاتو د پيداکېدو په صورت کې خواړه کمېږي خو له د ې سره د کب روزنې پروسه وروسته پاتې کېږي اوپه نتيجه کې توليد کمېږي.
۶ـ په کوم تالاب کې چې طبعي خواړه پيدا شوي وي اوپکې د کبانوبچې اچول شوي وي ، دا خواړه دد وي لپاره تريوې اونۍ پورې کافي دي وروسته نورمصنوعي خواړه ورکول پکار دي.
۷ـ په مصنوعي خوړو کې د غنموسبوس، د شولو پک، مستردايل کېک، د چغندروپاڼې،خرابې مېوې اوسبزيجات، اوپه غلاجاتوکې غنم اوجوار ورکول کېږي، د جوارواوغنمود ورکولوطريقه داسې ده چې مخکې نه غنم په طشت کې په اوبوکې اچول کېږي اوورسره لږه اندازه خاوره اچول کېږي چې کله داغنم اوجوارشنه شي چې Germination ورته وايي بياورکول کېږي بايدد واښوسره تازه اوبه هم پرېښودل شي.