لیکنه: میوند شینواری
ډېر کله چې وخت پيدا کړم په انټرنیټ کې د ځینو نوموتیو انسانانو په اړه مطالب لټوم او د هغوی ژوند لولم. همداسې مې یوه ورځ د معاصر اردو ادب پېژندل شوی نوم (پروین شاکر) ذهن ته راغی، په یوټوب او نورو سایټونو کې مې د پروین د ژوند او هنر په اړه ډېر څه واورېدل او ولوستل. په اردو ژبه ډېر تسلط نه لرم خو له خبرو او متونو یې ګټه اخیستی شم. د پروین په اړه راته ډېر څه په زړه پورې وو، ښکلې څېره او د شعر ویلو ځانګړی انداز خو یې سړی ډېر ځانته راکاږي. د خپل عادت له مخې همداسې یوه ورځ په فروغ فرخزاد پسې ګرځیدم، د دې ځوانې ښځینه شاعرې ژوند هم راته ډېر په زړه پورې و، ویکي پیډیا کې مې د دې ژوند لیک ولوست، ګورم چې دا هم د پروین غوندې د موټر د ټکر په پېښه کې له مړه شوې ده. ښه مې وګڼله چې د دواړو ژوند پرتلیز ولولم، کله چې مې پيل وکړ په حیرت سره مې ومندل چې د دغو دوو شاعرانو په ژوند کې ډېرې پدیدې سره ورته دي، مجبور یې کړم چې لیکنه پرې وکړم. په دې اړه د مطالعې په بهیر کې یوه فارسي او یوه اردو مقاله هم مخې ته راغلې چې دې ټکي ته یی سرسري اشاره کړې وه ، خو ما یی په دې لیکنه کې په ډیرو برخو کې وراته والی ښودلی دی. لومړی مې د دوی لنډ ژوند لیکونه راخیستي او په پای کې مې د دوی په ژوند کې ورته پدیدې راخیستي.
هیله ده درته په زړه پورې وي.
فروغ فرخزاد (۱۳۱۳- ۱۳۴۵)
فروغ الزمان فرخزاد چې په فروغ فرخزاد مشهوره وه، د ایران د معاصرې دورې هغه ښځینه شاعره ده چې پس له مرګه یې ایرانیان په قدر پوه شول. پلار یې یو دیکتاتور نظامي و د مور له خوایی هم چندان مینه نه وه لیدلې، بندیزونه یې پرې وضعه کړي وو. ژوند یې ډير تریخ و، نږدې د ژوند ۱۶ پسرلي یې د کور په زندان کې تېر کړل. فروغ دا نه خوښول چې په کور کې دې لکه یوه بندیوانه کېني، بلکې غوښتل یې چې ازاد ژوند وکړي، په ازاده توګه خپل فکر بیان کړي او زده کړه وکړي، دا ټول د کورنۍ له حاکمو نورمونو نه بغات و. همدغو سختیو یې فکر پوخ کړ او بلاخر یې په ایران کې له انقلاب نه مخکې او وروسته داسې شاعري وکړه چې ډیر ادیبان او لویان ورته هېښ پاتې شول. په خپلو لومړنیو شعرونو کې یې خپل ښځینه احساسات، غوښتنې او تمایلات په ډاګه بیان کړل. د لومړنیو وختونو شاعري یې له هغه وخت سره ځینو ایرانیانو له اخلاقي پلوه ښه نه ګڼله، دا شعرونه یی د حاکمو نورمونو او مفکورو خلاف وبلل. ډیر ځله یې په بد اخلاقۍ تورنه کړه خو دې یې پروا و نه کړه او خپله نیولې لار یې پرې نه ښوده. د فروغ شاعري د وخت په تېریدو پخه او د موضوع له پلوه متنوع شوه. په شعر کې یې د ټول بشریت د خیر ښېګڼې مسله مطرح کړه، د ښځو د حقوقو غوښتنه یی وکړه، د ایراني ښځو محرومیتونه یی بیان کړل او استبداد یې وغنده. همدا وجه وه چې شاعري یې د محمد رضا شاه پهلوي تر پاچاهۍ وروسته په بېلو بېلو وختونو کې د وختونو کې د حکومت له خوا سانسور شوې ده او له چاپ شوو کتابونو یی ګڼ شمېر شعرونه لرې کړای شوي دي.
فروغ په ۱۶ کلنۍ کې د اثارو خاوند لیکوال، پرویز شاپور سره واده وکړ خو د واده یی لا څلور کاله نه وو تېر چې په کورني ژوند کې یې د یو شمیر خپلوانو لاسوهنو جدایئ ته اړویستل او سره بېل شول. که څه هم د دوی د ګډ ژوند تړون په مینه لاسلیک شوی و خو په شخصي ژوند کې د خلکو لاسوهنو او ځينو نورو نزاکتونو سره جدا کړل، د عمر تر پایه دواړو بل واده و نه کړ.
یوه ورځ مازیګر مهال یو جیپ موټر له سرکه بېلارې شو د ټکر پېښه رامنځته شوه، موټر چلوونکې خپله فروغ فرخزاد وه، له پېښې یو سات وروسته د دغې ځوانې مبارزې او منلې شاعرې د مرګ خبر زړونه ولړزول.
فروغ لا د ژوند دوه دیرشم پسرلی نه و بشپړ کړی چې په تاند عمر کې د مرګ سیلۍ وریژوله او د تهران په ظهیرالدوله هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. په جنازه کې یې د مشهور ایراني لیکوال احمد شاملو په ګډون ګڼو خلکو برخه اخیستې وه.
له فروغ فرخزاد نه د ګډ ژوند ثمره یو زوی کامیار پاتې شو همدا راز یې پنځه شعري ټولګې په میراث پرېښودې.
ټولګې یې:
۱- اسیر
۲- دیوار
۳- عصیان
۴- تولد دیګر
۵- ایمان بیاوریم به آغاز فصل سرد
پروین شاکر (۱۹۵۴- ۱۹۹۴)
پروین شاکر د سید شاکر حسین لور، د پاکستان په کراچۍ ښار کی وزیږده. لومړنۍ زده کړې یی د کراچۍ په یو ښوونځي کې بشپړې کړې، همدلته یی پوهنتون ولوست، تر لېسانس وروسته یې په انګلیسي ادبیاتو کې ماسټري وکړه، وېل کیږي چې وروسته یې په یاده برخه کې خپله دوکتورا هم اخیستې، بیا یې د معلمۍ مقدسه دنده ترسره کوله. پروین د رنګ، خوند او مینې شاعره وه چې په اردو ادب کې یی د لومړي خل لپاره ښځینه احساسات په خورا جراات سره په شعر کې بیان کړل. دې له وړکوالي له شعر و شاعرۍ سره ځانګړې مینه لرله، په ادبي او نورو غونډو کې به یې برخه اخیسته او د وخت مشهور شاعران او ادبیان به یې لوستل. په ۱۵ کلنۍ کې یې شعر لیکل پيل کړل او په ۲۴ کلنۍ کې یې خپله لومړۍ شعري ټولګه (خوشبو) چاپ کړه، چې په ټولنه کې له تود هرکلي سره مخ شوه.
پروین په ۱۹۷۶ م کال له ډاکتر سید نصیر سره واده وکړ خو تر واده ۱۱ کاله وروسته یې خبره طلاق ته ورسېده او سره جلا شول، بیا د ژوند تر پایه له خپل کوچني زوی مرادعلي سره یو ځای وه، بل واد یی و نه کړ. کورني تاوتریخوالي یې په ژوند ژور اغیز پرې ایست او لا فکري قوت یې ورکړ. په شعر کې یې عشقي موضوعات او د ښځو ټولنیزې ستونزې په ډېر هنرمندانه ډول بیان کړې دي.
پروین به ایله د۴۲ کالو وه چې مرګ یې د ژوند پاڼه خزان کړه، په ۱۹۹۴ م کال د دسمبر په ۲۶مه اسلام باد ښار کې په داسې حال کې چې خپل کار ځای ته روانه وه په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوه.
پروین پنځه شعري ټولګې لري:
خوشبو
صد برگ
خود کلامی
انکار
ماہ تمام
د پروین او فروغ په ژوند کې ورته پدیدې
پروین او فروغ دواړه د معاصرې دورې شاعرانې تېرې شوي دي، یوه د اردو او بله د فارسي ادب مشهورې څېرې دي. د دوی په ژوند کې هېښوونکی تصادف او ورته والی وینو چې ښايي د ادب په دنیا کې مو کله داسې هېښوونکی تصادف نه وي لیدلی.
۱- فروغ فرخزاد د مور له یوه خپلوان سره واده کړی و او پروین شاکر هم .
۲- فروغ فرخزاد تر واده درې کاله وروسته له خاونده جلا شوه او پروین شاکر تر واده ۱۱ کاله وروسته.
۳- دواړو نه د ګډ ژوند ثمره یو یو زوی پاتې شو.
۴- دواړو تر طلاق وروسته بل واده ونه کړ.
۵- د دواړو د طلاق علت له خاوندانو سره دمزاج توپیر او کورنی تاوتریخوالی و.
۶- په ژوند د دواړو چندان قدر ونه شو او پس له مرګه دواړو بې شماره زړونه وګټل.
۷- دواړو پنځه پنځه شعري ټولګې په میراث پرېښودې.
۸- دواړو په کم عمر کې خپلې لومړۍ شعري ټولګې چاپ کړې، فروغ په ۱۷ کلنۍ کې او پروین په ۲۴ کلنۍ کې، (د ۷ کالو په توپیر)
۹- دواړو په خپلو شعرونو کې ښځینه احساسات په خورا جراات سره بیان کړي دي.
۱۰- د دواړو خاوندانو دا نه خوښوله چې مېرمنې یې په ازاده توګه فعالیت وکړي او په غونډو او مشاعرو کې برخه واخلي.
۱۱- دواړه په ترافیکي پېښو کې له منځه لاړې او موټر چلوونکې هم دواړه خپله وې.
۱۲- دواړه په پلازمېنو کې خاورو ته سپارل شوي دي.